وایې چې زموږ په کلي کې په پخوا وختونو کې یوه بېوزله کورنۍ – خاوند، ښځه او یو کوچنی زوی، اوسېدله. د ښځې خاوند مړ شو او دا د خپل کوچني زوی سره یوازې پاتې شوه.
ښځې خپل زوی داسې لوی کړ چې څرنګه یې کولی شول، هغه څه یې ورکول چې په توان کې یې وو. په مور او زوی هر ډول حالات راتلل، کله به وږي وو، کله به یوه مړی ډوډۍ ور رسېدله او کله به یې بیا هېڅ نه لرل.
یوه ورځ مور خپل زوی ته وویل:
– زوی جانه، ځنګل ته ولاړ شه او لږ لرګي راوړه.
زوی وویل:
– زه به یوازې دا کار وکړی شم؟ لرګې باید لومړی اره، بیا پرې او بیا وتړل شي او وروسته له هغې په آس بار شي. زه یوازې دا کار نه شم کولی.
مور ورته وویل:
– ته ولاړ شه، ستا سره په ځنګل کې مجبوریت مرسته کوي.
هلک وویل:
– ښه ده. آس یې زین کړ او ځنګل ته روان شو. ځنګل ته چې ورسېد د واورې ډکې غونډۍ سر ته وخوت او چیغه یې کړه:
– مجبوریته، زه دلته یم!
هلک ته هېچا ځواب ور نکړ. هغه لږ صبر وکړ او بیا یې چیغه وکړه:
– مجبوریته، راشه زما سره مرسته وکړه!
هلک چې هر څومره چیغې وکړې هېڅوک د ده مرستې ته رانغلل. ساړه زیات شو او د ده پښې سړې شوې. هلک زړه نا زړه په کار پیل وکړ. هغه د مجبوریت په برخه کې له ځان سره وویل:«کېدای شي چې وروسته راشي».
هلک د ونو په اره کولو پیل وکړ. ونې یې اره او چپه کړې، وروسته یې هغه پرې او برغنډ، برغنډ کړې. هغه وروسته برغنډونه په ګاډۍ کې بارکړل. هلک د کار د کولو له امله تود شو او ګرمي يې وشوه، ټوله ورځ یې کار وکړ او ماښام ناوخته کور ته راغی.
هلک مور ته ګیله وکړه:
– ما ته مجبوریت رانغی، هغه نه غوښتل چې زما سره مرسته وکړي. ما ټول کارونه- اره کول، پرې کول او په ګاډۍ کې بارول یوازې وکړل.
مور سوړ اسوېلی وکړ:
– ای زوی جانه، همدغه مجبوریت و خو یوازې تا هغه په څېره و نه پېژندلو. ته که مجبور شوی نه وای نو یوازې به ځنګل ته نه وې تللی.