لیکواله: داریا بوګتیرېوا
ژباړونکی: ګل جان صابر
دری وروڼه ډانګ لکي- یو کوچینی او دوه مشران وو. ډانګ لکی به ټوله ورځ په ځنګل کې ګرزېدل، لوبې یې کولې، ټوپونه یې وهل او د شپې به د زړې لمنځې په آرام او تاوده ډډ کې ویده کېدل.
یوه ورځ ډانګ لکي په ځنګل کې ګرزېدل او دوه لوی مټک یې وموندل. کوچیني ډانګ لکي یو مټک واخیست او دوه مشران په دې نه سره جوړېدل چې کوم يو مټک واخلي. یو ډانګ لکي وویل:
– مټک ما ته راکړه، ما هغه لومړی وليد.
دوهم وویل:
– ما مټک تر کور پورې راوړ، هغه دروند و، زه ستړی شوم نو ځکه هغه باید زما شي او زه یې وخورم.
لومړي وویل:
– راځه چې سره ویې وېشو.
دوهم وویل:
– سمه ده!
ډانګ لکیو د مټک په وېشلو پیل وکړ خو ویې نشوه چې مات یې کړي. هغوی مټک له یو او بل څخه اخیست چې مات یې کړي خو په دې وخت کې دریم ډانګ لکی چې دوه مټک ورسره وو، راغی. هغه خپلو وروڼو ته وویل:
– ای، تاسو د دې په ځای چې ځنګل ته ولاړ شی او نور مټک پیدا کړی د یوه مټک په وېشلو بوخت یاست. دا دي ما تاسو ته مټک راوړي دي.
مشران ډانګ لکي سره شول، سرونه یې ښکته واچول او مټک یې یو او بل ته ورکاوه. لومړي ډانګ لکي وویل:
– دا ستا مټک دی، تا هغه پیدا کړ.
دوهم ځواب ورکړ:
– نه، دا مټک ستا دی، تا هغه تر کور پورې راوړ او ستړی شوې. ته دا وخوره، زه ځنګل ته ځم او نور مټک لټوم.
کوچني ډانګ لکي وویل:
– راځی چې ټول یو ځای ځنګل ته ولاړ شو، ښه ډېر مټک به راوړو، خپله به يې وخورو او ملګرو ته به یې هم ورکړو.
مشرانو د کوچیني خبره ومنله او ټول ځنګل ته ولاړل. هغوی ډېر مټک راوړل، خپل ملګري یې را وغوښتل او ښه مېله یې جوړه کړه.