لیکوال: میخاییل زوشچینکا
ژباړونکی: ګل جان صابر
اندریوشا لیوژینکي یو وېرېدونکی کوچنی هلک و چې له هر څه: سپي، غوا، بتو، موږک او ان غڼې څخه وېرېده. هغه تر هر څه ډېر د هلکانو څخه وېرېده. د اندریوشا مور ډېره خواشینې وه چې زوی یې داسې وېرندوک دی.
یوه ورځ سهار چې هوا ډېره په زړه پورې وه مور خپل وېرندوک زوی ته وویل:
– څومره بده ده چې ته له هر څه څخه وېرېږې! زړه ور خلک کولی شي چې ښه ژوند ولري. یوازې هغوی کولی شي دښمن ته ماتې ورکړي، لګېدلې اورونه مړه کړي او په ویاړ سره الوتکې والوزوي. له همدې امله ټول خلک زړه ور انسانان خوښوي، هغوی ته درناوی کوي، ډالۍ ورکوي، په ستاینلیکونو او مډالونو یې نازوي. ډارن خلک هېڅوک نه خوښوي، په هغوی پورې خاندې او ټوکې ور پورې جوړوي. له همدې امله د هغوی ژوند خواشینوونکی، خراب او بې خونده وي.
اندریوشا خپلې مور ته وویل:
– مور جانې، زه به له همدې شېبې وروسته زړه ور هلک وم.
اندریوشا د همدې خبرې له ویلو وروسته بېرون ته د ګرزېدو لپاره ووت. په بېرون کې هلکانو د فوټ بال لوبه کوله. نوموړوهلکانو به تل اندریوشا ځوراوه. اندریوشا هم له هغوی څخه د اور په څېر وېرېده، تل به له هغوی څخه تښتېده خو نن له نوموړو هلکانو څخه و نه تښتېد او هغوی ته یې ور غږ کړ:
– ای هلکانو! زه نن له تاسو څخه نه وېرېږم!
هلکان حیران شول چې اندریوشا په ډېره زړه ورتیا دوی ته ور غږ کړ نو ځکه لږ ووېرېدل. د هغوی یوه- سانکا پالوچکین- وویل:
– اندریوشا لېوژینکي نن لکه چې زموږ پر خلاف څه فکر کړی، راځی چې له هغه څخه لیري ولاړ شو او که نه په شخړه به ورسره واوړو.
هلکان ولاړل نه. یو هلک د اندریوشا پوزه ونیوه، بل یې خولۍ له سره لیرې وغورځوله او دریم په سوک وواهه. هلکانو اندریوشا لږ او ډېر وسکونډه او هغه هم په چیغو د کور لوري ته روان شو. اندریوشا په کور کې خپلې اوښکې پاکولې او مور ته یې وویل:
– مورې، زه نن زړه ور وم خو هېڅ مې په لاس را نوړل.
مور وویل:
– زما کم عقله زویه، یوازې زړورتیا بسنه نه کوي، باید ځواکمن هم وې. په یوازې زړورتیا هېڅ هم نه کېږي.
اندریوشا په پټه د انا لکڼه واخیستله او بېرون ته ووت. هغه له ځان سره فکر وکړ چې: « زه اوس د پخوا په پرتله ځواکمن یم، که چېرې هلکان پر ما حمله وکړي زه به دوی یوه او بل لوري ته وزغلوم».
اندریوشا له لکڼې سره بېرون ته ووت خو هلکان یې و نه لیدل. هلته یو تور سپی و چې اندریوشا له هغه څخه ډېر وېرېده. اندریوشا سپی ته لکڼه وښوروله او هغه ته یې وویل:
– که ما ته وغاپې نو مناسب ځواب به تر لاسه کړې، کله چې په سر لکڼه وخورې نو هله به پوه شې چې لکڼه څه شی ده.
سپي غپل او په اندریوشا یې ور حمله کړه. اندریوشا لکڼه ښوروله او په سپي یې یو دوه وارونه هم وکړل خو سپي په ده پسې منډې وهلې او د ده پتلون یې لږ څیرې هم کړ. اندریوشا په چیغو کورته ولاړ، هلته یې خپلې اوښکې پاکولې او مور ته یې وویل:
– مورې، دا ولې داسې ده؟ زه نن زړور او ځواکمن وم خو هېڅ مې و نشوه کړی، نږدې و چې سپی مې و داړي.
مور وویل:
– اخ، چې ته څومره کم عقل هلک یې! یوازې زړورتیا او ځواکمنتوب بسنه نه کوي باید هوښیار وې او فکر وکړې. تا ښه کار نه دی کړی، سپي ته د لکڼه ښورولې او هغه د په غوسه کړی دی. سپي له همدې امله ستا پتلون څیرې کړی، په دې کې ته پخپله ملامت یې.
اندریوشا خپلې مور ته وویل:
– زه به وروسته له دې د هر څه په برخه کې فکر کوم.
اندریوشا لیوژینکي دریم ځل بېرون ته د ګرزېدو لپاره ووت. بېرون سپی نه و، هلکان هم نه ښکارېدل. هغه کوڅې ته ووت تر څو وګوري چې هلکان چېرې دي. هلکانو په سیند کې لامبو وهله. اندریوشا هلکانو ته کتل چې څه ډول لامبو وهي. په همدې وخت کې یو هلک، سانکا پالوچکین په اوبو کې ډوب شو او چیغه یې وکړه:
– ای، ما وژغوری!
هلکان د سانکا له ډوبېدو څخه ووېرېدل او منډه یې کړه چې د هغه د بچ کېدو لپاره لویان را خبر کړي.
اندریوشا سانکا ته ورغږ کړ:
– ته لږ صبر وکړه، زه همدا اوس ستا مرستې ته در رسېږم!
اندریوشا وغوښتل چې اوبو ته ځان ور واچوي خو له ځان سره یې فکر وکړ: «زه ښه لامبو نه شم وهلی او دومره ځواک هم نه لرم چې سانکا له اوبو را وباسم. زه باید هوښیارانه کار وکړم: په کوچنی بېړۍ کې سپرېږم او سانکا ته ځان ور رسوم».
د سیند په غاړه د کب نیوونکو بېړۍ ولاړه وه. اندریوشا بېړۍ اوبو ته راکش کړه او پخپله هم په هغې کې کېناست. په بېړۍ کې پاروګان پراته وو. اندریوشا په اوبو کې د پارو ګانو په وهلو پیل وکړ خو ویې نشوه وهلی. اوبو د کب نیوونکو بېړۍ د سیند منځ ته یووړه او اندریوشا له وېرې په چیغو پیل وکړ.
په همدې وخت کې په سیند کې یوه بله بېړۍ چې خلک پکې سپاره وو، روانه وه. نوموړو خلکو سانکا وژغوره، د کب نیوونکې بېړۍ یې پخپله بېړۍ پورې وتړله او د سیند څنډې ته یې را و ایستله.
اندریوشا کور ته راغی، خپلې اوښکې یې پاکولې او مور ته یې وویل:
– مورې، زه نن زړور وم او غوښتل مې چې یو هلک له ډوبېدو څخه وژغورم. زه نن هوښیار وم نو ځکه اوبو ته ور و نه لوېدلم بلکې په بېړۍ کې سپور شوم. زه نن ځواکمن وم ځکه چې درنده بېړۍ مې اوبو ته راکش کړه او درانده پاروګان مې په اوبو کې ووهل. ما دا پلا هم له دې ټولو سره سره هېڅ و نشوه کړی.
مور وویل:
– نا پوه هلکه! ما هم هېر کړي و چې تا ته ډېره مهمه خبره وکړم. یوازې زړورتیا، هوښیارتوب او ځواکمني بسنه نه کوي. باید پوهه ولرې، پاروګان ووهلی شې، لامبو وکړی شې، په آس سپرلي وکړی شې، په الوتکه کې والوتلی شې. باید ډېر پوه شې. په حساب، الجبر، کمیا او هندسه باید پوه شې. د دې لپاره چې په دې ټولو پوه شې نو باید زده کړې وکړې. څوک چې زده کړې کوي هغه هوښیار وي. څوک چې هوښیار وي هغه باید زړور هم وي. زړور او هوښیار په ټولو خلکو ګران وي ځکه چې هغوی دښمن ماتوي، اورونه مړه کوي، خلک بچ کوي او په الوتکو کې الوزي.
اندریوشا وویل:
– زه به وروسته له دې ښې زده کړې کوم.
مور وویل:
– دا ډېره ښه خبره ده.