د داغستان د آوار د خلکو کیسه
ژباړونکی: ګل جان صابر
و نه و یو خان و چې یوه ډېره ښکلې لور یې لرله. خان پرېکړه وکړه چې خپله لور واده کړي. جارچیانو داسې جار وواهه: خان خپله لور داسې چا ته ورکوي چې ډېره درواغ کیسه جوړه کړي. ډېر شتمن او نامتو ځوانان خان ته راغلل خو ټولو د نه خواب واورېد. یو بېوزله ځوان خان ته راغی او هغه ته یې وویل:
– خانه، زه غواړم چې ستا زوم شم.
خان وویل:
– خپله کیسه ووایه.
بېوزله ځوان وویل:
– زما پلار چې مړ کېدو نو د ځانکدن په وخت کې یې وویل چې ته د هغه سل پیمانې طلا پوروړی یې.
خان په ډېره غوسه چیغه وکړه:
– دا دروغ دي!
بېوزله وویل:
– نو اوس خپله وعده په ځای او خپله لور ما ته را کړه.
خان دې ته اړ شو چې خپله لور بېوزله ځوان ته ورکړي خکه نه یې غوښتل چې خزانه یې تشه شي.