لیکنه: محمد شفیق شرفزی
ځینې والدین تل له دې خبرې سر ټکوي، چې ماشومان یې د درس پر ځای لوبې او مستي کولو سره علاقه ساتي، دوی غواړي د خپلو ماشومانو لوبې محدودې کړي او ټوله توجو یې زده کړو ته واړوي. خو که والدین هر څومره فشار په ماشوم راوړي خو بیا هم هغوی خپلې لوبې نه پرېږدي. د زده کړې په اړه د والدینو تشویش په خپل ځای درست دی، خو د لوبو کولو په واسطه هم ډېر څه زده کوي، نو دوی ته پکار ده، چې د زده کړې او لوبو تر منځ انډول په پام کې ونیسي. او یو داسې مهالوېش جوړ کړي، چې ماشوم ته دا احساس وشي، چې د لوبو تر څنګ یې زده کړې هم ضرور دي.
د ماشومانو توجو درس ته باید پداسې شکل واړول شي، چې هغوی یې د بوج پرځای د دلچسپۍ او دلجمۍ احساس وکړي. واړه ماشومان که د کتاب لوستلو سره همزمان په تعلیمي او ګټورو لوبو کې بوخت شي، نو موږ به په یو غشي دوه نښې ویشتي وي، یانې له دې سره به ماشوم ته تفرېح هم حاصله شي او زده کړه هم.
د ارواپوهنې یو عالم (ژان ژاک روسو) پدې عقیده و، چې ماشوم باید د زږېدو له اولې ورځې د لوبو په کولو عادت شي، ترڅو هغه ذهین او قوي وروزل شي.
لوبې مختلفې بڼې لري خو له دې څخه موخه د مبائل، کمپیوټر یا کومې برېښنایي لوبې نه دي بلکه داسې لوبې مراد دي، چې ماشوم پکې عملاً په جسمي او ذهني ډول نشونما وکړی.
د ماشومانو د ذهن لوړلو لپاره ښه خبره داده، چې د هغوی مخې ته د لوبو پر وخت مختلف شیان چې مختلف رنګونه او بڼې ولري واچول شي، پدې سره به هغه د مختلفو شیانو نومونه او رنګونه هم وپېژني او لوبې به هم ورسره وکړي. د بېلګې په ډول، انار راواخلۍ او ماشوم ته ووایاست، چې دا وګورئ ددې نوم انار دی، چې سور رنګ لري او ګرد شکل لري. همداسې ورو ورو مخ په وړاندې ځئ.
روسو پدې عقیده و، چې ماشومانو سره د لوبو په کولو له لمړۍ ورځې ددوی دماغ متمرکز کېږي او حرکت پېلوي. د دې برعکس که مور او پلار له خپل ماشوم سره په تتلۍ ژبه او په ناز او نزاکت بې مانا خبرې کوي، نو پدې سره د ماشوم ذهن هېڅ نه غوړېږي بلکه اکثره وخت داسې ماشومان کند ذهنه پاتې کېږي، له بده مرغه اکثر والدین همدا شان کړنې کوي، چې منفي اثر یې د ماشوم پر ذهن لوېږي، فلهذا داسې طرز عمل پکار دی، چې هم ماشوم ستا مینه ترلاسه کړي او خوشاله وي او هم له هر اړخه پیاوړتیا حاصله کړي.
په حقیت کې والدین تل دا غواړي، چې ماشومان یې ذهین او زیرکه وي تر څو په ښوونیز ډګر کې شاهکارانه مظاره وکړي. نو له دې کبله مور او پلار ته پکار ده، چې له مختلفو طریقو کار واخلي.
مشاهدو دا هم ښودلې هغه ماشومان، چې په کوچنیوالي کې د مور او پلار د بې پروایي له امله په خبرو کې کمزوری وي یو لامل یې پرځان بې باوري ښودل شوې. که دا عادت ترې لرې شي، نو له همدې ماشوم بریالی شخص او راتلونکی سائنسپوه، ډاکتر، عالم او ادیب جوړېدای شي.
ددې ستونزې د حل لپاره ارواپوهانو دغه اته ګټور وړاندېزونه کړي، چې ټولو والدینو بلخصوص مېندو ته ضروري دي.
ـ په ماشوم کې د خوداعتمادۍ حس پېدا کول اړین دي. ماشوم تل غواړي خپل ځان د مور او پلار په سترګو کې وګوري. که د ماشوم څومره ستاینه وشي نو په هماغه اندازه یې په خوداعتمادۍ کې زیاتوالی راځي. او همداشان یې ذهني صلاحیتونه غوړېږي.
ـ ماشوم کې د پرځان د باور پېداکولو مسؤلیت والدینو پورې نه محدودېږي دوی ته پکار ده، چې ددې کار لپاره ښوونکي او ملګري یې هم پدې کار قاېل کړي تر څو یې د ماشوم په خوداعتمادۍ کې زیاتوالی راشي.
ـ ماشوم له حده ډېر تحقیر، وهل، ډبول، ویرول او د نورو ملګرو پر وړاندې له ترټلو څخه وساتئ. که څه هم هغه په بار بار غلطي کوي ستاسې په هر سزاوار حرکت د هغه ذهن او روان متضرره کېږي.
ـ د نورو په وړاندې د ماشوم سپکاوی مه کوئ، بلکه د نورو په مخ کې یې ستاینه وکړئ.
ـ د ماشوم د هغه خوبیو لاغوړولو کوښښ وکړئ کوم، چې یې د نورو څخه ممتازولی شي. ددې د غږ او خبرواترو انداز کې د بهترۍ راوستلو کې کوښښ وکړئ. د کور فضا ورته داسې برابره کړئ، چې د ښوونځي او نورو ځایونو څخه پراعتماده وي.
ـ د ماشوم په ذهن د هغه له توانه زیات بوج مه اچوه هسې نه، چې خدای مکړه د زیات بوج په سبب د ناکامۍ ښکار شي.
ـ په تدریسي عمل کې، چې په کومو شیانو د ماشوم ذهن کار نه کوي په پوهولو کې یې تل مرسته کوئ، د بېلګې په ډول په لوستلو، لیکلو او ویلو کې.
ـ د ماشوم د خوښې په مشغولا کې د هغه مرسته او لارښوونه جاري ساته، ترڅو دنورو ماشومانو په منځ کې یې د خوداعتمادۍ احساس پیاوړی اوسي.