ليكوال : جيمزتارير
له ورځو نه يوه ورځ يو ښاري موږك د يكشنبې په ورځ چې د رخصتي ورځ ده، د كليوال موږك ليدو ته لاړ. لكه څرنګه چې كليوال موږك ورته ويلي و، ځان يې په يوۀ اورګاډي كې پټ كړ خو له دې نه ؤ خبر چې د يكشنبو په ورځو اورګاډى په پدنګټن كې نه درېږي. له همدې كبله ښاري موږك ونه توانېد چې په پدنګټن كې كوز شي او په بس كې هغه ځاى ته لاړ شي چې ټاكل شوې وه كليوال موږك يې هلته هركلي ته راشي . لنډه دا چې ښاري موږك ميدلبرګ ته ورسېد او هلته درې ساعته سرګردان شو تر دې چې بل اورګاډى راورسېد او دى يې بېرته خپل لومړني ځاى ته ورساوۀ. كله چې يې په ډېرو خواريو ځان پدنګټن ته ورساوۀ، پوى شو چې له كليوال موږك سره د وعدې ځاى ته تلونكى بس له تمځي روان شوى دى، ورپسې يې منډې كړې، منډه ،منډه تر دې چې بالاخره يې ځان ورورساوۀ او منځ ته يې ورټوپ كړل كه ګوري چې دا بس هم هغې خوا ته نه ځي چې دۀ غوښتل بلكې حتى بالعكس روان ؤ. يو ځاى ته چې ( ويمبربي) نومېدۀ ورسېد. هلته چې بس ودرېدنو تكه توره شپه وه، سخت باران ورېدۀ او نورنو هيڅ خواته بس نه تو. په داسې حال كې چې لوند خيشت ؤ ځان او هغه چاته يې ته يې ښكنځلې كولې چې د سفر ګټې يې يادې كړې وې . مجبوره شو چې په باران كې خپل ښار ته پلى لاړ شي.
————————
اخلاقي نتيجه : نن سبا زموږ افغانان فكر كوي چې كه اروپا يا امريكا ته لاړل نوهرڅه به يې ښه شي، هسې چټي خيال دى، تيږه په خپل ځاى درنه ده .