د ګروزین د خلکو کیسه
د ګل جان صابر ژباړه
وایي چې یو وخت کې یو پاچا و. پاچا ډېر بې پروا و، د کار کولو په فکر کې هم نه و، ټوله ورځ به یې مېلې او ساعت تېری کولې.
پاچا یو هوښیار نوکر لرلو چې د هغه له بې پروایي څخه پوزې ته راغلی و.
د نوکر زغم بېخي پای ته ورسېد او یوه ورځ یې پاچا په داسې خبرو ملامت وبللو:
– ټولواکه، د خلکو ژوند ستا په لاس کې دی او ته د واکداري په کارونو کې هېڅ فکر هم نه کوې، خپل کړه د نه ځوروي! تل مېلې او ساعت تېري کوې.
پاچا ډېر په غوسه شو، غوښتل یې چې دا سپین سترګی نوکر ووژني خو بیا یې بل فکر وکړ او ویې ویل:
– که چېرې ته دومره هوښیار وې چې ما ته څه را زده کړې نو زما دریو پوښتنو ته ځواب ووایه. که چېرې تا پوښتنو ته ځواب ووایه نو ستا سپین سترګي به وبښم او که نه نو ستا هوښیار سر به پرې شي. ووایه چې: کېدای شي چې سمندرګی وچ شي، له ختیځ څخه تر لوېدیځ پورې تلل به څومره وخت ونیسي، زه څومره ارزښت لرم.
هوښیار نوکر پاچا ته داسې ځوابونه ور کړل:
– که چېرې ټول هغه سیندونه چې اوبه يې سمندرګي ته تویېږي وچ شي نو سمندرګی به هم وچ شي. له ختیځ څخه لوېدیځ ته نه زه، نه ته او نه هم بل څوک په پښو تللی خو لمر دا واټن په یوه ورځ کې وهي. دا چې ته، پاچا څومره ارزښت لرې په دې مه خوابدی کېږه چې زه څه وایم، تا هېڅوک نه رانیسي او په تا هېڅ هم نه درکوي.
پاچا له غوسې سور وخوټېد خو هېڅ یې نه شوه کولی او دې ته اړ شو چې نوکر وبښي.