یوه بې زړه سویه انسان په یوه سړه شپه کې د یوې سپین سرې کور ته یو کوچینی کوکری ور واچاوه چې تر اوسه یې لا سترګې هم نه وې خلاصې شوې. کوکري غمجنه انګولا کوله او زړه سواندې سپین سرې نه شوه کولی چې هغه کوڅې ته وغورځوي.
– اخ، زه له تا سره څه وکړم؟ ته څومره کوچینی یې؟ تا کوڅې ته نه شم غورځولي او دا هم نه شم کولی چې ستا مور شم.
په دې وخت کې پشۍ راغله. هغې د مېرمنې په دواړو پښو پورې ځان وموښه، کوکري ته یې په ځیر وکتل او په مینه یې وویل:
– مېرمنې، دا کوکری ما ته راکړه، زه به هغه و نه ځوروم، هغه به زما له پیشونګورو سره لوبې کوي.
ښځه حیرانه شوه خوبیا یې هم د پشۍ وړانديز ومانه او کوکری یې هغې ته ورکړ. پشی د کوکري ډېره ښه پالنه کوله، هغه ته یې ور ښوول چې څرنګه له لوښي څخه خواړه وخوري، خپل وېښته وڅټي، له هغه سره یې لوبې کولې او د شپې لخوا یې کیسي ور ته کولې.
کوکری ژر، ژر لویېدو، او په لږ وخت کې له خپلو وروڼوـ پیشونګورو او مور- پشۍ څخه لوی شو.
یوه ورځ د دوی کور ته یو لوی ساتونکی سپی راغی. مېلمه سپي کوکری بوی کړ، هغه ته یې وکتل او ویې ویل:
– سلام، ملګریه! ته هم سپی خو تر اوسه کوچینی یې. وګوره، هلته په کټاره پشۍ ناسته ده، هغې ته په لوړ غږ وغاپه. پشۍ وېرېږي او تښتي. دا به په زړه پورې وي!
– دا جرئت ونکړې چې زما مور ته وغاپې! مخکې له دې چې زه د وداړم له دې ځای څخه ولاړ شه!
– د خندا وړ ده! آیا کېدای شي چې پشۍ د کوکري مور شي؟! داسې مالومېږي چې ته ډېر کم عقل کوکری یې! ساتونکي سپي کوکري ته دا وویل خو پشۍ ته یې ونه غپل ځکه ووېرېد چې کوکری به رښتیا هم هغه وداړي.
– زه کم عقل نه یم! دا پشۍ رښتیا هم زما رېښتینې مور ده! له دې ځایه ورک شه!
کوکری ببر شو، داړې یې جینګې کړې او په ډېره غوسه وغورېد.
ساتونکی سپی لږ په فکر کې شو او په منډه له انګړ څخه ووت.
پشۍ خپل زوی- کوکري ته راغله، د هغه پوزه یې وڅټله او په مینه، مینه یې غومبر وکړ:
– ګرانه، ته رښتیا وایې! څوک چې کوچینی روزي، خواړه ورکوي او پالي یې همغه یې رېښتینې مور ده. چېرته چې کوچینی موړ، تود او آرام وي هملته د ده کور او کورنۍ ده.