لیکواله: نتالیا بېریولینا
ژباړونکی: ګل جان صابر
اور او اوبه په یوه پخلنځي کې اوسېدل. اور په دېوالي بخارۍ کې او اوبه په لرګین بېرل کې وو. دواړه په خپلو اړونده کارونو بوخت وو، کله به چې بېکاره شول نو یو له بل سره به یې خبرې او ټوکې کولې.
یوه ورځ اور وروسته له دې چې د غرمې د ډوډۍ له پخولو څخه خلاص شو اوبو ته وویل:
– ګرانې ګاونډۍ، زما ګټه ستا په پرتله لږ ډېره ده. ته پخپله قضاوت وکړه، زه نه یوازې پخلنځی بلکه ټول کور تودوم، خواړه پخوم، لباس وچوم، ټوله شا او خوا روښانه کوم. د بېګاه لخوا ټوله کورنۍ زما پر شا او خوا را ټولېږي چې زما له لمبو څخه خوند واخلي او خپل وخت په خوشالونکو او په زړه پورې خبرو اترو تېر کړي. برسېره پر دې که زه نه وم نو ته به څه وې؟ زما په مرسته ستا څخه چای، د مېوې خواړه( کمپوټ) او یا ښوروا جوړېږي.
اوبه دې خبرو ډېرې حیرانې کړې خو څرنګه چې هغوی حوصله لرونکې او هوښیارې وې په ادب یې داسې ځواب ورکړ:
– محترمه ګاونډیه، ښکاره خبره ده چې تاسو خلکو ته ډېره ګټه رسوی، ډېر کار کوی او د ډېر درناوي وړ یاست خو تر اوسه پورې موږ او تاسو هر څه په ګډه کړي چې دې کور ته آرامي او هوسایي ور په برخه کړو. ته به له دې څخه منکر نه شې چې که زه نه وم نو ته به څه وخوټوې؟ که زه لباسونه و نه مینځم نو ته به څه وچ کړې؟ کورنۍ د ماښام لخوا ځکه سره را ټولېږې چې یوه پیاله چای چې له ما جوړ شوی وڅښي. نو ځکه، ګرانه ګاونډیه، راځه شخړه به نه کوو او دواړه به په ملګرتیا د کور د خپلو کوربنو د خوښي لپاره خپل کارونه پر مخ بیایو.
اور ډېر تود و او نه آرامېدو. هغه په دې ډېر خواشینی شو چې اوبو خپل ګټورتوب له ده سره یو شان وبللو، د ډېرې غوسې یې غورهار وکړ او خپلې لمبې يې په پخلنځي کې را تاو کړې. اوبو هغه ته خبر داری ورکړ:
– ګرانه ګاونډیه، احتیاط کوه، هسې به یو څه وسوځوي.
اور نور هم په غوسه شو او ویې ویل:
– بېځایه خبرې مه کوه! زه چې هر څه کوم ګټور دي او خوښي منځ ته را وړي.
اور خپلو لګېدو ته نور هم زور ورکړ او په دېوالونو یې د خپلو لمبو د رڼا څخه خوند اخیست. له هغه څخه ناڅاپه د سپرمېغیو را پورته کېدل پیل او په پخلنځي کې تیت شول. یو سپرمېغی په غولي ولوېد او مړ شو، بل په مېز ولوېد او هغه هم مړ شو، دوه سپرمېغې د هغې چوکۍ په پوښ ولګېدل چې د اوبو بېرل پرې اېښی و. پوښ د سنیو و نوځکه یې سمد لاسه اور واخیست او لمبې یې د کړکۍ پردو ته چې پوښ ته نږدې ځوړندې وې ورسېدې.
اور په رښتیا هم ډېر ووېرېد. هغه پوهېدو چې اوس نو ناوړه څه پېشېږي او هغه نه شي کولی چې د هغو مخنیوی وکړي. اور د بخارۍ په بېخ کې تر لوی سوځېدونکي لرګي لاندې او غلي شو، په وېره یې پېښېدونکي څه ته کتل.
اور نور هم زیاتېدو او زیاتېدو. لمبې په پرده پورته ولاړې او د لوښو لویه المارۍ یې وګواښله. د پخلنځي ټول لوښي چې په دې المارۍ کې و یو او بل ته ډېر سره نږدې شول چې له وېرې ځانونه وژغوري.
په همدې وخت کې اوبه په خوښی په بېرل کې و چړپېدې او ځان یې ټولو سپرمېغیو او د اور لمبو ته ور ورساوه. شا او خوا د بړاس لړې پورته شوې او د اور لمبې په خواشینی سره مړې شوې. اور خوشاله شو او په مننې سره وویل:
– ګرانې ګاونډۍ، ډېره مننه. تا نه یوازې ټول کور وژغوره بلکه زه د هم له بې عزتي خلاص کړم. راځه چې خپله بېځایه شخړه هېره کړو او د پخوا په څېر یو ځای په دې پخلنځي کې چوپړ وکړو.
اوبو په سنګیني ځواب ورکړ:
– ته ښه وایې ، ښاغلی ګاونډیه، ښه وایې. اوبه د اور په پرتله لږ هوښیارې وې او پوهېدلې چې د دوی دواړو یو ځای کار کولی شي چې ګټور او خوشالوونکی وي.