د ایتالیا د خلکو کیسه
ژباړونکی: ګل جان صابر
یو مېړه او ښځه وو. هغوی شتمن نه بلکې بېوزله وو. مېرمنې یوازې یوه زړه او پیوند، پیوند لمن لرله. هغې به هره ورځ خپلې لمنې ته پیوندونه اېښوول. د لمنې خپل ټوکر تر پیوندو لاندې نه مالومېده. یوه ورځ چې مېړه کور ته راغی ښځې یې ژړل او هغه ته یې وویل:
– ته وګوره لمن مې بیا څیرې شوې ده! د پیوندولو لپاره هم ټوټه نه لرم.
په بله ورځ سړي چې هر څومره پیسې ګټلې وې په هغو یې خپلې مېرمنې ته نوې لمن را نیوله. لمن یې کور ته راوړه او خپلې ښځې ته یې وویل:
– خیر دی که د ماښام ډوډۍ نه وي خو یو نوي څه خو به په کور کې ولرو. ښځه خورا ډېره خوشاله شوه. مېړه ویده شو او ښځې په کار پیل وکړ.
مېړه چې له خوبه را ویښ شو ویې لیدل چې ښځې یې نوې لمن ټوټه، ټوټه کړې او زړې لمنې ته یې نوي پیوندونه ورکړي دي. هغه اخ وکړ خو ښځې وویل:
– ګرانه خاونده، ستا څخه ډېره مننه، ما د لمنې ټول څیرې ځایونه پیوند کړل او دومره نورې ټوټې لا پاتې شوې چې د ټول کال لپاره مې بس دي.