لیکوال: انګېل کارالېښچېف
ژباړونکی: ګل جان صابر
مور له څاه څخه په بانګي دوې لويې ډولچې اوبه راوړې. هغه د څاه په لاره لنده شوې وه او له کالیو یې اوبه څڅېدلې.
ساړه نیولې ښځې چې ډولچې کېښوودې نو نغري ته چې اور لمبې پکې وهلې ورغله او خپلو اولادونو ته یې وویل:
– ماشومانو، لږ یوې خوا ته شی چې زه لږ ځان تود کړم. زه د ستړيا او ساړه له امله بېخې له پښو لوېدلې یم. بېرون سخت باران اورېږي، د سیند اوبه تر پله پور ې پورته شوې دي. لږ در اخوا شی!
څلور کوچنیان د اور نغري ته ناست و خپلې لوڅې پښې یې تودولې او سره شوي لاسونه یې اور ته نږدې نیولي وو.
لومړي زوی مور ته مخ ور واړاوه او ویې ویل:
– زه نه شم کولی چې تا ته ځای درکړم. زما بوټونه سوري دي، له ښوونځي څخه د راتلو په لاره کې مې پښې لندې شوې، زه اوس خپلې پښې تودوم.
دوهم وویل:
– زما خولۍ څیرې ده. موږ نن په ټولګي کې خولی په ځمکه ويشتلې نو ځکه زما خولۍ څیرې شوه. زه چې له ښوونځي څخه راتلم سر مې بېخي لوند شو. که ته یې نه منې نو لاس پرې ووهه.
دریم کوچني، نجلۍ په ټنبلي وویل:
– مورکې، زه د وروڼو څنګ ته داسې ښه آرامه ناسته یم چې هېڅ زړه مې نه غواړي چې وښورم.
څلورم، تر ټولو کوچني په لوړ غږ وویل:
– څوک چې په باران کې ګرزي ښه ده چې د لندې چرګې په څېر یې ساړه ووهي! تودو کوچنیانو په خوښي او لوړ آواز وخندل او ساړه وهلې مور په خواشیني سر وښوراوه. مور هېڅ و نه ویل، پخلنځي ته ولاړه چې کوچنیانو ته ډودۍ پخه کړي.
هغې چې کله اوړه خیشتول نو لوند کمیس يې په شا پورې ونښت او غاښونه یې د یخني له امله وکړپېدل.
مور د شپې ناوخته داش تود کړ، په هغه کې يې ډوډۍ واچوله چې پخه شي او دا ورته منتظره کېناسته. ډوډۍ چې پخه شوه د پارو په مرسته یې له داش څخه را وایستله، په وړین دسترخوان کې يې وپېچله او په تاخچه کې یې کېښووله. وروسته له دې یې څراغ مړ کړ او تر بړستنې لاندې ننوتله. کوچنیان د دې څنګ ته په خواږه خوب ویده وو خو دې سترګه نه شوه پټولي ځکه چې تبه یې وه او سخته لړزېدله.
مور د شپې دری ځله پورته شوه، د ډولچې څخه یې یخې اوبه وڅښلې او خپله ټنډه یې لنده کړه. سهار چې کوچنیان راویښ شول د ډولچو په اوبو یې مخونه ومینځل او ټولې اوبه یې تمامې کړې. هغوی وروسته د نرمې ډوډۍ یوه، یوه ټوټه ماته کړه په خپلو کڅوړو کې یې واچوله او ښوونځي ته ولاړل. د ناروغې مور سره یوازې کوچنی زوی پاتې شو.
ورځ ورو ورو تېرېدله. مور نه شوه کولي چې له کټ څخه پورته شي. د هغې شونډې د تبې له امله چاودلې وې. له نيمې ورځې وروسته دری کوچنیان له ښوونځي څخه راغلل او ورونه یې خلاص او پورې کړل.
کوچنی لور مور ته په ملامتیا وویل:
– اخ، مورې، ته تر اوسه پورې پرته یې او موږ ته د هېڅ هم نه دي پاخه کړي.
مور په لوېدلي غږ وویل:
– ګرانو کوچنیانو، زه ډېره ناروغه یم، له تندې مې شونډې چاودلې دي. سهار تاسو له ډولچو څخه ټولې اوبه تویې کړې وې. خاورینه کوزه واخلی او په منډه له څاه څخه لږ اوبه راوړی.
په دې وخت کې مشر زوی وویل:
– ما خو تا ته ویلي و چې زما بوټونه لندېږي.
دوهم زوی وویل:
– تا لکه چې هېر کړل چې زما خولۍ څيرې ده.
نجلۍ وویل:
– ته څه وایې مورې! زه چې باید خپله کورنی دنده سر ته ورسوم نو کولی شم چې په اوبو پسې ولاړه شم؟
د مور سترګې له اوښکو ډکې شوې. کوچني زوی ولیدل چې مور یې ژاړي نو خاورینه کوزه یې واخیستله او کوڅې ته یې منډه کړه. هغه په دروازه کې تیندک وخوړ ولوېد او کوزه یې هم ماته کړه.
ټولو اولادونو اخ وکړ، هغوی بیا هم تاخچې ته ورغلل، د ځانو له پاره یې یوه، یوه ټوټه ډوډۍ راماته کړه او غلي بېرون ته ووتل چې لوبې وکړي. یوازې کوچنی زوی کور پاتې شو هغه هم له دې امله چې بوټ یې نه لرل. هغه د کړکۍ په خولې شوې ښیښه خپلې کوچنی ګوتې راکشولې.
ناروغه مور را پورته شوه، په خلاص پاتې شوې وره کې یې کوڅې ته وکتل او له ځان سره یې وویل:
– کاشکي زه په کومه الوتونکې بدله شوې وای. کاشکي زما وزرونه شوي وای. زه به الوتلې وم او له دې بدو اولادو به تښتېدلې وم. ما دوی ته خپله وروستی مړي ډوډۍ ورکړې خو دوی ما ته یو غوړپ اوبه هم را نوړلې.
د سترګو په رپ کې معجزه وشوه او ناروغه ښځه په پختکه بدله شوه. کوچنې زوی ولیدل چې مور يې په الوتونکې بدله شوه او وزرونه ښوروې نو په جورابو کې کوڅې ته ووت او چیغه يې وکړه:
– وروڼو، خورې، ژر راشی! زموږ مور په الوتونکې بدله شوه او غواړي چې له موږ څخه وتښتي.
کوچنیانو په منډو پیل وکړ خو تر هغو چې دوی کور ته رارسېدل مور د پرانیستي وره څخه بېرون ته والوتله.
کوچنیانو په یوه غږ چیغه وکړه:
– مورې، ته چېرې ځې؟
– زه ستاسو څخه ځم. نه غواړم چې ستاسو سره و اوسېږم. تاسو بد اولادونه یاست.
څلور واړه کوچنیانو په يوه غږ چیغه وکړه:
– مورکې، ته بېرته کور ته راشه موږ به سمدستي اوبه درته راوړو.
– ماشومانو، اوس ناوخته دی. زه اوس انسان نه یم، تاسو وینی چې زه الوتونکې یم. زه اوس نه شم کولی چې بېرته کور ته درشم. زه به وروسته له دې د سیندونو او غرنیو ډنډوکو رڼې اوبه څښم. هغه د ځمکې د پاسه والوتله.
کوچنیانو هم په ژړا په هغې پسې منډه کړه. هغه د ځمکې د پاسه الوتله او کوچنیانو په ځمکه منډې پسې وهلې.
کوچنیان نه ورځې په پختکه پسې په کروندو، شېلو او اغزنو بوټو کې وزغلېدل. هغوی لوېدل، بیا پورته کېدل، لاسونه او پښې یې په وینو سره وو، له ډېرو چيغو یې غږونه لوېدلې وو. د شپې له خوا پختکه ستړې شوه، په یوه ونه کې کېناستله، ماشومان هم د همدې ونې ډډ ته ګنګس او ستړي ستومانه پرېوتل.
په لسمه ورځ پختکې د ګڼ ځنګل د پاسه خپل وزرونه وټپول او د ماشومانو له سترګو ورکه شوه. کوچنیان خپل کلي ته راغلل خو خپل کور دوی ته تش ښکاره شو ځکه چې په هغه کې مور نه وه.
پختکه اوس ځاله نه جوړوي او مرغي نه وباسې. له همغې ورځې را په دېخوا پختکه په هوا کې ګرزي، یوازې کو کو کوي او هګی په پردیو ځالو کې اچوي.