کتاب: د ماشوم ارواپوهنه
لیکوال: دوکتور عبدالرؤف
ژباړه: رحمت شاه فراز
یوولسمه برخه
څپرکی: پنځم
د ماشومانو تېروتنې او پلمې
د ماشومانو ورځنیو تېروتنو ته خفګان نه دی پکار، بلکې هڅه وکړئ چې په دې تېروتنو ځان ښه پوه کړئ او تر لامله پورې یې ځان ورسوئ. د ماشوم د تېروتنو اساسي لاملونه وپلټئ او د هغو د مخنیوي په مناسبو حل لارو غور وکړئ. په وړو، وړو خبرو د ماشوم رټل او سزا ورکول، د ماشوم لپاره ښه پایله نه لري. په دې ډول ماشومان د خپلې تېروتنې په نوعیت د پوهېدو او په راتلونکي کې د احتیاط کولو تمایل له لاسه ورکوي او آن له ډېرو بدني جزاګانو وروسته ماشوم لا زیات غوسه ناک او سرتمبه کېږي.
ناراسته ماشوم، بېکاره زلمیان
د ماشومانو د بې شمېره تېروتنو یو لامل ناراستي او تنبلي هم ده. د ناراستي لاملونه که یوې خواته جسمي ریښه لري، نو بل لوري ته ذهني اړخونه هم لوی لاس پکې لري. د ګرځېدو په ځای د ناراسته ماشوم دا ډېر خوښېږي، چې کرار ناست وي. د همدې ناراستۍ له لاسه یې د کور او ښوونځي له کارونو سره هم علاقه کمه وي. د لوبو میدان ته خو اول ور وځي نه، او که بیا ور هم شي نو د لوبېدو پر ځای یوازې ننداره يې خوښېږي.
دغه ډول له کار نه تښتېدونکي ماشومان د ښوونکو، والدینو او ملګرو د ټوکو او ملنډو ښکار ګرځي او ډول، ډول اصلاحات پرې جوړېږي. میندې يې له ناراستۍ او تنبلۍ سر ټکوي، په ښوونځي کې د ښوونکو له خولې د «تنبل» او «د کار غل» نومونه پرې ایښودل کېږي او د خپلې ناراستۍ له لاسه ماشوم پخپله هم په دې فکر شي چې په رښتیا هم د یوه کار هم نه دی. د بې باورۍ او نهیلۍ دغه احساس يې چې لا ډېر شدت ومومي، نو ماشوم لا ډېر ناراسته شي او چې لوی شي، نو عموماً «بېکاره» ځوان ترې جوړ شي. ناراسته ماشومان که له یوه لوري د خپلې کورنۍ په ناموس یو تور نښان وي، نو بل لوري ته د ټولنې د اقتصادي ژوند لپاره هم یو بوج وي.
د ناراستۍ بدني عناصر
بدني عناصر هم ماشومان ناراسته کوي، نو د ناراسته ماشومانو طبي معاینه هم پکار ده. د سترګو، غوږونو او سترو غړو خصوصي معاینه خو ډېره زیاته مهمه ده. د لید د کمزورتیا له کبله یو خو ماشوم د ټولګي په درسي بهیر کې فعاله ونډه نه شي اخیستلی، بل په دې ډول یې له زده کړو سره هم علاقه او توجه ورځ تر بلې کمېږي او ماشوم ناراسته غوندې شي. دغه راز، په غوږونو او ژبه کې هم د عیب له لاسه ماشوم د ښوونځي په اړه بې پروا او ناړامه شي. په دې سربېره، د بدن د بېلا بېلو غدو ناوړه وده او ناقص فعالیت هم په ماشوم کې د تحرک لمبې سړوي او د روغو ماشومانو چالاکي او تېزي پکې نه لیدل کېږي.
ځانغوښتونکی ماشوم
کله نا کله ماشوم د ځانغوښتنې له امله هم ډېر کارونه کوي. ځانغوښتونکی ماشوم په هر کار کې یوازې خپل خیر غواړي او د نورو د احساساتو هېڅ پروا ورسره نه وي. دغه ډول ماشوم د خواخوږۍ له احساس او د ملګرتیا له عاطفې نه له یوې مخې خالي وي او په هره خبره «زه نو څه وکم»، «ماته يې څه» په څېر ځوابونه ور کوي. یو ځل لیکوال ته د دوو وروڼو اروايي شننه ور له غاړې شوه. د دغو دواړو وروڼو خوی او خاصیت یو تر بله ډېر زیات فرق درلوده او دواړه د یوې متوسطې کورنۍ تقریباً همزولي او ځیرک ماشومان وو. دوی به چې له بازار نه سودا راوړه، نو «ش» به «م» ته ویل چې ټوله سودا باید تر کوره پورې ته ورسوې، چې له دې امله به ډېری وختونه د دواړو ترمنځ لانجه راتله. دا چې هر ځل ټوله سودا وړل «م» ته بې انصافي ښکاره شوې، نو په دوهمه یا دریمه ورځ يې سودا «ش» ته ایښي او ورته يې ویلي دي، چې «ش! کله خو ته هم دا سودا وړه.» خو پر «ش» دغه معقوله خبره هېڅ تاثیر نه کوي او ټوله سودا په بازار کې پرېږدي او بې غمه خپله لار لنډوي. د «ش» ښوونیز ژوند هم له ناراستۍ او تنبلۍ سره لاس و ګرېوان وي.
د «ش» دا عادت ډېر پخوانی وي. کله مې چې د دوی کورني حالات معلوم کړل، نو پوه شوم چې مور هم له «ش» نه پزې ته راغلې او پلار خو یې هره ورځ په لښته د دغه ځیرک ماشوم سابو ور په مالګه کوي. دا ټکی چې د پلار دغه چلند ناسم دی، له دې خبرې څرګندېږي چې په ماشوم دغو سزاګانو هېڅ داسې کوم اغېز نه دی کړی.
د سزا په ځای پکار ده چې ماشوم په نرمه ژبه پوه کړو، چې که ماشوم له نورو سره یو ځای اوسېدل زده کړي، نو ټول خلک به په ښه سترګه ورته ګوري او مور او پلار به هم ډېره مینه ورکوي. دغه راز، ټول کارونه خپلو خویندو او وروڼو ته پرېښودل او د کور په وړو، وړو کارونو کې له والدینو سره همکاري نه کول، د ښو ماشومانو خاصیت نه دی، او داسې نور. په ماشومانو کې د نورو د شفقت او توجه د ترلاسه کولو شوق ډېر زیات وي. که دغه خصلت يې په مناسبه توګه وروزل شي، نو ماشوم په ډېره اسانه د خودغرضۍ کارونو پرېښودو ته چمتو کولی شو.