لیکوال: نیکولای نوسوف
ژباړونکی: ګل جان صابر
یوه ورځ پیتیا له وړکتون څخه کور ته راغی. هغه په دې ورځ تر لسو پورې شمېرل زده کړي وو. هغه چې کله کور ته راتلو کوچنی خور یې، والیا په دروازه کې د ده راتلو ته ولاړه وه. پیتیا په ویاړ سره وویل:
– زه اوس شمېرل کولی شم. په وړکتون کې مې شمېرل زده کړل. ته وګوره چې زه اوس د زینې پایکې څرنګه شمېرم.
هغوی په زینه کې پورته ختل او پیتیا په لوړ غږ پایکې شمېرلې:
– یوه، دوې، دری، څلور، پینځه…
والیا پوښتنه وکړه:
– ته ولې چوپ شوې؟
– ته صبر وکړه، زما هېر شوه چې بله زینه څوومه ده. زه یې اوس را په یادوم.
والیا وویل:
– ښه ده، در په یاد یې کړه
هغوی په زینه کې ولاړ او ولاړ وو. پیتیا وویل:
– نه، زه نه شم کولی چې داسې یې را په یاد کړم. ښه ده چې له سر څخه یې پیل کړم.
هغوی له زینې څخه را کښته شول. بیا هم پورته روان شول او پیتیا په شمېرلو پیل وکړ:
– یوه، دوې، دری، څلور، پینځه…
پیتیا بیا هم چوپ شو.
والیا له هغه څخه پوښتنه وکړه:
– بیا دې هم هېر کړل؟
– هو، هېر مې کړل! دا ولې داسې کېږي، همدا اوس مې را په یاد کړل خوبیا مې له یاد څخه ووتل. راځه چې یو خل بیا یې هم وآزمویو.
دوی دواړه بیا له زینې را کښته شول او پیتیا بیا په شمېرلو پیل وکړ:
– یوه، دوې، دری، څلور، پینځه…
والیا پوښتنه وکړه:
– پنځه ویشت به وي؟
– نه! ته ما فکر کولو ته نه پرېږدې! وینې چې ستا له امله مې هېر کړل! باید بیا یې له سره پیل کړو.
والیا وویل:
– زه نه غواړم چې له سره یې پیل کړو! دا څه دي؟ کله پورته کله کښته، کله پورته کله کښته! زما ان پښې وخوږېدې.
پیتیا ځواب ورکړ:
– چې زړه د نه غِواړي مه یې کوه. زه تر هغو پورې نه ځم چې تر څو مې نه وي را په یاد کړي.
والیا کور ته ولاړه او مور ته یې وویل:
– مورې، هلته پیتیا د زینې پایکې شمېري: یوه، دوې، دری، څلور، پنځه او په هغو پسې نور یې هېر دي.
مور وویل:
– په هغو پسې شپږ دي.
والیا بېرته زینې ته ور منډه کړه، هلته پیتیا لا تر اوسه پایکې شمېرلې:
– یوه، دوې، دری، څلور، پینځه…
والیا وویل:
– شپږ! شپږ! شپږ!
پیتیا خوشاله شو او ویې ویل:
– شپږ! هغه نورې پایکې وشمېرلې: اووه، اته، نه، لس.
دا ښه وه چې زینه خلاصه شوه او که نه پیتیا به کور ته نه و تللی ځکه چې هغه یوازې تر لسو پورې شمېرل زده کړي وو.