لیکوال: ډاکټر عبدالرؤف
ژباړه: رحمت شاه فراز
(لسمه برخه)
———————————–
د ماشومانو عادتونه
د درې کلنۍ په عمر کې لا ماشوم ته داسې عادتونه ور ولوېږي چې که ناسمه بڼه یې غوره کړه، نو په راتلونکي کې د هغو بدلول ډېر زیات ستونزمن کېږي. ماشوم هر هغه کار بیا بیا تکراروي، چې خوند ور کوي. د خوند همدا احساس د عادت اساس شي، نو په دې ځای کې باید احتیاط وشي چې کورنی چاپېریال داسې وي چې ماشوم په هر ښه کار د خوشحالي او په بد کار د خفګان او وېرې احساس وکړي. له ښو خبرو سره مینه او له ناوړه بوختیاوو نه د ځان ساتنې عادت د ماشوم په شخصي تجربو او احساساتو پورې اړه لري. په دې اساس یوازې په وچو مذهبي یا پېچلو اخلاقي نصیحتونو د ماشوم د روزنې بنسټ ایښودل اصلاً د شګو د کلا ودانولو په معنا ده.
څو اساسي ټکي
د تشو یا ډکو بولو کول، خواړه خوړل او د خوب کولو اساسي جسمي عادتونه ماشوم ته د ژوند په لومړنیو میاشتو کې لا ور ولوېږي. په ماشومانو کې د دې عادتونو د پخېدو پر مهال د والدینو بېباکي یا کوم تادیبي نظم او ډسپلن په ډېر شدت عملي کول ډېر زیات زیان لري. بولو ته د کېناستو، په وخت ډوډۍ خوړلو او د خوب د ادابو د ښوولو پر مهال باید دې ته پام وشي چې پر ماشوم دغه ابتدايي روزنه بوج نه شي، ځکه په راتلونکي کې د نوموړي ذهني او بدني روغتیا د همدې ابتدايي عادتونو په مناسبې ودې او تکامل پورې غوټه دی.
په کوڅه کې د بولو عادت
زموږ په هېواد کې د بولو لپاره ډېری ماشومان په ډېرې بېباکۍ سره د کوڅې پر چټلو لښتیو کېنول کېږي، نو که چېرته د سهار له خوا له کومې کوڅې څخه تېرېدئ، نو ډله، ډله ماشومان به په لښتیو ناست ووینئ. د دغو ماشومانو مور او پلار هېڅ کله دا فکر نه کوي چې د کوڅې لښتی په تشناب بدلول یو ډېر ناوړه کار دی. په کور کې تشناب یا یو بل ځای باید د دې هدف لپاره ځانګړی وي او له ماشومتوب څخه لا ماشومان باید په همدې ځایونو کې له حاجت پوره کولو سره عادت شي.
په دې خبرو کې له ډېرې توندتیا کار اخیستل له مصلحت سره سمون نه کوي. که سزا ورکړئ او په زوره غواړئ چې په ماشومانو کې ښه عادتونه وروزئ، نو په یاد لرئ چې ماشوم به مو په ورځ کې یو نیم ځل له تاسې نه په پټه د بولو لپاره ارومرو داسې ځای ټاکي چې د هغه د خپل ماشومانه لیدلوري له مخې به ښه ځای وي، نو ښه لاره دا ده چې د ځان پاک ساتلو او په معلومو ځایونو کې د حاجت د پوره کولو په بېلا بېلو ګټو يې په نرمه ژبه پوه کړئ.
ناوړه تشنابونه او قبض
په ځینو کورونو کې ماشومان له دې امله هم تشناب ته زړه نه ښه کوي، چې تشناب د کور په اخري پوړ کې وي او ماشوم چې تر هغه ځایه ورځي، ستړی کېږي. که امکان يې وي نو د ماشومانو لپاره دې په لاندې پوړونو کې جلا تشنابونه جوړ شي. په حمام کې د کموډ جوړول یو مناسب کار دی. ډېر کله د ماشومانو په ذهن کې د پورتنیو منزلونو په تړاو ډول، ډول وېروونکي فکرونه او کیسې پیدا شي. او بل دا چې هلته تیاره هم وي، نو ماشومان لا ډېر په وېرېږي. په ماشومانو کې د قبضیت یو لامل ناوړه تشنابونه هم دي.
د عادتونو سمېدل او خرابېدل
کله نا کله ښه سم ماشومان د روغتیا او پاکوالي د زدکړې په جریان کې ناڅاپه ورانکاري شي. د خرابو عادتونو تر شا ګڼ لامونه لرس لرلی شي. د نوي زېږېدلي خور یا ورور په زوکړه باندې په ناز او نخرو کې را لوی شوی یوازینی ماشوم ژوره ذهني پېښه ويني. یو څه موده پاکوالي ته له پاملرنې وروسته، دغه ډول ماشوم بېرته د چټلۍ عادتونو ته مخه کړي. دغو عادتونه ته ور ګرځېدل په اصل کې د مور او پلار په مینه کې د کمښت او له نوي ماشوم سره تر اړتیا ډېرې مینې په مقابل کې د ماشوم له لوري یو طبیعي غبرګون دی او ماشوم له دې احساس نه ځورېږي چې مور او پلار نور مینه ورسره نه لري او د دې لپاره چې مور او پلار ځان ته متوجه کړي، پخوانۍ مینه بېرته لاسته راوړي، او یو ځل بیا د هغوی د سترګو تور شي، نو عجیبه او نا اشنا لارو چارو ته لاس اچوي. که ماشوم له هغو عادتونو څخه په لوی لاس ځان تېر باسي، چې مور او پلار ور ښودلي وي، نو والدینو ته پکار ده چې داسې چلند غوره کړي، چې داسې وبرېښي چې دوی ته د ماشوم دغه طفلانه کارونه هېڅ اهمیت نه لري. بل خوا، که غواړي چې ماشوم په پوه کړي، نو پکار ده چې د وهلو او رټلو په ځای یې په سړه سینه پوه کړي چې ښه ماشومان دا ډول کارونه نه کوي.
د خوب په بستره بولې کول
د خوب په ځای کې د بولو خطا کېدل هم په ماشومانو کې یوه عامه خبره ده او ګڼ لاملونه لري. خو ډېر لاس پکې د وېرې دی. ماشوم چې وحشتناک خوب وویني، نو معمولاً بولې يې خطا شي. بل خوا، د ځینو کورونو ذهني چاپېریال دا ډول وي چې د پېریانو، دېبانو، شیشکو، بلاګانو، ببَو او «لوی بابا» کیسې ډېرې عامې وي. د دې کیسو له پرلپسې اورېدو او د کور په تیاره ګوټونو کې د هغو اورېدلو پېریانو او بلاګانو د خیالي انځورونو په لیدو ماشومان هر وخت په وېره او وحشت کې وي.
که د ماشوم بولې ډېرې خطا کېږي، نو پکار ده چې له وېروونکو کیسو اورولو ډډه وشي او په ځای يې داسې دلچسپه کیسې او نکلونه وشي چې په ماشوم کې د ارامۍ او مېړانې حس را ویښ کړي. د بولو خطا کېدل له یوې مخې جسمي اسباب هم لرلی شي. تر خوب له مخه زیاتې اوبه څښل ماشومانو ته زیان رسوي. پکار ده چې له ویده کېدو مخکې ماشوم تشناب ته له تلو سره عادت شي، څو مثانه يې خالي وي او د شپې يې د بولو حاجت کم وي.