لیکوال: م. پریشوین
ژباړونکی: ګل جان صابر
سږ کال زموږ نیکه اووه اویا کلن شو خو هغه بیا هم آرام نه کېني، د سهار څخه تر ماښام پورې کار کوي او په وزګار وخت کې ان ښکار ته هم ځي.
تېر کال د نیکه ګران سپی ژولکا د طاعون د ناروغی له امله مړ شو. زموږ ګاونډیانو ویل:
– ښه وشوه چې ژولکا مړ شو، وروسته له دې به نیکه له سپي سره ساعت تېري نه کوي، بس یې دي!
موږ هم داسې فکر کاوه چې نیکه د دې حوصله نه لري چې نوی کوکری رانیسي، هغه لوی او په کور او کرونده کې روزنه ورکړي.
نه! زموږ په کور کې بیا هم کوکری لویېږي خو ژولکا نه بلکه ژالکا. په کور کې بیا هم هر څه ګډ وډ دي: کله له میخ څخه دسمال را کش کړي، سر یې لوړ نیولی وي او په دالان کې یې یوې بلې خوا ته زغلوي؛ کله بیا زموږ د ګاوندۍ د شيدو دېګ چپه کړي، پخپله تر چوکۍ لانې پټ شي او له وېرې رېږدي خو ګاونډۍ بیا هم ډونګېږي:
– سپین ږیری اووه اویا کلن شو خو بیا هم آرام نه کېني، دا څه ډول سړی دی!
انسان خو څه د اوسپنې څخه نه دی جوړ شوی! زموږ نیکه هم د وروستي والګي له امله بې تابه شو. اومه اوسپنه خو نه ده! نیکه پرلپسې ټوخېدو، تبه یې وه او په بستره کې څملاست.
آشنا ډاکتره مو را وغوښتله. زموږ د سیمې طلایي وېښتان لرونکې ځوانه ډاکتره یولیا پاولوونا ډېر ژر راغله.
هغې نیکه ته وویل:
– سا وباسه!
نیکه سا وباسې او ټوخېږي.
– بیا هم سا وباسه!
نیکه بیا هم سا وباسي او داسې ټوخېږي چې د سينې خرپهار يې په ټوله کوټه کې اورېدل کېږي.
ډاکترې نیکه ته غوږ ونیو، تندی یې تریو کړ، سر یې وښوراوه او ویې ویل:
– دا دي داسې وخت هم راغی چې ته ناروغه شوې!
نیکه سکاروي(سینه بغل)ناروغي نیولی و.
یولیا پاولوونا وویل:
– پنسلین!
هغې وویل چې د نیکه بدن ته باید د طبي واحدو له مخې د پنځه میلیونه مبارزینو لښکر داخل شي. موږ د دې خبرې په مانا یوازې هغه وخت پوه شوو چې کله یې له درملتون څخه درمل راوړل. په کوتي کې د ښیښې ډېر بوتل او په بوتلو کې زیړ رنګه پوډر وو. هر ښیښیي بوتل دوه سر پوښونه لرل: یو فلزي چې په آساني ليرې کېده او بل ربړي.
د ربړین سر پو ښ له لارې یې د پېچکاري د تېرې ستنې په مرسته بوتل ته بې رنګه مایع ور داخل کړه. په بوتل کې پوډر تر ښورېدو وروسته په مایع کې حل شو. وروسته یې مایع د پېچکاري د ستنې په مرسته د بوتل څخه را وایستله. دا د سل زره طبي مبارزینو هغه تیار شوي لښکر وو چې د انسان بدن ته له داخلېدو سره سم د هغه د ژوندي پاتې کېدو لپاره په مبارزه پیل کوي.
ډاکترې داسې پرېکړه وکړه چې په هرو دریو ساعتونو کې باید د نیکه بدن ته سل زره مبارزین ور ننوزي. د نیکه د ناروغي سره د مبارزې لپاره د هغه بدن ته باید پنځه میلیونه مبارزین داخل شوي وای.
موږ د نیکه په حال خواشیني وو او له ډاکترې څخه مو پوښتنه وکړه:
– پېچکاري ورکول به ډېر درد کوي؟
ډاکتره موږ ته د ځواب ویلو په ځای تلیفون ته ورغله او له کوم چا سره یې اوږدې خبرې وکړې. د روغتیا پالانو- کلاودیا ایوانوونا او ایلینا کانستانتینووا نومونه یې تکرارول او په خپلو خبرو یې ټینګار کاوه. هغې چې کله خبرې پای ته ورسولې نو زموږ سوال ته یې داسې ځواب راکړ:
– ډېر درد به کوي او که به د زغملو وړ وي؟
ډاکترې زیاته کړه:
– موږ یوه روغتیا پاله – کلاودیا ایوانوونا لرو چې لاس یې ډېر سپک دی، ویده ناروغ ته چې پېچکاري ورکړي هغه نه پرې خبرېږي. کلاودیا ایوانوونا اوس بوخته ده او یو شواروز وروسته راځي خو موږ باید د هغې راتلو ته منتظر نه شو. اوس یوه بله روغتیا پاله ـ ایلینا کانستانتینووا راځي، هغه هم ښه جدي او ځیرکه روغتیا پاله ده خو یوازې ناروغان ځنې خوشاله نه وي او وایي چې د پېچکاری د ورکولو په وخت کې ناروغ خوږوي – لاس یې دروند دی.
لومړی پېچکاري پخپله یولیا پاولوونا ورکړه. هغې داسې په آرامي پېچکاري ورکړه چې نیکه د پېچکاري د ورکولو په وخت کې موسکا کوله. ډاکتره چې ولاړه نیکه په لوړ غږ وخندل او ویې ویل:
– اخ، چې څومره ساده ده!
موږ پوښتنه وکړه چې: څه خبره ده؟
نیکه وویل:
– ښځه ده. تاسو ولې په دې نه پوهېږی؟ هغه ډاکتره او پوه ښځه ده خو بیا هم د ښځو په بې مانا افسانو- سپک او دروند لاس باور لري. خبره په دروند او سپک لاس کې نه بلکه په پوهه او مهارت کې ده. ښه پېچکاري نه ورکوي- په دې مانا چې نه پوهېږي، پېچکاري بېله درده ورکوي په دې مانا ده چې په خپل کار کې مهارت لري.
موږ حساب وکړ او ومو ویل:
– نیکه جانه، پروا نه لري، حوصله وکړه. ایلینا کنستانتینووا باید تا ته په یوه شواروز کې اته پېچکاری درکړي، یوه یې درکړې اووه نورې پاتې دي. هغه به ستا بدن ته اته سوه زره مبارزین تذریق کړي، ستا بدن ته باید ټول پنځه ملیونه مبارزین تذریق شي، دا نور پاتې به ټول کلاودیا ایوانوونا تذریق کړي، د هغې لاس خو سپک دی.
نیکه چې کله ولیدل چې موږ هم د ډاکترې په خرافاتي نظر پورې خاندو مهربانه موسکا یې وکړه او ویې ویل:
– سپک لاس!
د لومړی پېچکاري څخه دری ساعته وروسته روغتیاپاله ایلینا کانستانتینووا
راغله او د هغې د راتلو سره سم زموږ هر څه ګډ وډ شول. روغتیا پالې یوه موزه وایستله او د بلې په ایستلو بوخته وه چې ژالکا لومړی موزه په خوله کې واخیستله، لوړه یې ونیوه هرې خوا ته یې ښوروله او په دالان کې یې منډې وهلې.
روغتیاپالې په یوه موزه کې په ژالکا او ولودیا او میشا په روغتیاپاله پسې منډې وهلې. ژالکا موزه په خوله کې نیولې وه او په لویه کوټه کې یې د مېز پر شا و خوا منډې وهلې، کوچنیانو په سختي هغه را ونیو. د دې ټولو منډو په وخت کې روغتیا پالې یو ځل هم موسکا و نکړه، د هغې په زیړ کوچنی مخ کې د غوسې سرې لیکې را پیدا شوې. روغتیا پالې غوښتنه وکړه چې سپی باید له دې ځای څخه لیرې شي. ژالکا مو وتړلو. هغه به تل د تړلو په وخت کې غپل او زموږ ګاونډیان یې نا ارامول. دا وضعیت تر هر چا ډېر کوچنیانو ته خواشینوونکی و. هغوی د ژالکا څخه موزه را واخیستله خو قهرېدلې روغتیا پالې دوی ته په سترګو کې وویل:
– څومره بې تربیي هلکان دي!
روغتیا پالې ټول شواروز په هرو دریو ساعتونو کې یو ځل د نیکه بدن ته سل زره مبارزین تذریقول. نیکه د پېچکاري ورکولو په وخت کې سترګې پټولې او څېره به یې بړوسه کېدله.
د نیکه وضعیت نور هم خراب شو. د هغه روښانه سترګې تیاره شوې او ده به هغه ډېرې لږ خلاصولې، پټې سترګې پروت و.
روغتیا پالې د تلو په وخت کې نیکه ته وویل:
– د خدای په امان، روغ اوسې.
ناروغ سترګې خلاصې کړې، شا وخوا یې وکتل او بې له دې چې څه ووایي بېر ته یې سترګې پټې کړې. روغتیا پاله ولاړه خو د هغې په زیړ مخ کې سرې لکې لا نه وې ورکې شوې.
د لومړی روغتیا پالې له تلو دری ساعته وروسته زموږ کور ته کلاودیا ایوانوونا راغله. هغه کوچنی او ډېره ښکلې وه، داسې چې تا به ویل په سترګو کې خاندي او اننګي یې له سترګو سره په خندا کې مرسته کوي. زموږ ټولو په منځ کې ژالکا ته دا په زړه پورې سترګې ښې ښکاره شوې، هغه ور ټوپ کړ او نږدې و چې کوچنی پرستاره په مخ ښکل کړي.
روغتیا پالې لاسونه ومینځل، سپینه چپنه یې واغوستله او موږ ټول له ژالکا سره یو ځای نیکه ته ورغلو. نیکه چې کله ژالکا ولید موسکی شو، کلاودیا ایوانوونا ته یې داسې وکتل لکه چې پېژندلې یې وي.
کلاودیا ایوانوونا په کاغذ کې ولیکل چې: څومره مبارزین يې پېچکاري کړل، دې لښکر د ناروغ د ژوندي پاتې کېدو لپاره څه ډول مبارزه وکړه، د پېچکاري وخت، د ناروغ فشار او تودوخه. هغې دا ټول مالومات په کاغذ کې ولیکل او ډاکتر ته یې پرېښوول.
نیکه وروسته موږ ته کیسه وکړه چې یوه شپه د پېچکاري تر مخه ده واورېدل چې ژالکا په خپلو پنجو دروازه ګروله، هغه یې خلاصه کړه اوغلی راننوت. په کور کې ټول ویده وو، داسې آرامي وه چې ناروغ هم په غولي د سپي د پنجو ترپهار اورېد. دا ترپهار کټ ته په رانږدې کېدو غلی شو. نیکه پدې وخت کې یو څه ښه او خوشاله شو. هغه وویل:
– پنجه راکړه!
ژالکا یوه پنجه کټ ته ور پورته کړه.
ناروغ بیا وویل:
– بله پنجه هم راکړه!
ژالکا بله پنجه هم په کټ کېښووده او ور پورته شو. هله نو نیکه د نورو ښکاریانو په څېر چې ډېر وخت ورته خوبونه ويني داسې تصور وکړ: په ځنګل کې دا ساده چمنونه او ګلان نه بلکه د ګلانو سمندرګي دي. د ګلانو په دې تودو او روښانه سمندرګیو کې د نیکه سپی ځغلي، هغه د یوه سمندرګي څخه بل ته منډې وهي،دا سمندرګي پای نه لري،ورو ورو ښه او ښه کېږي…
دا خوشاله ښکاري تصور ژر والوت او تېر شو. نیکه پوه شو چې تر اوړي پورې ډېر وخت شته او دی اوس ناروغه دی. ژالکا په خپل ساړه وربوز بړستن پورته کړه او په خپله توده ژبه یې د ده بدن وڅټلو. ده باید اوس سپی کټ ته ور پورته کړی وای خو دا لازمه نه وه نو ځکه یې چیغه وکړه:
– لیرې ورک شه!
نیکه چې را بیدار شو ویې لیدل چې دا سپی نه بلکه کلاودیا ایوانوونا د ده سر ته ولاړه ده او موسکا کوي. نیکه وویل:
– کلاودیا ایوانوونا، بښنه غواړم، ما خوب لید چې سپی زما کټ ته را پورته کېږي. مهرباني وکړی پېچکاري راکړی.
کلاودیا ایوانوونا ځواب ورکړ:
– ما پېچکارري درکړې ده.
داسې بې درده پېچکاري یې ورکړې وه چې نیکه په هېڅ نه و پوه شوی. هغه ته ان په خوب کې د خیالي ښکار په وخت کې کومې څانګې هم آزار ورنکړ، ستن وهل ده ته داسې ښکاره شول لکه چې د ده ګران سپی د ده بدن په خپله توده ژبه څټي.
نیکه ناببره په یو څه ډېر خوشاله شو، د پرستارې لاس یې ټینګ کړ او ویې ویل:
ګرانې روغتیا پالې، ستا لاس طلایي دی!
دا لکه چې هغه پېچکاري وه چې د دښمن پوځ یې تسلیمي ته اړ کړ او ناروغ ته یې روغتیا ور په برخه کړه. نیکه ته په بله ورځ د ټولو انسانانو په څېر له ژوند سره مینه را وګرزېدله. کلاودیا ایوانوونا د ځان په برخه کې نیکه ته بشپړه کیسه وکړه: په پولیکلینیک کې څومره تنخوا اخلي، د شپې د نوکري له امله څومره اجوره ورکوي، خپله تنخوا چېرې او په څه لګوي. مالومه شوه چې د دې خاوند په جګړه کې مړ شوی دی، دا او شپږکلن زوی يې اندریوشا د دې له مور سره یو ځای اوسېږي. کلاودیا ایوانوونا وویل:
– اندریوشا شپږکلن خو ډېر هوښیار هلک دی، کاشکي تا پخپله لیدلی وای!
روغتیا پالې د اندریوشا د ژوند څخه داسې مثال راوړ:
– هره ورځ چې دا له دندې څخه کور ته راشي نو اندریوشا پوښتنه ځنې کوي چې د ده لپاره څه کول په کار دي چې په راتلونکي کې د مور او انا سره مرسته وکړی شي.
نیکه وویل:
– ښکاره ده چې باید ډاکتر شي؟
– په دې هغه پخپله پوهېږي، هره ورځ نوي نوي څه وایي: ډاکترـ و، کارګر- و، انجنیر- و او نور او نور! پوهېږې چې وروستی ځل یې څه وویل؟
نیکه پوښتنه وګړه:
– لکه چې غواړي پیلوټ شي؟
– پیلوټ، نه! دا خو څوځله و. هغه ویل چې غواړم چار واکی شم!
نیکه پوښتنه وکړه:
– لکه چې غواړي امیرالبحر شي؟
روغتیاپالې ځواب ورکړ:
– نه، امیرالبحر نه، چارواکی.
نیکه په خوشالي په دې کوچیني چارواکي وخندل.
کله چې روغتیا پالي خپله دنده پای ته ورسوله نیکه د انځورونو یو کتاب پیدا کړ او په هغه کې یې دا لاندې کرښې ولیکلې:
«ګرانه اندریوشا! پدې هکله ډېر فکر مه کوه چې په راتلونکي کې ته څوک شې. که ډاکتر شې او یا کارګر، انجنیر، پیلوټ او یا چار واکی- په هر ځای کې خپله مور په یاد ولره، د هغې په څېر کار وکړه، په هر ځای کې به خوشاله وې، هر ځای به وايي: اندریوشا د خپلې مور په څېر طلایي لاس لري».