کتاب: د ماشوم ارواپوهنه
لیکوال: ډاکټر عبدالرؤف
ژباړه: رحمت شاه فراز
(یوولسمه برخه)
—————-
د خوراک څښاک عادتونه
د خوراک او څښاک په برخه کې د ماشومانو اکثره پالونکې او والدین له ناپوهي کار اخلي. ماشوم ته ډېر خواړه ورکول، هر وخت شیریني او چاکلېټونه پرې خوړل یا ډېر کم خواړه ورکول او له خوږو او شیرینو نه يې له یوې مخې منع کول د ماشومانو د خوراک او څښاک له غوښتنو سره لویه بې انصافي ده. ماشوم ته باید په مناسب وخت کې په مناسبه اندازه مناسب خواړه ورکول شي او تر خپله وسه پورې باید مېوې او شیریني پرې وخوړل شي. ماشومان باید له دې سره عادت کړی شي چې کله وږي وي، نو بیا خوراک وکړي. اکثره ماشومان له لوږې پرته هم په خوړو ور منډې وهي. د ډوډۍ به وخت کې بې ځایه بندیزونه هم یو ناسم کار دی.
یوه ورځ مې یوه مور ولیدله چې له خپلې لور سره په سرک روانه وه. غالباً د کوم خپل له کور نه را روان وو. مور په ډېره غوسه خپلې لور ته ویل: وږې شیشکې! په دواړو لاسونو دې ډوډۍ خوړله. زما پوزه به را پرې کړې. چې کور ته ورسېږو، نو زه به درسره ګورم.» خبره غالباً دا وه چې مور به دغه بې وزلې ماشومه په کور کې په ازاده ډوډۍ ته نه پرېږدي. نو نن دغې فرصت شناسې ماشومې چې لیدلي چې چې مور د کوربه له ښځې سره په خبرو اخته ده او په پردي کور کې هسې هم کوم څه راته نه وايي، او په بېباکۍ سره د ډوډۍ خوړلو فرصت لاسته ته درغلی دی، نو څومره چې خوړلی شې، خوره يې.
په خوراک څښاک کې ماشومان بې بند و باره پرېښودل هم ښه کار نه دی. د دې کار له امله په ماشوم کې د هاضمې په خرابېدو سربېره په هر ځای کې د «خولې وهلو» عادت هم پیدا کېږي. د لویانو په نسبت ماشومان ډېر زیات وږي کېږي. نو پکار ده چې د کور نظام داسې جوړ وي چې ماشومانو ته په ورځ کې خواړه ډېر ځله خو ورکول شي، خو له مناسبو وقفو وروسته او په ټاکلو وختونو کې. په دې ډول د خوراک او څښاک په برخه کې ماشوم له نظم سره عادت کېږي او دغه نظم د بدن د مناسبې ودې لپاره خورا مهم دی.
د خوب عادتونه
له تي جلا ماشوم تر ډېره پورې په دې هیله وي چې د پخوا په څېر یوازې مور دې یې مړوي. د عمر په زیاتېدو باید ماشوم په خپل لاس ډوډۍ خوړلو سره عادت شي. بله دا چې له مور او پلار سره د ویده کېدو عادت چې څومره ژر ختم شي، هماغومره ښه ده او که امکان یې وي نو ماشوم باید په جلا کوټه کې له ویده کېدو سره هم عادت کړای شي.
تر خوب له مخه که مور یا پلار ماشوم ته کومه ښه کیسه وکړي، نو ماشوم ډېر زیات خوشاله کېږي. له خوب نه مخکې کیسې له ماشوم سره په ژور خوب کې ډېر زیات کومک کوي. د شپې وختي ویده کېدل او سهار وخته پاڅېدل د ماشوم لپاره ډېر زیات ګټور دي. مناسب خواړه او په ازاده فضا کې قدم وهل د ماشوم د بې خوبي ستونزه له منځه وړي. که له دې سره هم ماشوم ډېر کم خوب کوي او یا په خوب کې ډېر زیات ناکراره وي، نو پکار ده چې طبي معاینه او د اخلالګرو جسمي عناصرو درملنه يې وشي.
د ګوتې روودلو عادت
ماشوم د ګوتې روودلو له عادت نه منع شي او که نه؟ په دې موضوع ډېرې زیاتې خبرې شوې دي. د ګوتې روودنې د عادت ملاتړه ډله وايي چې «دا یو طبیعي کار دی او ټول ماشومان یو وخت خپله ګوته رووي او له وخت سره بېرته له دې عادت نه لاس اخلي. دغه کار ماشوم ته ارامتیا او خوښي وربښي او په سر کې لا ماشوم له دې کار نه منع کول بې خطره نه دی او ممکن ماشوم ته زیان ورسوي. او داسې نور.» خو له طبي لیدلوري د ګوتې روودل زیان لري، ځکه چې دغه عادت د ګوتې او ووریو په مناسبه وده ناوړه اغېز کوي او د تنفس د خرابېدو خطر هم له ځان سره لري.
د روانشناسي له لیدلوري هم دا یو ښه عادت نه دی. ماشوم چې هر وخت ګوته په خوله کې نیولي وي، نو په لاس باندې شاوخوا شیان نه شي لمس کولی او د هغو له استفادې محرومه کېږي، چې په دې ډول د خپل چاپېر ماحول په باره کې يې ابتدايي علم ډېر زیات محدود پاتې کېږي. بله دا چې د هلو ځلو او خوځښت په ځای ماشوم په خپلو جسي خوندونو کې غرق وي، او ممکن په خپل ځان کې د ورک کېدو له امله په ماشوم کې داخلي ګډوډۍ پیدا شي. دا ډول ماشوم په راتلونکي کې په رنګا رنګو فعالیتونو کې له ګډون څخه له ذهني اړخه معذوره غوندې وي.
د علاج ناوړه روشونه
د ماشوم د دغه بد عادت د له منځه وړلو په وخت کې هم باید له ډېر زیات زغم نه کار واخیستل شي. د بد رد او په تریو تندي د زشتو خبرو په ځای پکار ده چې ګوته يې ورو له خولې را وایستل شي. بلکې ښه به وي چې ماشوم ته په لاس کې یو سپک او ښکلی لوبتوکی ورکول شي چې تر ډېره وخته يې په لاس کې ونیسي. کند ذهنه ماشومان له خارجي ماحول سره ډېره کمه علاقه لري، نو له همدې امله په خپله دنیا کې ورک وي او د ګوتې له روودنې ډېر زیات خوند اخلي. بل، هغه ماشومان چې په ذهني کشمکش اخته وي، هغوی هم د ګوتې په روودنې لنډمهاله ارامتیا احساسوي، او په همدې وختونو کې په ماشوم کې د ګوتې روودنې عادت پخېږي.
د ماشوم ګوته په مرچو یا ترخو درملو ککړول، دستکشې ور په لاسول یا د ماشوم لستوڼي دومره اوږده ګنډل چې ټول لاس يې پکې پټ شي، د دغې ستونزې د حل خورا ناوړه روشونه دي. د ماشوم رټل، ترټل او د ګوتې پر روودنې ماشوم خجالته کول هم یو ناوړه کار دی. که تنکي ماشومان ګوته خولې ته اچوي، نو پکار ده چې یو لوبتوکی ورکول شي او کوشش دې وشي چې پام يې په بله واوړي. او که په لویینې کې هم دغه عادت نه ترې لرې کېږي، نو بیا دې د ماشومانو له ارواپوه سره مشوره وشي او د ماشوم ارواپوهنیزه شننه پکار ده. او که ماشوم د کوم ذهني اختلال له رنځ نه د ځان ساتلو له مخې خپله ګوته رووي، نو بیا پکار ده چې د هغه ذهني فشار د ختمولو په برخه کې د ماشوم مناسب لاسنیوی وشي.