د ګیدړې کوچنۍ لور چې نوم يي چامو و. په یوه پښه يي هم ګوډه وه سیند په غاړه غاړه ورسره ګړندۍ ګړندۍ ځلغیده، په هغې پسي يي اوږده لکۍ تاوویده، خو د سپینې بطي سپینه او شوخه بچۍ بیا په اوبو کې تیزه روانه وه. چامو په نرمه او خوږه ژبه د سپینې بطې بچۍ ته وویل: زه نوره ستړې او وږې شومه، له اوبو را ووزه چې دواړه د یوې ونې سیورې ته سره خبرې او کیسې وکړو. د هیلۍ بچۍ ورته وویل: زه به دلته په اوبه کې درته غوږ ونیسمه ته راته کیسه کوه. چامو وویل: زما مور ډیره هوښیاره او بیداره ده، پرون ماښام د پورته کلي یوه کور ته ورغلي وه. له یوه کوره يي یوه تکه سپینه چرګه ښکار کړي وه او موږ ته يي راوړه، چرګې ورته زارۍ کولې خو دې ورته وویل: زه له خپلو بچو سره څه وکړم. ټول وږی او نهر دي. که ته را سره دوستي کوي او ماته هره ورځ د نورو چرګانو د اوسیدو ځای را ښيي نو بیا به زه تا پریږدم. چرګې ورته وویل: زه خو دا کار کوم. بیا دواړه بیرته د کلي په لوري ولاړل. سهارچې لا لمر نه و راختلی، مور مې بیرته ستړي او ستومانه راغله، موږ ته يي وویل: په بیړه له دې ځایه ووزئ، په ما پسي اوس تازیان را روان دي، ښايي تاسو ته به هم ضرر ورسوي، هغې وویل: ټول ژر ژر ولاړ شئ او د ځان له پاره ښکار هم په خپله وکړئ موږ ټول په هره خوا سره را وواتو، زه دلته راغلم ته مې ولیدې، چې کله به د اوبو په سر او کله به هم د اوبو لاندې روانه وې. اوس راته ووایه چې د اوبو لاندې به دې څه کول؟
ـ زه خو د سپینې بطې بچۍ یم. بڼکې مې نه لمدیږي او په اوبو کې پیدا شوي یم، اوبو کې مو ځاله ده-څلوروروڼه هم لرم. له چا سره جنګ هم نه کوو. چامو يي په خبرو کې ور ولویده بیا يي ورته وویل: خو زه هم له چا سره جنګ نه کوم، خو مور مې وايي: چې چرګان او چرګې، موږکان او مږي زموږه د ښمنان دي. لیوه، شغال او سپیان هم له موږ سره وران دي. هم اوس او هم په پخوا زمانو کې يي په موږه ډیر ظلمونه کړي.
ـ ښا ښا تاسې هم لکه چې ښه نه یاست خو دښمنان لرئ؟ نه نه موږه ټول او زما مور هر وخت د زمري لالا په دربار کې یوو. چاته ضرر نه رسوو، مور مې زمري لالا ته سلا او مشورې ورکوي، د هغه سلاکاره ده. مور ته مې زمري لالا اجازه ورکړي چې تل به د چرګانو او مږکانو ښکار کوي.
ـ ښا ښا دا زمری لالا څوک دی؟ او لیوان، شغالان او سپیان څوک دي.
ـ غلي شه! خواره شي. اوس به دې غږ واوري، زمری لالا د ځنګل پاچا دی. او دا نور يي ملګري دي. د زمري لالا غیبت مه کوه. که خبر شي تا او مور به دي مړه کړي.
ـ هغه د سیند اوبو ته راتلای شي؟
ـ زه نه یمه خبره، خو ملګري لري. خامخا دې را نیولای شي.
ـ نو ما چې ونیسي بیا به څه را سره وکړي؟…
ـ خوري دي…
ـ ولي مې خوري؟
هغه ته غوښه خوند ورکوي… او ماته هم غوښه خوند راکوي…
د هیلي بچۍ پوه شوه چې اوس خبره ښکاره شوه چې د ګیدړې لورچامو څه غواړې. نو يي ترې وپوښتل: ښه نو اوس په ښکار پسي روانه يي؟
– هو ښکار پسي خو ځمه… خو غواړم یوه شیبه له تا سره خبرې او مجلس وکړم. ته له اوبو را ووزه، چې سره کښینو…
ـ زه خو له اوبو نه شم وتلای، ته را کښته شه لامبو به هم ووهي.
ـ نه نه زه خو په اوبو کې ژوند نه شم کولای، لکه د تا په څیر لامبو هم نه شم وهلای.
د بطې بچۍ ورو له ځانه سره وویل: شکر چې په اوبو کې ژوند نه شي کولای او لامبو هم نه شي وهلای. ورځه ورځه، زه په خپله له ځان سره خوشحاله یم . چامو په دې خبرو په غوسه شوه او اوبو ته يي ورټوپ کړ، د بطې بچې په اوبه کې پټه شوه او چامو هم په اوبو کې ډوبه.