لیکوال: ویکتور دراګونسکي
ژباړونکی: ګل جان صابر
یوه ورځ مور وویل: عجیبه ده! رخصتي څرنګه تېرېږي؟ لوښي، لوښي، په ورځ کې دری ځله لوښي! سهار پیالې ومينځه، غرمه او ماښام یوه دلۍ غابونه. یوازې یو ډول لالهاندي!
پلار وویل:
– هو، رښتیا هم دا ځورونکې ده! د اندېښنې وړ ده چې چا په دې برخه کې فکر نه دی کړی. دا انجنیران څه کوي؟ هو، هو…بېوزله ښځې!
پلار ژور اسوېلی وایست او په کټ کېناست.
مور ولیدل چې پلار څرنګه آرام کېناست نو ویې ویل:
– دا بسنه نه کوي چې کېنې او ساړه اسوېلي وباسې او یا ټوله ګناه په انجنیرانو ور واچوې! زه تاسو ته وخت در کوم، تر غرمې پورې تاسو باید یوه داسې پرېکړه وکړی چې زما لپاره دا لعنتي مینځل لږ آسانه شي! څوک چې په دې برخه کې فکر ونکړي زه هغه ته خواړه نه ورکوم، پرېږده چې هغه وږی پاتې شي. دینیسکا، باید پوه شې چې ته هم په دې پرېکړه کې شامل یې.
زه سمدلاسه د کړکۍ څنګ ته کېناستم او په دې مې فکر کول پیل کړل چې څه باید وکړو ځکه چې:
لومړی- زه ووېرېدم چې که مور ما ته خواړه را نکړي نو زه به له لوږې مړ شم؛
دوهم- زما لپاره په زړه پورې وه چې د داسې څه لپاره د حل لاره پیدا کړم چې انجنیرانو تر اوسه پورې نه ده پیدا کړې.
پلار په دې تکل کې نه و چې فکر وکړي. هغه ږیره وخرېیله، پاک کمیس یې واغوست، وروسته یې نږدې لس ورځپاڼې تر نظر تېرې کړې او بیا یې رادیو غلي چالانه کړه او د تېرې اوونۍ خبرونو ته یې غوږ ونیو.
ما په فکر کولو کې نوره هم بیړه کوله. لومړی مې د داسې برقي ماشین په برخه کې فکر وکړ چې لوښي پخپله پرېمینځي او پاک یې کړي. د داسې ماشین د جوړولو لپاره ما زموږ د غولي مینځلو او همدارنګه د پلار د ږیرې خرېیلو ماشینونه را خلاص کړل. زه په دې کار کې بریالی نه شوم او په دې کې پاتې راغلم چې دسمال به چېرې په ماشين پورې نښلوم. پایله دا شوه چې که چېرې د ږیرې د خرېیلو په ماشین کې دسمال کېږدم او هغه چالان کړم نو دسمال به زر ځایه غوڅ کړي. ما د ږیرې د خرېیلو ماشین بېرته وتړلو او و مې غوښتل چې کوم بل فکر وکړم. دوه ساعته وروسته ما ته را په یاد شول چې په ورځپاڼه کې مې د اتومات لېږدونکې پټې په برخه کې یو مطلب لوستی و، له دې څخه هم ما د یو په زړه پورې څه د جوړولو فکر وکړ. کله چې د غرمې د ډودۍ وخت شو، مور په مېز دسترخوان اوار کړ، موږ ټول مېز ته کېناستو ما په دې وخت کې پلار ته وویل:
– پلاره، څرنګه؟ تا فکر وکړ؟
پلار وویل:
– د څه په برخه کې؟
ما وویل:
– د لوښو مینځلو په برخه کې. که د لوښو د مینځلو چاره و نکړو مور ما او تا ته ډوډۍ نه راکوي.
پلار وویل:
– ستا مور هسې ټوکه وکړه. څرنګه کېدای شي چې هغه خپل زوی او ډېر ګران خاوند ته خواړه ور نکړي؟ پلار دا وویل او په خوښی یې وخندل.
– ما ټوکه نه ده کړې، تاسو خو ما پېژنی. سل ځله مې ویلي چې زه د لوښو د مینځلو څخه تر پزې راغلې یم! دا د ملګرتوب لاره نه ده چې تاسو د کړکۍ څنګ ته کېنی، ږیره وخرېیی، رادیو ته غوږ ونیسي او زه ټوله اونۍ ستاسو پیالې او غابونه ومینځم.
پلار وویل:
– ښه ده، یو څه فکر به وکړو! ته اوس ډوډۍ راوړه چې ویې خورو!
– تاسو ولې نه پوهېږی؟ مور دا وویل او تکه سره شوه. رښتیا هم ښه نه ده! زه چې اوس د غرمې خواړه در نکړم تاسو به په خپله پوه شی!
مور خپل رڼکي په ګوتو کېکاږل او د مېز څخه ولاړه شوه. هغه د میز څنګ ته تر ډېره ودرېده او پلار ته یې کتل. پلار هم لاسونه په سینه ونیول. خپله چوکۍ یې د میز څخه راکش کړه او مور ته یې کتل. دوی دواړه چوپ وو. د غرمې ډوډۍ هم نه وه. زه چې ډېر وږی وم ومې ویل:
– مورې! دا پلار و چې هېڅ فکر یې و نکړ. ما فکر کړی! هرڅه ښه دي، ته مه نا آرامه کېږه، ډوډۍ راوړه چې ویې خورو.
مور وویل:
– تا څه فکر کړی؟
ما وویل:
– مورې، ما یوه ښه لاره پیدا کړې!
هغې وویل:
– ته یې ووایه…
ما پوښتنه وکړه:
– مورې، ته د غرمې له ډوډۍ وروسته څومره لوښي مینځې؟
هغې ځواب راکړ:
– دری.
ما وویل:
– اوس نو چیِغه کړه چې واه، واه، ته به وروسته له دې یو لوښی مینځې! ما ډېره ښه لاره پیدا کړې ده!
پلار وویل:
– ته یې روښانه کړه.
ما وویل:
– راځی چې لومړی ډوډۍ وخورو، زه ډېر وږی شوی یم. زه به د ډوډۍ خوړلو په وخت کې خپله پیدا کړې لاره تاسو ته روښانه کړم.
مور اسوېلی وکړ او ویې ویل:
– ښه ده، راځی چې ډوډۍ وخورو.
موږ د ډوډۍ په خوړلو پیل وکړ. پلار وویل:
– ښه، اوس خپله لار روښانه کړه؟
ما وویل:
– دا ډېره آسانه ده. مورې، ته یوازې غوږ ونیسه او وګوره چې هر څه څرنګه پر مخ ځي! ته ګوره: د غرمې ډوډۍ تیاره ده. ته یوازې یو لوښی، غاب را اخلې، په هغه کې ښوروا اچوې، مېز ته کېنې، په خوړلو پیل کوې او پلار ته غږ کوې چې ډوډۍ تیاره ده.
پلار هرو مرو ځي چې لاس ومینځي، تر هغه چې پلار لاس مينځي تا به ښوروا خوړلې وي او په همغه غاب کې به پلار ته ښوروا واچوې.
پلار چې د ډوډۍ خوړلو ته کوټې ته راشي ما ته به ووایي:
«دینیس، د غرمې د ډوډۍ وخت دی! ولاړ شه لاسونه د ومینځه!»
زه به ولاړ شم چې خپل لاسونه پرېمینځم. ته به په دې وخت کې په کوچني غاب کې غوښه او پلار به ښوروا خوری. زه چې کله لاسونه ومینځم او تا ته راشم نو پلار به ښوروا او تا غوښه خوړلي وي. زه چې کله راشم پلار به ما ته په خپل ژور غاب کې ښوروا او ته به پلار ته په کوچني غاب کې غوښه واچوې. زه به ښوروا او پلار به غوښه خوري، ته به په آرامه د ګیلاس څخه د مېوې اوبه څښې.
کله چې پلار غوښه وخوړه ما به ښوروا خوړلې وي. هغه به په کوچني غاب کې ما ته غوښه واچوي او ته به پلار ته همغه ګیلاس د مېوې له اوبو ډک کړې. زه به تش غاب د مخې لیرې او د غوښې په خوړلو به پیل وکړم، پلار به د مېوې اوبه څښي. ته چې د خوړلو څخه خلاصه شوې یې لوي ژور غاب به واخلې او په پخلنځي کې به یې پرېمینځې.
تر هغو چې ته لوی غاب مینځې ما به غوښه خوړلې او پلار به د مېوې اوبه څښلې وي. هله به نو پلار په بیړه ما ته په ګیلاس کې د مېوې اوبه واچوي او تش غاب به تا ته پخلنځي ته دروړي. زه به ژر، ژر د مېوې اوبه غوړپ کړم او تش ګیلاس به تا ته پخلنځي ته دروړم. هر څه ډېر آسانه دي! ته به د دریو لوښو په ځای يوازې یو لوښی مينځې. واه، واه!
مور وویل:
– واه، واه خو واه، واه، خو د یو او بل په لوښو کې خواړه خوړل صحي نه دي!
ما وویل:
– دا چټیات دي، موږ خو سره خپل یو. د نمونې په ډول زه په دې خوا نه بدوم چې د پلار په لوښي کې خواړه وخورم. هغه پر ما ګران دی. په دې کې نو څه دي…ته هم را باندې ګرانه یې.
پلار وویل:
– ډېره ښه لاره ده. خو په دې باید پوه شو چې یو ځای خواړه خوړل تر دری پړاویز خوړلو ډېر ښه دي.
ما وویل:
– خو دا د مور لپاره آسانه ده! ته خپله فکر وکړه، دری ځله کم لوښي مینځي.
پلار په غور سره وویل:
– پوهېږې، زه فکر کوم چې ما هم یوه لاره پیدا کړې. دا لاره به دومره ښه نه وي خو بیا هم…
پلار ولاړ شو، لستوڼي یې بډ وهل او د مېز څخه یې ټول لوښي را غوند کړل. هغه ما ته وویل:
– په ما پسې راځه، زه اوس تا ته خپله لاره در ښیم. هغه داسې ده چې وروسته له دې به زه او ته ټول لوښي مینځو!
پلار روان شو.
زه هم په پلار پسې روان شوم. موږ ټول لوښي ومینځل. رښتیا، موږ یوازې دوه لوښي ومینځل ځکه چې دریم لوښی ما په خطایي سره مات کړ. ما تل له ځان سره فکر کاوه چې پلار څومره آسانه لار پیداکړه. ما ولې و نشوه کړی چې دا آسانه لار پیدا کړم.