د برازیل د خلکو کیسه
د ګل جان صابر ژباړه
وایي چې یوه ورځ ګيدړې چې له یوازيتوب څخه تنګه شوې وه، پرېکړه وکړه چې واده وکړي. کله یې چې دا پرېکړه وکړه نو وخت يې عبث تېر نه کړ او ټول ځناور خبر شول چې ګیدړه د لیوه چنغله شوه.تاسو فکر وکړی، دوه غلیمان واده سره کوي! شونې نه ده چې دا واده د ډېر اوږد شي…
ټولو ځناورو ګیدړې ته د واده ډالی راوړې. ځناورو د ډالیو په ورکولو کې هرومرو د خپل پاچا- زمري موافقه اخیستله.
د ځنګل پاچا، زمري چې دا ټولیزه خوشالي ولیده او دا چې هغه د ګیدړې څخه په دې خوشاله و چې هغې د خپلې ذاتي چالاکي سره سره هر وخت د ده ورسپارل شوې دنده ښه سر ته رسولې ده نو پرېکړه یې وکړه چې دی هم يو څه ور ته ډالۍ کړي. خو د زمري ډالۍ باید د نورو د ډالیو په پرتله ډېره ښه او په زړه پورې وي! زمري فکر وکړ چې د دې خوښه ګيدړې ته ورکړي چې دا د واده په ورځ څرنګه هوا خوښوي: لمر او که باران. زمري ګيدړه راوغوښتله تر څو پوه شي چې دا څرنګه هوا خوښوي. ګيدړه چې کله زمري ته راغله نو هغه پوښتنه ځنې وکړه:
ګیدړې، ته به زما یوه سوال ته ځواب راکړې. ته زما څخه څه غواړې چې زه یې ستا د واده په ورځ در ته وکړم؟ ټولو ته مالومه ده چې زه د ځناورو پاچا یم او هر څه مې په واک کې دي. زه که وغواړم کولی شم چې آسمان لمر وي او یا هم باران و اوري. ته څه غواړې چې ستا د واده په ورځ لمر وي او که باران؟
ګیدړې درناوی وکړ او ويې ویل:
– اخ، په دې کې هېڅ شک نه شته چې زمری زموږ پاچا دی! څوک چې ځواکمن وي هغه هر څه کولی شي!
زمري هغې ته امر وکړ:
اوس یې نو ته خوښ کړه چې څه غواړې. لومړی ښه فکر وکړه ځکه چې که ستاسو د واده په ورځ لمر وي نو د واده مراسم به ډېر ښه او ګڼه ګوڼه به ډېره وي. خو که چېرې باران وي نو واده به دومره ډېر خوشالوونکي نه وي خو داسې وايي چې د واده په ورځ باران نېکمرغي راوړي…
ګيدړه د خپلې ټولې چالاکي او دوکې سره سره په فکر کې ډوبه او جدي شوه، خپل وربوز یې په پنجو پټ کړ، ځان یې داسې وښود چې ګواکي ډېر سخت سوال ته ځواب پیدا کوي. هغه یوه شېبه همداسې په فکر کې ډوبه پاتې شوه.
زمری چې له انتظار سره عادت نه و په بې صبري سره وغړومبېد:
– څرنګه؟ لکه چې پریکړه نه شې کولی؟
دوکه بازه ګيدړه له وېرې ولړزېده او ویې ویل:
– د ځنګل پاچا، ته پوهېږې چې زه څه فکر کوم…زه پوهېږم چې د ځناورو پاچا د هر کار د کولو توان لري، که وغواړي باران اورولی شي او که وغواړي لمر ځلولی شي،خو د دې واک نه لري چې په یو وخت کې لمر او باران دواړه وي!
د ځنګل پاچا چې په ښکاره خان منونکی هم و په څرګنده بې پروایي ځواب ورکړ:
– اخ چې ته څومره ناپوهه یې! د ځناورو د پاچا په ځواک شکمنه یې؟ ما داسې فکر کاوه چې ګيدړه ډېره هوښیاره ده. زه به داسې وکړم لکه چې ته یې غواړې. ستا د واده په ورځ به په یو وخت کې هم لمر وي او هم باران، دا به د ټولو لپاره ډېره حیرانونکې وي.
د ګېدړې د واده په ورځ د ځنګل پاچا خپله وعده تر سره کړه. پاچا خو چې څه ووایي همغسې باید وشي!
له همغې ورځې را په دېخوا هر ځل چې په ځنګل کې د ګيدړې واده وي نو په زیړ لمر کې باران اورېږي. له دې څخه ټول پوهېږي چې: په شنه آسمان چې باران اورېږي، نوبیا د ګيدړې واده دی.
*************
د ژباړونکي یادونه: زموږ په کلیواله سیمه کې دا کیسه ما دومره په تفصیل نه ده اورېدلې خو په شنه آسمان د باران د اورېدو په وخت کې به کوچنیانو دا سندره بلله:
په شنه اسمان باران اوري ګېدړه لور ودوي شغال یې ګوري