د جاپان د خلکو کیسه
د ګل جان صابر ژباړه
په پخوا وختونو کې په یوه ښار کې یو سړي اوسېده چې دنده يې یوازې ریباري وه.هغه به ټوله ورځ د هلکانو او نجونو ریباري کوله.
ریبار یوه ورځ د يوې پنځلس کلنې نجلۍ او یوه پنځه دېرش کلن سړي ریباري وکړه. په دې ریباري کې يې د سړي عمر د نجلۍ د کورنی څخه پټ کړی و. د چنغلې مور او پلار ډېر ژر په دې خبر شول چې د دوی راتلونکی زوم زوړ سړی دی. هغوی رویبار ته وویل:
– موږ په هېڅ صورت خپله لور دې سړي ته نه ورکوو ځکه چې د زوم او چنغلې تر منځ د عمر شل کاله توپیر دی.
ریبار څه کولی شول؟ هغه قاضي ته ورغی. قاضي دواړې خواوې راوغوښتلې او لومړی یې د نجلۍ د مور او پلار څخه پوښتنه وکړه:
– تاسو چې لومړی د دې سړې اوستاسو د لور واده کولو ته هو ویلي نو اوس د کوم علت له مخې په خپله خبره پښېمانه یاست؟
د نجلۍ پلار وویل:
– ریبار موږ تېر ایستلو، د زوم عمر د چنغلې څخه شل کاله زیات دی نو ځکه موږ د دې خبرې سره موافق نه یو. که چېرې د دې سړي عمر زموږ د لور دوه برابره وای بیا به هم موږ خپله لور هغه ته ورکړې وه.
قاضي وویل:
– څه چې تاسو وایاست همغسې د وي. خپله لور دې سړي ته پنځه کاله وروسته واده کړی. زوم باید پنځه کاله انتظار وباسي. پنخه کاله وروسته به د زوم عمر څلوېښت او د چنغلې شل کاله وي، زوم به د چنغلې څخه دوه برابره مشر وي.
قاضي دا پرېکړه وکړه او دواړه خواوي د بښنې په غوښتلو سره ولاړې.
رښتیا هم هوښیاره پرېکړه وه!