لیکوال: پانتیلېف ل.
ژباړونکی: ګل جان صابر
زه ډېره بښنه غواړم چې نه شم کولی تاسو ته ووایم چې د دې هلک نوم څه دي، چېرې اوسېږي، مور او پلار یې څوک دي. ما په تیاره کې و نشوه کړی چې د هغه مخ ته سم وګورم. زه یوازې دومره پوهېږم چې په پوزه یې خال و، لنډ پطلون يې اغوستی و، پتلون یې په ملا وستوني نه بلکې د اوږو په تسمو ټينګ کړی و.
زه یو دوبی د واسیلوفسکي د سمندرګي یوه بڼ ته چې د سپینې کلیسا څنګ ته و ولاړم. زما سره یو په زړه پورې کتاب و، په بڼ کې کېناستم، کتاب مې لوست او پوه نه شوم چې څرنګه ماښام شو.
کله چې زما په سترګو تیاره شوه او د کتاب لوستل را ته ستونزمن شول نو کتاب مې وتړلو او د بڼ د دروازې لوري ته روان شوم.
بڼ تش و، په کوڅو کې څراغونه لګېدلي وو، هلته لیرې چېرې د ونو په منځ کې د بڼ د ساتونکي زنګ کړنګېدو.
زه وېرېدم چې د بڼ دروازه به وتړل شي نو ځکه تېز روان وم. زه نا څاپه ودرېدم او د بوټو تر شا مې د یو چا د ژړا غږ تر غوږ شو.
زه د څنګ په لاره راو ګرزېدم او هلته مې د ډبرو یو کوچنی کور چې په هر بڼ کې وي تر سترګو شو. د کور دېوال ته نږدې یو اووه یا اته کلن هلک چې سر یې کښته اچولی او پر له پسې یې په لوړ غږ ژړل، ولاړ و.
زه هلک ته ورغلم او په هغه مې غږ وکړ:
– ای، هلکه، تا ته څه در پېښ شوي دي؟
هلک سمدلاسه لکه قومانده چې ورکړې، ژړا بس کړه، سر یې پورته کړ، ما ته یې وکتل او ویې ویل:
– هېڅ.
– څرنګه هېڅ؟ ته چا ځورولی یې؟
– هېچا نه یم ځورولی.
– نو بیا ولې ژاړې؟
هغه ته خبرې کول سخت و، تر اوسه یې اوښکې نه وې وچې شوې، ژړل یې، سلګی یې کولې او پوزه یې کش کوله.
ما هغه ته وویل:
– راځه چې ځو، ته وګوره ناوخته دی او بڼ تړل کېږي.
ما وغوښتل چې هلک تر لاس ونیسم خو هغه زما څخه خپل لاس کش کړ او ویې ویل:
– نه شم کولی.
– څه نه شې کولی؟
– نه شم کولی چې ولاړ شم.
– څرنګه؟ ولې؟ په تا څه شوي؟
هلک وویل:
– هېڅ.
– ته څه وایې، ناروغ یې؟
هغه وویل:
– نه، روغ یم.
– نو بیا ولې نه شې کولی چې ولاړ شې؟
هغه وویل:
– زه پیره دار یم.
– څرنګه پیره دار؟ کوم پیره دار؟
– ته څه وایې، نه پوهېږې؟ موږ لوبې کوو.
– ته له چا سره لوبې کوې؟
هلک غلی شو، اسوېلی یې وکړ او ویې ویل:
– نه پوهېږم.
ما په دې وخت کې فکر وکړ چې هلک به ناروغ وي او فکر به یې سم کار نه کوي نو ځکه ما هغه ته وویل:
– غوږ ونیسه، ته څه وایې؟ دا څرنګه کېدای شي؟ لوبې کوې خو نه پوهېږې چې له چا سره؟
هلک وویل:
– هو، نه پوهېږم. زه په چوکۍ ناست وم، یو څو لوی هلکان راغلل او ما ته یې وویل: « غواړې چې د جګړې لوبه وکړې؟» . ما وویل: « هو». موږ لوبه پیل کړه، ما ته یې وویل: « ته بریدګی یې». یو لوی هلک مارشال و… هغه زه دلته راوستلم او را ته ویې ویل: « دلته په دې جونګړه کې زموږ د باروتو زېرمتون دی. ته دلته پیره دار یې… ته دلته تر هغو پورې ودرېږه چې ترڅو ما نه یې راغوښتی». ما وویل: «ښه ده». هغه ما ته وویل: « لوړه وکړه چې له دې ځای څخه نه ښورې».
– وروسته له هغې؟
– وروسته له هغې ما وویل: « لوړه کوم چې له دې ځاي څخه نه ښورم».
– نو څه؟
– دا دي زه ولاړ یم، ولاړ یم خو هغوی نه راځي.
زه موسکی شوم او هلک ته مې وویل:
– ډېر وخت وشو چې ته یې دلته درولی یې؟
– هغه وخت چې زه یې دلته ودرولم رڼا وه.
– نو هغوی چېرې دي؟
هلک بیا هم سوړ اسوېلی وایست او ویې ویل:
– زه فکر کوم چې هغوی تللي دي.
– څرنګه تللي دي؟
– زه یې هېر کړی یم.
– نوبیا ته ولې دلته ولاړ یې؟
– ما لوړه کړې.
ما ته خندا راغله خو ومې نه خندل، فکر مې وکړ چې دا خبره د خندا وړ نه ده، هلک رښتیا وايي. دا چې لوړه یې کړې باید دلته ودرېږي چې څه پېښ نه شي او لوړه ماته نه شي. دا چې دا لوبه ده او که نه پروا نه لري. ما هغه ته وویل:
– ښه، خبره داسې ده! ته به اوس څه کوې؟
– نه پوهېږم. هلک دا وویل او بیا یې وژړل.
ما ډېره هیله لرله چې له هغه سره په یو نه يو ډول مرسته وکړم، خو ما څه کولی شول؟ ولاړ شم هغه کم عقل هلکان ولټوم چې دا هلک یې دلته په پیره درولی، لوړه یې ځنې اخیستې او پخپله کورونو ته تللي؟ هغوی اوس چېرې پیدا کړم؟ دوی به وختي د ماښام ډوډۍ خوړلې وي، پراته به وي او خوبونه به ویني. هلک دلته په تیاره کې په پیره ولاړ دی. هغه به هرومرو وږی هم وي. ما له هغه څخه پوښتنه وکړه:
– ته به وږی هم وي او غواړې به چې یو څه وخورې؟
هغه وویل:
– هو، وږی یم، زړه مې غواړي چې یو څه وخورم.
ما لږ فکر وکړ او هلک ته مې وویل:
– ته په منډه کور ته ولاړ شه، د ماښام ډوډۍ وخوره، زه به ستا په ځای دلته ودرېږم.
هلک وویل:
– هو، ایا دا شوني ده؟
– ولې شوني نه ده؟
– ته خو افسر نه یې.
ما ورمېږ وګراوه او ومې ویل:
– ته رښتیا وایې. هېڅ نه شو کولی. زه نه شم کولی چې تا له پیرې څخه خلاص کړم. دا کار یوازې افسر، یوازې قوماندان کولی شي.
په دې وخت کې ما ته یو ښه فکر پیدا شو. ما فکر وکړ چې کوچنی له لوړې او پیرې څخه یوازې افسر خلاصولی شي نو بیا څه ته معطل یم؟ باید ولاړ شم او افسر پیدا کړم.
ما هلک ته هېڅ و نه ویل یوازې هغه ته مې وویل: « یوه شېبه صبر وکړه»- او پخپله د دروازې لوري ته روان شوم.
دروازه لا نه وه تړل شوې، د بڼ ساتونکی د بڼ په لیرې کونج کې ګرزېده او خپل زنګ یې کړنګاوه.
زه په دروازه کې ودرېدم او ډېر معطل شوم چې ګوندې کوم یو ډګرمن او یا هم سرتېری ووینم. خو په کوڅه کې هېڅ عسکري څوک نه لیدل کېدل. د کوڅې په بله خوا کې څه تور بالاپوښونه زما تر سترګو شول، زه خوشاله شوم او فکر مې وکړ چې دا د سمندري ځواک کار کوونکي دي، د کوڅې بلې خوا ته ورغلم او ومې لیدل چې دا عسکري کسان نه بلکې د کسب زده کوونکي هلکان دي.
د وسپنې د پټلیو یو لوړ کار کوونکی چې شنې پټې لرونکی ښکلی بالاپوښ یې اغوستی و راغی خو په دې وخت کې د اوسپنې د پټلیو کار کوونکی د خپل ښکلي بالاپوښ سره هم زما سره مرسته نه شوه کولي.
زه چې هېڅ مې هم و نشوه کړی بڼ ته د راګرزېدو په تکل کې وم چې ناڅاپه مې د برېښنایی بسونو په تم ځای کې د سپرو افسرانو د قوماندان خولۍ تر سترګو شوه. زه اټکل کوم چې په خپل ټول ژوند کې دومره نه وم خوشاله شوی لکه په دې شېبه کې. زه په بیړه د تم ځای لوري ته ور روان شوم، تم ځای ته لا ور رسېدلی نه وم چې برېښنایي بس راغي، قوماندان، د سپرو ځواکونو جګړن له نورو سپرلیو سره بس ته ور روان شول.
زه په یوه منډه د بس تم ځای ته ورغلم، قوماندان مې تر لاس را ونیو او ور ته و مې ویل:
– ملګری جګړن! یوه دقیقه! صبر وکړه! ملګری جګړن!
هغه په حیرانتیا ما ته وکتل او ویې ویل:
– څه خبره ده؟
ما وویل:
– پوهېږې چې څه خبره ده؟ هلته په بڼ کې ډبرینې جونګړې ته نږدې یو هلک په پیره ولاړ دی… هغه نه شي کولی چې ولاړ شي ځکه چې لوړه یې کړې ده. هغه ډېر کوچنی دی… ژاړي…
قوماندان سترګې ورپولې او په وېره یې ما ته وکتل. اټکل کوم چې هغه به هم فکر کړی وي چې زه ناروغ یم او ماغزه مې سم کار نه کوي. افسر وویل:
– نو زه څه کولی شم؟
برېښنایي بس حرکت وکړ او قوماندان ما ته په خواشیني وکتل.
ما چې کله هغه ته لږ په تفصیل سره وویل چې څه خبره ده نو هغه بېله دې چې څه فکر وکړي را ته وویل:
– راځه چې ځو، راځه چې ځو. باید هلته ولاړ شو. تا ولې په لومړي سر کې ما ته ونه ویل؟
موږ چې کله بڼ ته ورسېدو په همدې وخت کې د بڼ ساتونکی راغی چې دروازه کولپ کړي. ما له هغه څخه هیله وکړه چې یو څو دقیقې دروازه کولپ نه کړي، هغه ته مې وویل چې زما کوچنی په بڼ کې پاتې دی. زه او جګړن بڼ ته ور ننوتلو.
په تیاره کې موږ په سختي سپين کورګی پیدا کړ. هلک په همغه ځای ولاړ و چېرې چې ما پرېیښی و او په ټیټ غږ یې ژړل. زه هغه ته ور نږدې شوم. هلک خوشاله شو او له ډېرې خوشالي یې چیغه وکړه. ما هغه ته وویل:
– دا دی، ما قوماندان راوست.
هلک چې قوماندان ولید سم شو او جګ ودرېد. قوماندان وویل:
– ملګری پیره دار، ستاسو رتبه څه ده؟
هلک وویل:
– زه بریدګی یم.
– ملګری بریدګی، زه امر کوم چې ستا در سپارل شوې دنده وروسته له دې پای ته رسېدلې ده.
هلک چوپ ولاړ و، پوزه یې کش کړه او ویې ویل:
– ستاسو رتبه څه ده؟ زه یې نه وینم چې په اوږه مو څو ستوري دي…
قوماندان وویل:
– زه جګړن یم.
هله نو هلک لاس خپلې نسواري رنګه خولۍ ته پورته کړ او ویې ویل:
– هو، ملګری جګړن. ستاسو په امر پیره پرېږدم.
هلک دا خبره په داسې لوړ غږ او هوښیاري وکړه چې موږ دواړو په لوړ آواز وخندل.
هلک هم خوشاله شو او په ټیټ غږ یې وخندل.
موږ چې له دروازې څخه را ووتلو د بڼ ساتونکي دروازه وتړله او کلي یې څو ځله په کولپ کې تاو کړه.
جګړن هلک ته لاس ور اوږد کړ او ویې ویل:
– شاباس، ملګری بریدګی. ته به رېښتینی افسر شې. د خدای په امان.
هلک یو څه وپسېد او ویې ویل:
– « د خدای په امان».
جګړن موږ دواړو ته لاس راکړ او چې د بس راتلل یې ولیدل د تم ځای لوري ته یې ور منده کړه.
ما هم له هلک سره خدای په اماني وکړه او د هغه لاس مې ټینګ کړ. ما له هغه څخه پوښتنه وکړه:
– زه تا تر کور پورې ورسوم؟
هلک وویل:
نه، زه دلته نږدې اوسېږم. زه نه وېرېږم.
ما د هلک نری پوزې ته وکتل او فکر مې وکړ چې هغه رښتیا هم له هېڅ څه څخه نه وېرېږي. هلک چې داسې ځواکمنه اراده ولري او په خپله وعده داسې ټینګ وي له تیارې څخه نه وېرېږي، له کوڅه ډبو هلکانو څخه نه وېرېږي، له ډېرو وېروونکو څیزونو څخه هم نه وېرېږي.
دا هلک چې کله لوی شي… کله چې لوی شي، مالومه نه ده چې څه به ځنې جوړ شي، هر څه چې ځنې جوړ شي ویل کېدای شي چې رېښتینی انسان به وي.
ما دا فکر وکړ او دا را ته ډېره په زړه پورې وه چې له دې هلک سره آشنا شوم.
ما یو ځل بیا د زړه له کومې د هلک لاس ټینګ کړ.
ما یو ځل بیا د زړه له کومې د هلک لاس ټینګ کړ.