کتاب: د ماشوم ارواپوهنه
لیکوال: ډاکټر عبدالرؤف
ژباړه: رحمت شاه فراز
(نهمه برخه)
—————————
لوبتوکي او د ماشوم عمر
په دې عامو اصولو سربېره د لوبتوکو د خریدارۍ پر مهال د ماشوم عمر ته هم ځانګړې پاملرنه پکار ده. له یوې میاشتې څخه تر درې میاشتني ماشوم لپاره پر مهال ګړنجووني، ربړي کړۍ، سپکې څمڅۍ، زنځیرونه او داسې نور ډېر مناسب لوبتوکي دي. زنګ، کاشوغې، پیالې، دېګي او داسې نور له درې څخه تر شپږ میاشتني ماشوم لپاره ښه لوبتوکي دي. له شپږو څخه تر نهه میاشتني ماشوم لپاره انځوریز کتابونه، د لوبو حیوانات، واړه، واړه ګلان او له نهه میاشتنۍ تر یو کلنۍ پورې بیا انځوریز کتابونه، توپ، صندوقونه، زاړه پوستي کارتونه او داسې نور د ماشومانو د خوښې لوبتوکي وي. یو څه موده وروسته دې کوچني برېښېدونکي کتابونه چې لنډې انځوریزې کیسې ولري، څرخونه، موټر، د غږولو لپاره تش ډبلي، او داسې نور ښه لوبتوکي کېدای شي. تر یو نیم کلنۍ پورې موټر، موټر سایکل، پنسل، صندوق، او داسې نور مناسب لوبتوکي دي.
همداسې د دوه کلنۍ په عمر کې د لوبو ښه توکي د شګو ډېرۍ، د ځمکو کیندلو لوبتوکي، د لرګي لوی لوی بلاکونه، توپ، نانځکه، پڅه بیاتي او چاړه ده. د درې کلنۍ لوبتوکي لږ لوی موټر، لوی توپ، کورني لوبي توکي، رنګینه خاوره، کورني حیوانات او داسې نور. په پنځه کلنۍ کې د سینګار توکي، د کورني سامان بېلا بېل لوبتوکي او داسې لوبتوکي چې یو څه غور او فکر پکې پکار وي. د شپږ او اوو کلنو ماشومانو لپاره کوچنۍ جامې، فرنیچر او د پخلنځي ووړ سامان د خوښې لوبتوکي وي. د لوی عمر د ماشومانو لپاره موټرې، کښتۍ، الوتکې، د کاشیو بلاکونه، جامې، د لرګي یا کاغذ کور او د کلي نقشې، ښایسته انځورونه، چیستانونه، پزلونه او داسې نورو غوره لوبتوکي دي.
زموږ په هېواد کې د لوبتوکو صنعت له ارواپوهنیز او تعلیمي پلوه لا هم ښکاره پرمختګ نه دی کړی، چې له امله يې په هټیو کې ډول، ډول بې معنا او بهرني لوبتوکي ښه پرېښمانه ترسترګو کېږي. دې ټکي ته په پام سره والدینو ته پکار ده چې د لوبتوکو د ټاکنې په برخه کې له ډېر زیات احتیاط، ځیرکتیا او تدبر نه کار واخلي.
لوبې، لوبتوکي او د والدینو مسؤلیت
پورتنی نوملړ او لارښوونې له والدینو سره تر ډېره بریده مرسته کولی شي، خو دا ټکی باید په ذهن کې وساتو چې په دې خبرو دې په پټو سترګو عمل نه کېږي. سمه او علمي لاره دا ده چې خپل ماشوم ښه در مطالعه کړئ او د هغه له عمر سره سم د هغه ذهني او جسمي غوښتنې تجزیه کړئ او بیا پخپله دا پرېکړه وکړئ چې د عمر په کومه دوره کې د هغه لپاره څه ډول لوبتوکي او څنګه لوبې مناسبې دي.
د دې لپاره چې ماشومان مو پر چټلو ځایونو له لوبو څخه را وګرځوئ، دا ستاسو مسؤلیت جوړېږي چې هغو ته ښه لوبتوکي راوړئ او کله چې لوی شي نو په منظمو لوبو کې د هغوی د ګډون لپاره هره ممکنه مرسته ورسره وکړئ، تر څو د لوبو ارزوګانې يې په خپل سم خړوبې شي او په تفریح کې د خپل شخصیت برسېرولو له لارې یو متوازن، ټولنې ته ګټور او خوش مزاجه ښاري ترې وخېژي.
په کور کې لوبتوکي جوړ کړئ
که مو اقتصادي تنګسیا د ماشومانو لپاره لوبتوکو او د لوبو د مناسب سامان د پېرلو پر وړاندې خنډ جوړوي، نو د فرصت په وخت کې په کور کې هم لوبتوکي جوړولی شئ. له زړو کتابونو څخه انځورونه را پرې او یو ښکلی انځوریز البوم ترې سازولی شئ. د نانځکې جوړول خو خورا اسانه دی. د لرګي بلاک چې هر کوچنی ماشوم باید ورسره ولوبېږي، مور او پلار پخپله هم جوړولی شي. که والدین، ماشومانو ته هم د لوبتوکو د جوړولو تربیه ورکړي، نو دا به هغو ته هم ډېره زیاته ګټه ورسوي.
ماشومانو ته د ښو لوبتوکو او د لوبو مناسب سامان راوړل تر ډېره د والدینو مسؤلیت دی، که والدین د خپلو بې ځایه بوختیاوو، پیتاوي مجلسونو او ګپ شپ وخت یو څه کم کړي، او دغه وخت د ماشومانو لپاره د وړو، وړو لوبتوکو په سازولو تېر کړي، نو د ماشومانو خوشالي لا ډېرېدلی او د هغوی د ښه انسان کېدو امکانات ورسره زیاتېدلی شي.
د لویو ماشومانو لپاره د لوبتوکو برابرول
د لوی عمر د ماشومانو لوبتوکي نسبتاً ګرانه وي؛ هسې هم دا ورځې د ګراني او نایابي دور دی چې له امله یې ماشومانو ته مناسب لوبتوکي اخیستل یوه ستونزمنه مسئله ګرځېدلې. دا چې له دې امله د ماشومانو پر لوبو او تفریحي بوختیاوو خورا ناوړه تاثیر پرېوځي، نو والدین او ښوونکي هم ورته اندېښمن دي.
خو والدین او ښوونکي دې هېڅ کله دا واقعیت نه هېروي چې که ګراني وي که ارزاني، ماشومانو ته باید په هر حال کې د لوبو مناسب سامان برابر کړو. د لوبو میدانونه ویجاړول نو د کوم ځای هوښیاري ده؟ او ماشومان له یوې اساسي خوښۍ نه بې برخې کول په اصل کې جدي خطرونو ته د هرکلي په معنا ده.
د ښوونځیو سرښوونکي او د ماشومانو د لوبو منظموونکي که له پوهې، ځیرکتیا، اخلاص او دیانت نه کار واخلي، نو دغه ستونزې په اسانه له منځه وړل کېدی شي. که مناسب پلان ورته ونیول شي، نو د ماشومانو لپاره د لوبو پرېمانه توکي برابرېدلی شي. په ښوونځیو کې په بې ځایه کارونو د پانګې د لاهو کولو په ځای که دغه پیسې وسپمول شي، نو د لوبو په سامان پرې برابرېدلی شي. دغه راز، که مشران هم خپلو کورنیو لګښتونو ته له سره یوه کتنه وکړي، نو د ماشومانو د سامان لپاره پرېمانه لارې موندلی شي.
خو په والدینو او ښوونکو سربېره په دې برخه کې نور اړخونه هم شته چې مهم مسؤلیتونه ور له غاړې دي؛ مثلاً، که حکومت او د لوبو د سامانونو صنعتکاران هڅه وکړي، نو د ماشومانو لپاره په ځانګړو نرخونو د لوبتوکو د چمتو کولو عملي پلانونه په لاره اچولی شي. خبره دا دی چې ماشومانو ته په کافي کچه د مناسبو لوبتوکو چمتو کول دومره اړینه مسئله ده چې دې برخې ته د پلان جوړونې په هره کچه کې لومړی ځای ورکول ډېر زیات اړین دی.