ژباړن: نوراغا رحماني
په تېرو هېرو زمانو کې یو پاچا و دېرش زامن یې درلودل. کله چې ټول لوی شول، مشر زوی یې ملک محمد خپل پلار ته ورغئ او ورته ویې ویل: پلاره! وروڼه مې لوی شوي، باید ودونه وکړي. پاچا ورته وویل: زویه! زه داسې څوک پیدا کړم چې دېرش لوڼې ولري؟ ملک محمد وویل: دا کار ماته را پرېږده. پاچا په دې شرط دا خبره ومنله، چې په درېیو ځایو کې به دمه نه کوي. ملک محمد ورسره ښه کړل، چې د پلار په ښودلو درېیو ځایو کې به نه درېږي. له خپلو وروڼو سره روان شو. لومړۍ شپه د پلار د سپارښتنې پر خلاف په یوه ویجاړه ژرنده کې ښکته شول. کشر ورور یې د پلار شرط ور په یاد کړ، خو مشر ورور په ځان را نه وړه. ټولو ماښامنۍ وخوړه او بې غمه ویده شول. ملک محمد ویښ پاتې شو. نیمه شپه یې نااشنا غږ واورېد او له ویجاړې ژرندې راووت. یو دیو یې ولید. دیو ورته وویل: ملک محمده! مور دې در باندې بوره شي! ته او وروڼه دې زما په کور کې څه کوئ؟ زه به تا او وروڼه دې ټوټه، ټوټه کړم. ملک محمد وویل: په مېړانه یا دوکه؟ دیو ځواب ورکړ: په میړانه. ملک محمد له دیو سره غېږ په غېږ شو، دیو یې پر ځمکه وویشت او سینه یې ور څیرې کړه. لنډه دا چې شپه تېره شوه. د بلې ورځې په سهار یې بیا کډې بار کړې او روان شول. دومره لاره یې ووهله چې بیا پرې شپه شوه. دویمه شپه یې په ویجاړ شوي کاروان سرای کې واړول. کشر ورور یې بیا، بیا د پلار سپارښتنه ور په یاد کړه، خو ملک محمد ارزښت ورنه کړ او ویې ویل: ته کار مه پکې لره. لنډه دا چې ماښامنۍ یې وخوړه او ویده شول. ملک محمد بیا ویښ پاتې شو، شاوخوا یې څارله، تر دې چې د دیو غږ یې واورېد. دیو د ملک محمد په لیدلو مخته راغئ او ورته ویې ویل: ملک محمده! تا مې ورور را وواژه او اوس مې کور ته هم راغلی یې؟ ته ودرېږه چې تا او وروڼه دې تباه او برباد کړم. ملک محمد وویل: په مېړانه، یا دوکه؟ دیو وویل: البته په مېړانه. دواړه یو له بل سره ونښتل. ملک محمد بیا هم دیو پر ځمکه وویشت او سینه یې ورڅيرې کړه. دا شپه هم په دې ډول سبا شوه. درېیمه شپه یې په ویجاړ شوي حمام کې واړول. کشر ورور یې بیا هم د پلار سپارښتنه ور په یاد کړه، خو ملک محمد غوږ ونه ګراوه. د شپې یوه برخه تېره وه چې بل دیو راغئ او ورته ویې ویل: ملک محمده! لکه چې سر در باندې تاوان دی. تا مې دوه وروڼه را وژلي او اوس مې کور ته هم راغلی یې؟ تر څو چې تا او وروڼه دې ونه وژنم ارامه نه کېنم. ملک محمد دا دیو هم وواژه. سبا یې بیا کډې بار کړې او روان شول، تر دې چې یوه ښار ته نږدې ورسېدل. همالته یې خېمې ودرولې او ملک محمد د پاچاهۍ د ښکلې ماڼۍ په لوري روان شو. ماڼۍ ته په رسېدو یې ولیدل چې شاوخوا د ځوانانو سرونه ځوړند دي. د ماڼۍ له ساتونکي یې د لامل پوښتنه وکړه. ساتونکي وویل: هره ورځ ډېر ځوانان د پاچا د لوڼو غوښتنې ته راځي. پاچا یې ازمویي که بریالي نه شول وژني یې او دا ځوړند سرونه د هغو خلکو دي، چې په ازموینه کې پاتې راغلي دي. ملک محمد وویل: دا ازمویښت څرنګه دي؟ ساتونکي وویل: په ماڼۍ کې یو زمری دی چې له سر سره یې یوه توره ځوړند ده، هر څوک چې د پاچا لوڼو ته رسېدل غواړي باید زمری ووژني او توره پاچا ته یوسي. ملک محمد ولاړ او په خپله زړورتیا یې زمری وواژه. پاچا د خبر په اورېدو اجازه ورکړه چې ملک محمد یې د لوڼو له منځه خپله راتلونکې مېرمن وټاکي. هغه وخت د پاچا لوڼې ویدې وې او یوازې مشره لور یې ویښه وه. ملک محمد خپله ګوتمۍ هغې ته ورکړه او په یوه مینه ناک نظر یې یو د بل زړونو غلا کړل. نجلۍ هم خپله ګوتمۍ ملک محمد ته ورکړه. وروسته ملک محمد پاچا ته ورغئ او ځان یې ور وپېژانده. پاچا ته د ملک محمد زړورتیا خوند ورکړ او له ټولو وروڼو سره یې په زوم توب ومانه. لنډه دا چې دېرش ورځې د خوښۍ او خنداوو جشن جوړ و او وروسته ملک محمد او وروڼه یې د پلار ملک ته روان شول. په را ګرځېدو کې یې لومړۍ شپه هماغه ویجاړ شوي حمام ته ورسوله. له ماښامنۍ وروسته نهه ویشت واړه وروڼه ویده شول او ملک محمد بیا وېښ پاتې شو. د شپې په نیمايي کې یې یو غږ واورېد او ویې ویل: څوک یې؟ ځواب ورکړل شو: زه اووه سری دیو یم؛ یا دېرش زومان او ناوې وژنم یا باید د دغه ونې سر ته وخېژې او ماته یوه پاڼه ترې راکوزه کړې. ملک محمد ونې ته وخوت چې پاڼه ترې را کوزه کړي، خو دیو ونه له بېخه وایسته، په اوږه یې واړوله او په لاره روان شو. ملک محمد دیو ته قسم ورکړ چې بېرته را وګرځي، تر څو خپلو وروڼو ته یوه سپارښتنه وکړي. کله چې دیو را وګرځېد ملک محمد خپل وروڼه را ویښ کړل او ورته ویې ویل: وروڼو! که زه اووه کاله را ونه ګرځېدم له بیا راتګ مې هیلې پرې کړئ. وروسته بیا دیو ملک محمد په اوږه واړوه، روان شو او یوه غار ته ورسېد. په غار کې یې ورته وویل: ملکه! که ژوندي پاتې کېدل غواړې، د پلاني پاچا لور باید ماته وغواړې. ملک محمد بې له دې بله لاره نه لرله، له مجبورۍ یې ومنله. دیو یوه مڼه ورکړه او ورته ویې ویل: د لارې په نیمایي کې دې یو دوه سری دیو لاره بندوي؛ نیمه مڼه د تلو پر وخت او نیمه بیا د راګرځېدو پر وخت ورکړه. ملک محمد روان شو او د لارې په نیمايي کې له دوه سري دیو سره مخ شو. نیمه مڼه یې ورکړه. په مقابل کې یې دیو د خپل بدن یو وېښته ورکړ او ورته ویې ویل: که له کومې ستونزې سره مخ شوې، دې وېښته ته اور ورکړه، زه ژر ځان در رسوم او مرسته دې کوم. ملک محمد خپلې لارې ته دوام ورکړ تر دې چې یوې ویالې ته ورسېد. د ویالې یوې خواته سره تېږه وه او بل لوري ته یې خاوره. میږیان یې ولیدل چې له ویالې نه شي پورې وتلای او نږدې ده، چې له منځه ولاړ شي. یوه ونه یې پرې کړه او په ویاله یې واچوله. میږیان د ونې په تنه له ویالې پورې وتل او په مقابل کې یې ملک محمد ته خپل یو برېت ورکړ، تر څو په سختۍ کې د نوموړي مرستې ته ځان ورسوي. ملک محمد ولاړ، پسې ولاړ تر دې چې هماغه دیو ښودلې سلطنتي ماڼۍ ته ورسېد. ماڼۍ ته ننوت او خپله غوښتنه يې څرګنده کړه. پاچا د ده د خبرې منلو لپاره درې شرطونه کېښودل: لومړی دا چې اووه دیګه پخې وریجې به تر وروستۍ دانې پورې خوري، په داسې ډول چې تر سبا پورې یوه دانه هم پاتې نه شي. دویم شرط دا دی چې د شپې به د رنګا رنګ غمیو ډیری یو له بله بېل او اووه برخې کوي. وروستی او درېیم شرط دا دی، چې تر یوې ونې لاندې دې سپین کاغذونه اوار کړي، دی دې د شیدو ډک لوښی په لاس کې واخلي او بې له دې چې یو څاڅکی ترې تویې شي، ونې ته یې دې وخېژوي. ملک محمد دا شرطونه ومنل. خو څو مړۍ وریجې یې چې وخوړلې موړ شو. حیران و څه وکړي، چې ناڅاپه یې دوه سری دیو په یاد شو. د دیو وېښته ته یې اور ورکړ. دیو حاضر شو او اووه ډک دیګه وریجې یې وخوړې. ملک محمد د غمیو په بېلولو کې هېڅ نه شوی کولای. د مېږي برېت یې په اور کې واچوه. مېږیان حاضر شول او غمي یې په اوو بېلا بېلو برخو بېل کړل. د پاچا درېیمه غوښتنه خپله ملک محمد پوره کړه، خو ونې ته د ختلو په وخت کې خپله مېرمن ور یاده شوه؛ له سترګو یې اوښکې روانې شوې او کاغذونه یې لانده کړل. پاچا فکر وکړ چې شيدې ترې تویې شوې، غوښتل یې سزا ورکړي خو ملک محمد وویل: دا زما اوښکې دي، چې د مېرمنې او وروڼو په جدایي کې مې تويې کړې دي. د درېیو شرطونو له پوره کولو وروسته پاچا خپله لور ملک محمد ته ورکړه. ملک محمد روان شو او نیمه مڼه یې په لاره کې بیا دوه سري دیو ته ورکړه. په تګ، تګ کې اووه سري دیو ته ورسېد. هلته یې نجلۍ ته وویل: دیو ته ووایه په دې شرط ملګرتیا درسره کوم چې د عمر شیشه دې ماته د لوبو لپاره را کړې. که له دیو څخه دې د هغه د عمر شیشه واخیسته، زه دې بېرته پر خپل کور سپارم. کله چې ورسېدل نجلۍ خپله غوښتنه وړاندې کړه. دیو ومنله او ویې ویل: زما د عمر شیشه په پلاني څاه کې د زېړ ماهي په ګېډه کې ده. ملک محمد ولاړ، له ماهي یې شیشه را وایسته او بېرته راغئ. نجلۍ وویل: ملک محمده! ما ستا سپارښتنه ومنله، اوس ستا وار دی چې ما خپل پلار ته ورسوې. ملک محمد دیو ته وویل: نجلۍ په خپله کورنۍ پسې خپه شوې، راځه چې د پلار لیدو ته یې بوځو بېرته به راشو. دیو ومنله او هغوی یې د پاچا ماڼۍ ته بوتلل. ملک محمد هلته د دیو د عمر شیشه له نجلۍ واخیسته او ماته یې کړه او لنډه دا چې دیو مړ شو. له دې پېښې وروسته ملک محمد له پاچا او لور څخه یې خدای پاماني واخیسته او د خپل کلي او ښار په لور روان شو. څو میاشتې په لارو و. کله چې ښار ته ورسېد، ګوري چې د واده جشن جوړ دی. ویې وپوښتل: د چا واده دی؟ ځواب ورکړل شو: د ملک محمد د پخوانۍ مېرمنې سره د یوه کس واده دی. ملک محمد اووه کاله کېږي یوه دیو وړی، چې اوس یې ټول له راتګ څخه نهیلي شوي. ملک محمد حیران و که په داسې نازک وخت کې ځان معرفي کړي، هېڅوک يې هم نه مني. له فکر وروسته یې د سوالګر کالي واغوستل او ویې ویل: د ناوې ډوډۍ راوړئ چې یوه مړۍ ترې وخورم. د ده غوښتنه یې ناوې ته ورسوله. د ناوې زړه پرې وسوزېد او امر یې وکړ چې د خوراک لوښی وروړي. ملک محمد د مړۍ کولو په پلمه خپله ګوتمۍ د ناوې تر خوراک لاندې پټه کړه، وروسته هغه خوراک ناوې ته وروړل شو. ناوې د خوراک پر وخت ګوتمۍ ولیده او ویې پېژندله. پوه شوه چې ملک محمد راغلی. د لارې پيدا کولو په فکر کې شوه، ځان یې په ناروغۍ واچاوه او لنډه دا چې واده له منځه ولاړ. له دې ټولو پېښو ورسته ملک محمد له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو او د ده د راګرځېدو په خوښۍ په ټول هېواد کې اووه ورځې د خوشالۍ جشن جوړ شو.