هانس کریسټن انډرسن
ماښام و، د کال وروستۍ ماښام، تیاره نوره هم ډیریده، واوره وریده او بیخي سخت ساړه و. په دې ساړه او تیاره کې د کوڅې په اوږدو کې یوه کوچنۍ غریبه نجلۍ چې سر او پښې یې لوڅې وې، روانه وه. دا سمه ده چې کله له کوره راوته بوټونه یې په پښو و خو؛ گټه یې څه وه؟ دا بوټونه ډیر لوی و، ځکه چې تر ننه یې مور په پښو کول او دا یې هم په کوڅه کې هغه مهال ورک کړل چې له یوې تیزې تیریدونکي اس گاډۍ څخه یې وارخطا منډه واخیستله. یو بوټ یې پیدا شو، خو بل یو یې یو ورانکاري هلک ونیولو او پدې فکر یې وتښتولو چې که کومه ورځ زما اولادونه پیدا شي، نو دا به د زانگو په ډول پکار راشي. نو دې وړې انجلۍ په خپلو وړو لوڅو پښو چې له ساړه سرې اوښتي وې، تگ پیل کړ. دي یوه اندازه گوګړ د په یوه زاړه پیش بند کې روان کړي و او یو بنډل یې بیا په لاس کې نیولي و. پدې ټوله ورځ کې هیچا هم څه نه و ترې اخیستي او نه یې یوه روپۍ ورکړې وه. د ساړه او لوږې په لړزې سره سره غلې روانه وه؛ دا کوچنۍ او بې وسه انجلۍ بلکل لکه د خفگان یو تصویر. د واورو بڅرکیو یې اوږده او ښکلي ویښتان پوښلي و او په ول ول ډول ددي تر غاړې راچاپیره و؛ خو پدې هکله یې یقیناً یو وار هم فکر نه و کړی. له ټولو کړکیو څخه شمعې ځلیدلې او د وریتي شویو هیلیو خوږ بوی لږیدو. ستا د پوهیدو لپاره به ووایم چې د نوي کال شپه وه؛ هو، او په همدې هکله دي هم فکر کولو. د دوو کورونو لخوا په یوه جوړ شوي کونج کې چې یو یې لږ له بل څخه وړاندې و، ځان ځای پر ځای او راټول کړ. خپلې کوچنۍ پښې یې ځانته رانیږدې کړې وې، خو ورو په ورو نور هم یخیدله، کور ته د تلو جرأت یې هم نه کاوه ځکه چې هېڅ اورلګیت د یې نه و پلورلي او هيڅ پیسې یې نه وې جوړې کړي؛ پلار به یې بیا ښکنځله او په کور کې یې هم ساړه و. د سر له پاسه یې چت درلود چې باد به پکې شپیلک وهل او لوی لوی چاودونه یې په وښو او زړو جامو بند شوي و. کوچني لاسونه یې نږدې بې حرکته شوي و. اه! یو گوگرد به شاید دي ته یوه نړۍ ارام ورکړی وای، ایله چې دومره جرأت یې کړی وای چې له بنډله یې یو راخیستی وای، په دیوال پورې یې موښلی وای او خپلې گوتې یې پرې تودې کړي وای.
یو یې راوکیښ. کړچ شو، روښانه شو، وسوځید! گرم و، روښانه شغله یې وه لکه د یوې شمعې. څنګه یې چې لاسونه پرې ونیول، ښکلي رڼا وه.دې کوچنۍ میرمنې ته دا اور داسې ښکاریدو لکه دي چې یوه لوی نغري ته له خپلو ژیړو صیقل شویو پښو چې پرې له پاسه گاڼه او زر پراته وي، ناسته وي. اور په خوشحالونکي اثر سره وسوځید او گرموالی یې هم خوشحالونکی و. وړې انجلۍ خپلې پښې هم د گرمولو لپاره غځولي وې، خو وړه شغله پای ته ورسیده او نغرۍ هم ورک شو. یوازې د سوځول شوي خلي پاتې شوني یې په لاس کې پاتې شول. بل خلۍ یې هم په دیوال پسې وموښلو؛ دا هم روښانه بلیدو او کله چې دا روښنايي په دیوال ولگیدله، دیوال د یوې پردې په څیر روڼ شو او دي کولای شول دننه کوټه وگوري. په میز باندې د واورېنه سپینه ټوټه غوړیدلي وه؛ له پاسه پرې یو پلن چیني لوښۍ ایښی و چې پکې وریتې شوي هیلۍ د مڼې او وچ الو تر څنګ بخار کاوه. له دې نور حیاتي څیز چې باید په پام کې ونیول شي دا و چې هیلۍ له میزه راښکته شوه، په سینه کې یې د چاقو او پنجې په شتون کې د جلۍ خواته راوښویده؛ خو کله چې خلۍ وسوځید نو له غټ او نمجن دیوال څخه پرته بل څه نه و پاتې. بل خلۍ یې روښانه کړ. دلته بیا نو د ټولو نه د غټې کرسمس تر ونې لاندې ناسته وه، دا د هغې ونې څخه چې دي د شتمن سوداگر د کور په کړکیو کې لیدلي وه، لویه او ښه جوړه شوي وه. په شنو شاخونو یې زرگونه برقونو بلیدل او با روحه عکسونو به چې دي د دوکانونو په کړکیو کې لیدلي وو، دي ته کتل. دې کوچنۍ میرمنې دوی ته لاسونه ور اوږده کړي و، خو خلۍ پای ته رسیدلی و. د کرسمس د ونې روښنايی لا پسې پورته کیدې، دي اوس یوازې په جنت کې د ستورو په څیر لیدلې، یو وغورځید او د اور یو اوږده لکۍ لرونکي لړۍ یې جوړه کړه. کوچنۍ انجلۍ وویل: همدا اوس څوک مړه شول”
د خپلې نیا له اړخه، یوازینی څوک چې دي ورسره مینه لرله او اوس نه وه، دي ته ویلي و چې هر کله چې یو ستوری غورځي، یو روح خدای ته ورگرځي. بل خلۍ یې هم په دیوال پورې وموښلو؛ بیا روښنايي شوه او په همدې روښنایی کې یې زړه نیا ولاړه وه. روښانه، ځلانده، مهربانه او د مینې له یوې اشارې سره. کوچنۍ انجلۍ چیغه کړه: نیا جانې! ما له ځانه سره بوزه، که خلۍ ختم شو نو د هغه گرم نغري، خوندورې هیلۍ او د کرسمس د لويې ونې په څیر ته هم ورکیږې.”
بیا یې په تیزۍ سره د اورلګیتو ټول بنډل په دیوال پورې ددې لپاره وموښلو، تر څو ډاده شي چې نیا یې تر څنگ پاتې ده. اورلګیتو دومره تیزه رڼايي کوله چې د غرمې له ورځې هم تیزه وه، نیا یې هم هیڅکله دومره ښکلي او لوړه نه وه. دي کوچنۍ میرمنه په خپلې غیږ کې واخیسته، په روښنایی او خوښی سره دواړه لوړې والوتې، ډیرې لوړې. پاس نه لوږه وه، نه ساړه و او نه هم ویره. دوی له خدای سره و. خو د لمر خاته په ساړه کې، پدې کونج کې دا عاجزه انجلی له خپلو گلابي غمبورو او خندنۍ خولې سره چې دیوال ته یې تکیه وهلي وه، د زاړه کال په وروستي ماښام ساړه مړه کړي وه. له خپلو اورلګیتو سره چې یو بنډل ترې سوځیدلي و، یخ وهلي او کلکه ناسته وه.
خلکو ویل چې غوښتل یې ځان گرم کړي، خو هیڅوک، لږ زره هم پدې پوه نشول چې دي څومره ښکلي شیان لیدلي و. هېچا په خوب کې هم هغه شان او شوکت ونه لیدل چې دي د خپلې نیا سره څنګه د نوي کال په خوندونو کې وردننه شوي وه.