لیکوال: پانتیلیف ل.
ژباړونکی: ګل جان صابر
دا کيسه په کریمیا کې تېره شوې ده. یو هلک چې له بلې سيمې کریمیا ته راغلی و سمندرګي ته ولاړ چې کبان ونیسي. چېرې چې هلک ولاړ هلته هغه ځای ډېر لوړ، نېغ او ښویېدونکی و. هلک وغوښتل چې کښته ولاړ شي خو چې کښته لورې ته یې وکتل لاندې يې ډېرې تېرې تیږې ولیدې او ووېرېد، هملته ځای په ځای کېناست او له وېرې نه شو ښورېدی، نه کښته او نه پورته. په یوه اغزن بوټي پورې یې ځان ټینګ کړ، پلترۍ يې ووهلې او له وېرې يې سا نه شوه ایستلی.
په همدې وخت کې لاندې په سمندرګي کې یوه کب نیونکي کبان نیول. له کب نیونکي سره په کوچنی بېړۍ کې د هغه کوچنی لور هم وه. هغې د هلک هر څه وليدل او پوه شوه چې هغه وېرېږي. نجلۍ په هلک پورې وخندل او هغه ته یې ګوته وښوروله.
هلک وشرمېد خو هېڅ یې نه شوه کولی. هغه ځان داسې وښود چې هسې دلته له ناستي څخه خوند اخلي. د هغه ډېره ګرمي وشوه، خپله خولۍ يې را وا خیستله او خپل مخ ته یې د ببوزي په څېر ښوروله.
نا څاپه باد را والوت، د هلک له لاس څخه یې د کب نیولو چنګک یووړ او لاندې یې وغورځاوه.
هلک په چنګګ خوابدی شو، هغه وغوښتل چې لاندې ولاړ شي خو بیا یې هم ونشوه کړی. نجلۍ دا هر څه ولیدل. هغې پلار ته یو څه وویل، پلار پورته وکتل او بیا یې لور ته یو څه وویل.
نجلۍ اوبو ته ور ټوپ کړ، د سمندرګي څنډې ته ورغله، چنګک یې را واخیست او بېرته بېړۍ ته راغله.
هلک دومره په غوسه شو چې هر څه يې هېر کړل، په چټکي لاندې کښته شو، نجلۍ ته ورغی، هغه یې تر لاس ونیوه او په لوړ غږ یې ور ته وویل:
– ای! راکړه! دا زما چنګک دی!
نجلۍ وویل:
– مهرباني وکړه او خپل چنګک واخله. زما ستا چنګک نه دی په کار. ما هغه قصداً د دې له پاره واخیست چې ته کښته راشې.
هلک حیران شو او ویې ویل:
– ته څه پوه شوې چې زه کښته راځم؟
– ما ته پلار وویل: هلک چې بېرندونک دی اروا وږی(حریص)به هم وي.