د جاپان د خلکو کیسه
د ګل جان صابر ژباړه
و نه و یو بېوزله سړی و چې د کیسو جوړولو او تېر اېستلو ډېره وړتیا یې لرله. یوه ورځ یو شتمن سړي هغه راوغوښت او ورته ویې ویل:
– ما اورېدلې دي چې ته ډېر خلک تېر باسې، خو زه ستا سره شرط تړم چې ما نه شې تېر ایستلی. که چېرې تا زه تېر ایستلم نو تا ته لس د سرو زرو سیکې درکوم.
بېوزله سړی خوشاله شو او ویې ویل:
– ستا څخه ډېره مننه، په ډېر ښه وخت کې دا د سرو زرو سيکې راکوې.خو دا بدمرغي ده چې…
– څه خبره ده؟
– زه نه پوهېدم چې تا د څه له پاره راغوښتی یم…زه نه پوهېدم نو ځکه مې د دروغو صندوق را وانخیست او کور مې پرېښود.
شتمن سړی حیران شو او ویې ویل:
– دا څه ډول صندوق دی؟
– ډېر په زړه پورې صندوق دی! په هغه کې هر ډول دروغ خورا ډېر دي. زه به بېله هغه صندوق څخه ستا سره څه سیالي وکړی شم! ته خپل یو نوکر زموږ کور ته ولېږه، هغه به په منډه صندوق راوړي او بیا به زه او ته د تېرایستلو لوبه وکړو.
شتمن سړي خپل نوکران د بېوزله سړي کور ته ولېږل. نوکران په منډه د بې وزله سړي کور ته ورغلل، ټول کور یې وپلټلو خو صندوق یې پیدا نکړ. هغوی تش لاس بېرته راغلل.
شتمن په غوسه شو او نوکرانو ته یې وویل:
– احمقانو، لکه چې صندوق مو ښه نه دی لټولی!
بېوزله چوپ ولاړ و، ولاړ و او یو ځل یې په کړس وخندل:
– ستا تېر ایستل دومره سخت کار نه دی!
بې وزله د سرو زرو لس سیکې واخیستې او کور ته ولاړ.