د ګروزین د خلکو کیسه
ژباړونکی: ګل جان صابر
یو بېوزله سړی و چې هېڅ یې نه لرل. هغه نه ځمکه لرله نه څاروي او نه هم چرګان، په خپله زړه کوډله کې یې یوازې یوه پشۍ لرله. نوموړی ټول عمر وږی و او نږدې و چې له لوږې مړشي. بېوزله له ځان سره فکر وکړ چې پاچا ته به ورشم، د خپلې بېوزلی به ورته ووایم ګوندې یو څه مرسته راسره وکړي.
بېوزله سړي خپله وږې پشۍ په توبره کې واچوله او روان شو. ویل آسان دي خو پاچا ته ورتګ آسانه نه دی. بېوزله د پاچایي ماڼۍ په دروازه کې یو بې رحمه ساتونکي ودراوه او هغه ته یې د ننوتو اجازه نه ورکوله. بېوزله سړي ساتونکي ته ډېرې زاري وکړې، په پای کې هغه راضي شو او ویې ویل:
– زه به تا پاچا ته په دې شرط ور پرېږدم چې هغه که هر څه تا ته درکړل نیمایي به یې ما ته راکوې!
بېوزله د پاچا دربار ته ورغی او پشۍ یې د توبرې څخه خوشې کړه. وږې پشۍ د پاچا په دربار کې یو او بل لوري ته منډې وهلې او ونګېدله.
پاچا له بېوزله سړي څخه پوښتنه وکړه:
– ته ولې راغلی یې او ولې د پشۍ راوړې ده؟
بېوزله سړي وویل:
– زه په کور کې د خوړو لپاره هېڅ نه لرم، ان دا چې موږک هم زما له کوره تښتي، نږدې ده چې پشۍ مې له لوږې مړه شي. تاسو دا پشۍ واخلی او د هغې په بدل کې ما ته دوې څاپېړې راکړی.
د پاچا هېڅ باور نه راتلو چې څوک د پشۍ په دووڅاپېړو بدله کړي خو بیا يې هم د بېوزله سړي هیله پوره کړه او هغه ته یې دوې کلکې څاپېړې ورکړې.
بېوزله سړي له پاچا مننه وکړه او له دربار څخه را ووت. د دروازې ساتونکي د هغه لاره بنده کړه او ور ته ویې ویل:
– پاچا چې څه درکړي نو د هغو نیمایي اوس ما ته راکړه.
بېوزله هغه ته یوه څاپېړه ورکړه او د دوی دواړو تر منځ شخړه پیل شوه.
پاچا د دوی دواړو شور ماشور واورېد، بېرون ته را ووت تر څو وګوري چې څه پېښ شوي دي. بېوزله سړي پاچا ته وویل:
– ما ته ستا ساتونکي تر هغو تاسو ته د درتلو اجازه را نکړه تر څو مې وعده ور نکړه چې څه چې تاسو ما ته راکوی د هغو نیمایي به ده ته ورکوم. ما ځکه ستاسو څخه دوې څاپېړې وغوښتې، هغه مې باید له ساتونکي سره نیمایي کړې وای.
پاچا وخندل او هوښیار بېوزله ته یې ډېر څه ورکړل.