لیکوال: کانستانتین اوشینسکي
ژباړونکی: ګل جان صابر
میتیا په واوره او ګنګل شوي سیند ښه ډېر وښويېد. هغه چې سور شوی و په خوشالي کور ته راغی او خپل پلار ته یې وویل:
– ژمی څومره ښه موسم دی! زه هیله لرم چې تل ژمی وي.
پلار وویل:
– خپله هیله زما په جیبي کتابچه کې ولیکه.
میتیا خپله هیله د پلار په جیبي کتابچه کې ولیکله.
پسرلی شو. میتیا په شنو چمنو کې په رنګا رنګ پتنګانو پسې منډې وکړې، ګلان یې وشکول، پلار ته راغی او هغه ته یې وویل:
– پسرلی څومره زړه را ښکونکی موسم دی! زه هیله لرم چې تل پسرلی وي.
پلار بیا هم خپله جیبي کتابچه را وایستله، میتیا ته یې ورکړه او ور ته ویې ویل چې خپله هیله ولیکي.
دوبی شو. میتیا له خپل پلار سره د وښو رېبلو ته ولاړ. هلک د اوړي ټوله اوږده ورځ ډېر خوشاله و؛ کبان یې ونیول، میوه یې ټوله کړه، په خوش بویه وښو کې ورغړېد او ماښام یې پلار ته وویل:
– ما نن ورځ ډېره خوشاله تېره کړه! زه هیله لرم چې دوبی هېڅ پای ونلري.
میتیا خپله دا هیله هم په همغه کتابچه کې ولیکله.
منی را ورسېد. له بڼونو یې مېوې- سرې مڼې او زیړ ناک، را ټولې کړې. میتیا ډېر خوشاله و او پلار ته یې وویل:
– منی د کال تر ټولو موسمونو ښه موسم دی!
په دې وخت کې پلار خپله د جيب کتابچه را و ایستله او هلک ته یې هغه څه ور وښوول چې ده په خپله د ژمي، پسرلي او دوبي په برخه کې ویلي و.