لیکوال: میخاییل زوشچینکا
ژباړونکی: ګل جان صابر
زموږ په اپارتمان کې یو انجنیر اوسېږي. نوموړی ښه پوه انجنیر دی، برېتونه لري او سترګۍ په سترګو کوي.
یو وخت انجنیر ناروغ شو او د درملنې لپاره جنوب ته ولاړ او د خپل کور دروازه یې کولپ کړه.
د انجنیر له تلو دری ورځې وروسته ګاونډیانو واورېدل چې د هغه په کور کې پشۍ په خواشیني سره ونګېږي.
یوه ګاونډي وویل:
– دا انجنیر څومره بې باکه دی. پخپله جنوب ته ولاړ او پشۍ یې په کور کې پرېیېښې ده. اوس به دا بېوزله حیوان له لوږې او تندې مړ شي.
د آپارتمان ټول اوسېدونکې په انجنیر په غوسه شول. یوه تن وویل:
– دا انجنیر بېخې حافظه نه لري. دا څرنګه شونې ده چې پشۍ په کور کې یوه میاشت بې خوړو او اوبو پرېږدې. دا پشۍ خو مړه کېږي.
یوه بل تن وویل:
– راځی چې د کور دروازه ماته کړو.
په دې وخت کې د آپارتمانونو مدير راغی. هغه وویل:
– نه، د انجنیر له اجازې پرته دروازه نه شو ماتولی.
یوه کوچني هلک، نیکولا وویل:
– راځی چې د اور وژنې مسئولین را وغواړو. هغوی به راشي،په بيړه به د کور کړکۍ ته زینه کېږدي او پشۍ به را وباسي.
د آپارتمانونو مدیر وویل:
– که اور نه وي لګېدلی نو د اور وژنې خلک نه شو را غوښتلی. که چېرې دا کار وکړو نو موږ به جریمه کړي.
یوې کوچنی نجلۍ، تامارا وویل:
– تاسو پوهېږی چې زه څه وایم؟ راځی چې پشۍ ته د دروازې له لارې خواړه او اوبه ورکړو. زه همدا اوس شېدې راوړم او هغه د کور په دروازه کې تویوم. پشۍ چې دا شيدې وویني نو وبه یې خوري.
په دې وخت کې د آپارتمان ټولو اوسېدونکو وخندل او ویې ویل:
– شاباس! تا ډېر ښه فکر وکړ.
د آپاتمان ټولو اوسېدونکو له همدې ورځې وروسته د کور د دروازې له لارې پشۍ ته خواړه ورکول. چا به په دروازه کې ښوروا، چا شیدې او نورو اوبه اوچولې.
کوچني نیکولا ان کب د دروازې د لاندې څخه کور ته ور واچاوه. هغه یوه ورځ په زینو ګې مړ موږک پیدا کړ او هغه یې هم د دروازې د لاندې څخه کوټې ته ور ګزار کړ.
پشۍ د خوړو له ور اچولو څخه راضي وه او تل یې د دروازې څنګ ته خوشاله غومبر کاوه.
یوه میاشت تېره شوه او انجنیر خپل کور ته راغی. د آپارتمان یوې سپین سرې اوسېدونکې هغه ته وویل:
– انجنیره، ته باید شپږ میاشتې جېل ته ولاړشې ځکه چې د حیوان دومره ځورول ښه کار نه دی. له خلکو او حیواناتو سره باید ښه سلوک وشي. خو تا خپله پشۍ په کور کې بې خوړو او اوبو پرېیېښې وه. که موږ دا لاره نه وای پیدا کړې چې هغې ته د دروازې له لارې خواړه او اوبه ور کړو نو هغه به مړه شوې وه. ژر د خپل کور دروازه خلاصه کړه او وګوره چې ستا پشۍ څرنګه ده. کېدای شي چې هغه ناروغه وي او د ډېرې تبې له امله به ستا په کټ کې پرته وي.
انجنیر وویل:
– تاسو د کومې پشۍ په برخه کې خبرې کوی؟ تاسو خو پوهېږی چې ما هېڅکله پشۍ نه لرله، ما په خپل کور کې پشۍ نه ده بنده کړې.
د آپارتمان اوسېدونکې وویل:
– موږ په نور څه نه پوهېږو خو دومره خبر یو چې ستا په کور کې دا یوه میاشت کېږي چې پشۍ اوسېږې.
انجنیر په بیړه دروازه خلاصه کړه او له ده سره یو ځای د آپارتمان نور اوسېدونکي کور ته ور ننوتل. ټولو ولیدل چې په کټ سور رنګه پشۍ پرته ده. هغه روغه مالومېده او داسې ښکارېدله چې ډنګره شوې هم نه ده.
انجنیر وویل:
– زه هېڅ نه پوهېږم چې زما په کټ دا سور رنګه پشۍ له کومه شوې؟ زه چې کله جنوب ته تللم هغه دلته نه وه.
کوچني نیکولا کړکۍ ته وکتل او ویې ویل:
– هغه کړکۍ خلاصه ده، پشۍ به په ناوه ګرزېده، کله یې چې خلاصه کړکۍ لیدلې د هغې له لارې به يې کوټې ته ور ټوپ کړي وي.
انجنیر وویل:
– نو هغه ولې بېر ته نه ده وتلې؟
نجلۍ، تامارا وویل:
– موږ هغې ته ښه خواړه ورکول نو ځکه هغې نه غوښتل چې له دې ځای څخه ولاړه شي. هغه دلته خوشاله وه.
انجنیر وویل:
– څومره ښه او هوښیاره پشۍ ده! زه به هغه همدلته وساتم.
تامارا وویل:
– نه، دا پشۍ زه ساتم.
د آپارتمان ټولو اوسېدونکو وخندل او ویې ویل:
– دا پشۍ د تامارا ده ځکه هغې دا وویل چې پشۍ ته څرنګه خواړه ورکړو او هغه یې له مرګ څخه وژغورله.
انجنیر وویل:
– تاسو رښتیا وایاست. زه به هم د ځان لخوا لس مالټې چې له جنوب څخه مې راوړې دي تامارا ته ډالۍ کړم.
انجنیر لس مالټې تامارا ته ورکړې.