لیکوال: نیکولای نوسوف
ژباړونکی: ګل جان صابر
الېک تر هر څه ډېر له پولیس څخه وېرېده. هغه یې په کور کې هر وخت له پولیس څخه وېراوه. کله به یې چې خبرې ته غوږ نه نیوه نو ورته ویل به یې:
– اوس به پولیس راشي!
کله چې هغه لږ شوخي وکړي بیا هم ور ته وایي:
– ښه به وي چې پولیسو ته د په لاس ورکړو!
یوه ورځ الېک ورک شو. هغه په خپله هم پوه نه شو چې دا څرنګه پېښه شوه.
الېک د ګرزېدو له پاره لومړی انګړ او بیا کوڅې ته راووت. په کوڅه کې یې منډې وهلې او یو وخت پوه شو چې نا آشنا سیمې ته راغلی دی. هغه چې په دې پوه شو نو په ژړا یې پیل وکړ. د الېک د ژړا له امله د شاوخوا خلک ده ته راټول شول.
راغونډ شوو خلکو له ده څخه پوښتنه وکړه:
– ته چېرې اوسېږې؟
الېک په خپله هم نه پوهېده چې چېرې اوسېږي.
یو چا وویل:
– هغه باید پولیسو ته ورولو، هلته د ده پته پیدا کولی شي.
الېک چې د پولیس خبره واورېدله ژړا ته یې نور هم زور ورکړ.
په دې وخت کې پولیس راغی. هغه الېک ته ورټیټ شو او پوښتنه یې ځنې وکړه:
– ته څه نومېږې؟
الېک سر را پورته کړ، پولیس یې چې ولېد په منډو یې پیل وکړ.
هغه لږ لیرې ولاړ او بیا يې راونیو. الېک کوم چا تر لاس ونیو چې بیا و نه تښتي.
الېک چیغې وهلې:
– زه نه غواړم چې پولیسو ته ورشم! زه ښه ده چې ورک شم نه دا چې پولیسو ته ورشم.
الېک ته یې وویل:
– داسې مه وایه چې ته ورک ښه یې.
– زه همداسې وایم، په یو ډول به خپل کور پیدا کړم.
– څه ډول به خپل کور پیدا کړې؟ داسې یې نه شې پیدا کولی!
په دې وخت کې پولیس بیا الېک ته ورنږدې شو. هغه داسې چېغې وکړې چې پولیس يوازې لاس وښوراوه او ولاړ هلته د یوې دروازې شا ته پت شو.
خلکو الېک ته وویل:
– چیغې مه وهه، وینې چې پولیس ولاړ، هغه اوس دلته نه شته!
– نه، هغه نه دی تللی، هلته د دروازې شا ته پټ شو، زه یې وینم!
پولیس د دروازې له شا څخه خلکو ته ور غږ کړ:
– هېوادوالو، تاسو له هغه څخه د ده د کورني نوم پوښتنه وکړي، زه به د پولیسو څانګې ته تېلېفون وکړم.
یوې ښځې الېک ته وویل:
– زه یو کوچنی هلک پېژنم، هغه هېڅکله هم نه دی ورک شوی ځکه چې خپل کورنی نوم یې زده دی.
الېک وویل:
– زما هم خپل کورنی نوم زده دي.
– نو ووایه، ستا کورنی نوم څه دی.
– کوزنیڅوف. نوم مې الکساندر ایوانووېچ دی.
ښځې هغه وستایه:
– شاباس! مالومېږي چې ته په هرڅه پوهېږې!
مېرمن پولیس ته ورغله او هغه ته یې د الېک کورنی نوم وویلو. پوليس د پولیسو څانګې ته تېلېفون وکړ او بیا خلکو ته راغی او ویې ویل:
– هغه دلته نږدې، د پیسچانوی په کوڅه کې اوسېږي. په تاسو کې څوک دا مرسته کوي چې هلک کور ته بوزي؟ هغه زما څخه د کوم علت له مخې وېرېږي.
هغې ښځې چې د الېک څخه یې د کورني نوم پوښتنه کړې وه، وویل:
– زه به یې بوزم، داسې ښکاري چې هغه زما سره لږ بلد شوی دی.
ښځې هلک تر لاس ونیو او د کور لوري ته یې روان کړ.
پولیس د الېک او ښځې تر شا روان و. الیک اوس آرام و او نه یې ژړل. هغه وخت په وخت تر شا پولیس ته کتل او يو شېبه وروسته یې له ښځې څخه پوښتنه وکړه:
– پولیس ولې زموږ تر شا په موږ پسې راروان دی؟
– ته له هغه څخه مه وېرېږه! هغه د سمون دنده لري. ګوره، تا هغه ته خپل کورنی نوم و نه وایه، ما هغه ته وويلو. هغه د پولیسو څانګې ته تېلېفون وکړ او هلته يې ډېر ژر ستا د اوسېدو پته پیدا کړه ځکه چې د پولیسو په څانګه کې د ټولواوسېدونکو کورني نومونه او پتې شته. له همغې ورځې را په دېخوا الېک له پولیسو څخه نه وېرېږي. هغه اوس پوهېږي چې د پولیسو دنده سمون راوستل دي.