د چین د خلکو کیسه
ژباړونکی: ګل جان صابر
په یوه کلي کې یو ټنبل ځوان اوسېده. هغه به ټوله ورځ له یوه ځایه بل ځای ته کېده، هېڅ کار یې نه خوښېده او هېڅ څه خوښي نه ور په برخه کوله.
هغه یوه ورځ له ځان سره فکر وکړ:
– دا خوښي څه شی ده؟ دا یې وویل او پرېکړه یې وکړه چې د خوښی په لټولو پسې ولاړ شي.
ځوان له کور څخه ووت او روان شو، لږ شېبه وروسته د یوه لوړ غره لمنې ته ورسېد چې نوره د تلو لاره نه وه. هغه همدلته یو سپین ږیری بزګر ولید چې ځمکه یې کیندله.
ځوان د بزګر څخه پوښتنه وکړه:
– کاکا جانه، ته نه پوهېږې چې خوښي چېرې ده؟
سپین ږیري بې له دې چې خپل کار بس کړي ځواب ورکړ:
– پوهېږم. خو که زه ستا سره خبرې کوم نو بیا کار نه شم کولی.
ځوان هغه ته داسې وړاندیز وکړ:
– زه به ستا په ځای کار کوم او ته را ته غږېږه، سمه ده؟
– سمه ده!
ځوان بېل واخیست او د ځمکې په کیندلو یې پیل وکړ. لمر يې شا سوځوله، ټول بدن یې خولې و. . . که کار ونکړي نو نه پوهېږي چې څرنګه خوښي تر لاسه کړي!
هغه خپل کار ته دوام ورکړ.
سپین ږیری تر ونه لاندې ناست و او ځوان ته یې کتل. یو دوه ساعته چې تېر شول سپین ږیري غږ وکړ:
– ای ځوانه، راشه لږ دمه وکړه!
ځوان بېل کېښود او د سپین ږیري سره په خوندور او یخ سیوري کې کېناست. سپین ږیري هغه ته د زیړو تمباکیو کڅوړه ورکړه، ځوان تمباکو وڅکول او بې اختیاره یې وویل:
– څومره ښه! دا ده خوښي!
سپین ږیري د ده خبره تائید کړه:
– رښتیا وایې، دا رېښتینې خوشالي ده! که چېرې سخت کار وکړې خوښي په خپله در پسې راځي.