لیکواله: ولانتینا اوسېوا
ژباړونکی: ګل جان صابر
پلار به هر ماښام کتابچه او پنسل را اخیستل، د تانیا او انا څنګ ته به کېناست او پوښتنه به یې کوله:
– ښه، تاسو نن څه لاسته راوړنې لرلې؟
پلار تانیا ته ویلي و چې لاسته راوړنې ټول هغه ښه او ګټور کارونه دي چې انسان یې د ورځې په اوږدو کې سر ته رسوي. پلار د تانیا لاسته راوړنې په ډېره ځیرتیا په کتابچه کې لیکلې.
پلار یوه ورځ چې د تل په څېر یې پنسل په لاس کې و پوښتنه وکړه:
– ښه، تاسو نن څه لاسته راوړنې لرلې؟
انا وویل:
– تانیا نن لوښي مینځل او یوه پیاله یې ماته کړه.
پلار وویل:
– ام…
تانیا له پلار څخه هیله وکړه:
– پلاره! پیاله ښه نه وه، پخپله ولوېدله! لازمه نه ده چې د هغې په برخه کې زموږ په لاسته راوړنو کې څه ولیکل شي! یوازې دا ولیکه چې: تانیا لوښي پرېمینځل!
پلار وخندل او ویې ویل:
– ښه خبره ده! دې پیالې ته به سزا ورکړو چې په راتلونکي کې بله پیاله د مینځلو په وخت کې احتیاط وکړي!