۱۴۰۱/۴/۲۷
په ټول کلي کې ماشومانو ورونه او خویندې درلودې خو یوازیني احمد او محمود هغه ورونه وه، چې د یو بل سره یې ډیره مینه درلوده.
دوی دواړو ته به خپلې کورنۍ د دوی د مینې له وجې جامې، ډوډۍ او د ژوند سهولتونه یو شان برابرول.
دوی به چې کله د کوم ستونزمن کار سره مخ کیدل، نو تر ډیره به یې خپل مشر ورور ورسره مرسته کوله؛ آن تر دې چې د ښوونځي په درسونو او ازموینو کې به یې خپل کشري ورور ته د مرستې لاس ورکاوه.
هر وخت به مشر ورور د خپل کشري ورور پرځای د کور کارونه کول، د ښوونځي کورنۍ دندې به یې ورته لیکلې، لنډه دا چې تر زلمیتوبه یې هېڅ قسمه ستونزې ته نه پرېښود.
کله چې دوی زلمیان شول، له ښوونځي فارغ شول ، کانکور ازموینه یې ورکړه ، مشر ورور یې چې تل یې د خپلو کړوانو تر څنګ کشري ورور ته د مرستې اوږه ورکړې وه په ښو نمرو طب پوهنځي ته بریالی شو خو کشری ورور یې چې تل یې په مشر ورور تکیه لرله د کانکور په ازموینه کې بې نتېجې شو.
له هماغې ورځې د دوی دواړو د ژوند لارې بیلې آن تر دې چې دواړه د ودونو خاوندان شول او خپلو اولادونو سره یې جلا جلا ژوند غوره کړ چې اوس د دواړو د ژوند ترمنځ غټ توپیر موجود دی
مشر ورور یې چې په چا یې تکیه نه لرله د ښه ژوند خاوند دی او کشری ورور یې چې له کوچنیوالي یې په خپل ورور تکیه لرله اوس د ژوند سختۍ ګالي.
نو پر نورو تکیه کول مو هم د پرمختګ مخه نیسي او هم مو لټ اموخته کوي.
د خپلې کورنۍ غړو او نورو سره مینه وکړئ، درنښت ورکړئ خو داسې نه چې ستاسې له وجې لټان شي.