لیکوال: و. سوخوملینسکي
په یوه مرغه(چمن) کې تر ګڼې څېړۍ لاندې ډېر کلونه د یوې چینې څخه اوبه راوتلې. دې چينې خلکو ته اوبه ورکولې. تر څېړۍ لاندې د چينې څنګ ته لارویانو دمه کوله.
یوه ورځ یو هلک د څېړۍ څنګ ته راغی. د هلک خوښېدل چې خپل وخت خوشاله تېر کړي. هغه له ځان سره فکر وکړ: «که زه دا ډبره واخلم او په دې چینه کې یې واچوم نو څه به وشي؟ فکر کوم چې خوټېدل به یې نور هم تېز شي!»
هلک ډبره را پورته کړه او په چینه کې یې واچوله. د چينې خوټېدل رښتیا هم تېز شول. هلک وخندل، ولاړ او خپل دا کړه یې هېر کړل.
ډبره په چينه کې لاندې ولاړه، د اوبو رګ یې بند کړ. وروسته له دې اوبه په چينه کې نه را خوټېدلې او چينه وچه شوه.
د چینې چار چاپېر واښه وچ شول، څېړۍ هم وچه شوه ځکه چې د ځمکې لاندې اوبه کوم بل لوري ته وبهېدلې.
په څېړۍ کې اوس بلبلانو ځالې نه جوړولې، هغوی هم کومې بلې مرغې ته ولاړل. اوس دلته د بلبلانو ښکلې بدلې نه اورېدل کېدلې.
دا مرغه اوس زړه تنګوونکی ځای شو.
ډېر کلونه تېر شول. هلک نیکه شو. نیکه یوه ورځ هغه ځای ته راغی چې یو وخت شنه مرغه وه، ګڼه څېړۍ ولاړه وه او د یخو اوبو چینه را خوټېدله. هغه ولیدل چې اوس دلته نه شنه مرغه شته، نه څېړۍ شته، نه بلبلان شته او نه هم د یخو اوبو چینه. دلته اوس یوازې ریګ و او باد به د دوړو لړې آسمان ته پورته کولې.
نیکه له ځان سره فکر وکړ: « دا هرڅه چېرې او ولې ورک شول؟»