د منګولیا د خلکو کیسه
ژباړونکی: ګل جان صابر
په پخوا وختونو کې هغه وخت چې ځناورو پرېکړه وکړه چې سپوږمیز کلونه د کومو ځناورو په نوم ونوموي د اوښ او موږک تر منځ شخړه شوه:
اوښ غوښتل چې کال د اوښ د کال په نوم ونومول شي خو موږک په دې ټینګ و چې راتلونکی کال باید د ده، موږک په نوم ونومول شي.
ښه ده! ځناورو پرېکړه وکړه چې هر یو چې د لمر راختل لومړی وویني نو کال به د هغه په نوم ونوموو.
اوښ په هغه شپه بېخي ویده نه شو، د لمر راختلو ته معطل و او سترګې یې پورته د ختیځ لوري ته نیولې وې. موږک د اوښ په بوکام(کوهان) کېناست او لوېدیځ لوري ته یې د غرونو سرونو ته کتل.
لمر لا نه و راختلی خو لوېدیځ لوري ته د غرو په څوکو د لمر الواني وړانګې خپرې شوې.
موږک وچرسېد: ما لومړی د لمر راختل ولیدل! لومړی!
اوښ په غوسه شو، له ډېرې غوسې په ایرو کې څملاست او خپله شا یې په ایرو کې موښله او سعیې یې کوله چې موږک چېخپیت کړي.
ځناورو کال د موږک په نوم ونوماوه او اوښ د سپوږميزې کلیزې په نوملړ کې شامل نه شو.
له همغې ورځې را پدېخوا اوښ نه شي کولی چې د ایرو له ډېران څخه په خپله خوښه تېر شي. هر وخت چې د ایرو ډېران وویني نو پکې څملي، خپله شا په ایرو کې موښي او داسې فکر کوي چې خپل سیال، موږک ته سزا ور کوي.