د ارمنستان د خلکو کیسه
د ګل جان صابر ژباړه
یوه ورځ خولۍ ګنډونکي ته یو مشتري راغی، د پسه پوستکی ور ته راوړ او ورته ویې ویل:
– له دې پوستکي څخه ما ته خولۍ جوړه کړه!
خولۍ ګنډونکي ور ته وویل:
– سمه ده، وبه یې ګنډم!
مشتري چې له خولۍ ګنډونکي څخه را ووت له ځان سره یې فکر وکړ:« پوستکی لوی دی، له هغه څخه به دوې خولۍ جوړې نشي؟» دا یې له ځان سره وویل، راوګرزېد، بېرته خولۍ ګنډونکي ته راغی او له هغه څخه یې پوښتنه وکړه:
– خولۍ ګنډونګیه، ته ما ته ووایه چې نشې کولی له دې پوستکي څخه دوې خولی جوړې کړې؟
خولۍ ګنډونکي ځواب ورکړ:
– ولې نه؟ کولی شم.
– چې داسې ده نو دوې خولۍ ځنې وګنډه. مشتري دا وویل او ووت.
مشتري چې لږ ولاړ له ځان سره یې څه فکر وکړ، بېرته خولۍ ګنډونکي ته راغی او له هغه څخه یې پوښتنه وکړه:
ـ ګنډونکیه، ته ما ته ووایه چې نشې کولی له دې پوستکي څخه دری خولۍ جوړې کړې؟
خولۍ ګنډونکي ځواب ورکړ:
ولې یې نشم کولی؟ دری خولۍ به ځنې جوړې کړم.
مشتري خوشاله شو او له ګنډونکي څخه یې پوښتنه وکړه:
– څلور خولۍ نشې ځنې جوړولی؟
خولۍ ګنډونکي ځواب ورکړ:
– څلور خولۍ به ځنې جوړې کړم!
– او پینځه څرنګه؟
– پینځه به ځنې جوړې کړم.
– نو ما ته پینځه خولۍ جوړې کړه.
مشتري ولاړ خو له نیمې لارې بېرته راوګرزېد، خولۍ ګنډونکي ته راغی او له هغه څخه یې پوښتنه وکړه:
– خولۍ ګنډونکيه، نشې کولی چې له پوستکي څخه شپږ خولۍ جوړې کړې؟
– شپږ خولۍ به ځنې جوړې کړم.
– اووه خولی نشې ځنې جوړولی؟ او یا کېدای شي چې آته ځنې جوړې کړې؟
خولۍ ګنډونکي ځواب ورکړ:
– ولې نه؟ آته خولۍ به ځنې جوړې کړم!
– نو ما ته آته خولۍ جوړې کړه!
– ښه ده، جوړې به یې کړم. یوه اونۍ وروسته په خپلو خولیو پسې راشه.
مشتري یوه اونۍ وروسته په خپلو خولیو پسې راغی او له خولۍ ګنډونکي څخه یې پوښتنه وکړه:
زما خولۍ جوړې شوې دي؟
خولۍ ګنډونکي ځواب ورکړ:
– هو، جوړې شوې دي.
خولۍ ګنډونکي په خپل شاګرد غږ وکړ او ور ته ویې ویل:
– ورشه او د دې مشتري خولی راوړه.
شاګرد سمدلاسه آته داسې کوچنی خولی راوړې چې د په سر کېدو لپاره نه وې جوړې. مشتري چې خولی ولیدلي حیران شو او له خولۍ ګنډونکي څخه یې پوښتنه وکړه:
– دا څه دي؟
خولۍ ګنډونکي ځواب ورکړ:
– دا خولی دي چې تا یې ما ته سپارښت کړی و.
– ای، خولۍ ګنډونکیه، دا خولی ولې دومره کوچینی دي؟..
خولۍ ګنډونکي ځواب ورکړ:
– ته په خپله فکر وکړه!
مشتري آته کوچینی خولی واخیستلي، په لاره روان و او په دې یې فکر کاوه چې: «دا خولی ولې دومره کوچینی دي؟ ولې؟..»