ژباړن: نوراغا رحماني
و نه و، بې له خدایه هېڅوک نه و.
یوه ورځ یو زمری د ځنګل په میدان کې ناست و او د اولادونو د لوبو سیل یې کاوه. ناڅاپه د بیزوګانو او شغالانو یوه ډله په تېښته ور ورسېدل. زمري ترې وپوښتل: څه کیسه ده؟ دوی وویل: هېڅ. یو انسان د ځنګل په لوري را روان و، موږ ترې وډار شوو.
زمري له ځان سره فکر وکړ، چې ښایي انسان به یو غټ حیوان وي او په ټولو به یې زور رسېږي. د حیواناتو سره د خواخوږۍ په موخه یې وویل: له انسان خو وېره نه ده په کار.
دوی وویل: هو. سمه ده. وېره نه ده په کار، ځکه وېره ښه هم نه ده؛ مګر تاسې تر اوسه له یوې ډلې انسانانو سره نه یاست مخ شوي. انسانان ډېر وېروونکي دي او زور یې له ټولو ډېر دی.
زمري په زوره وخندل او ویې ویل: بې غمه شئ. انسان څه شی دی، تر څو چې زه دلته شته یم له هېڅ شي مه وېرېږئ.
خو زمری په خپل ژوند نه له ځنګله وتلی و او نه یې انسان لیدلی و. فکر یې وکړ که له بېزوګانو او شغالانو د انسان د څرنګوالي په اړه پوښتنه وکړي، دوی به پرې وخاندي او بې عزته به شي. چوپ شو او له ځان سره یې وویل: سبا ځم او دومره ګرځم، چې انسان پیدا او جسد یې راوړم، تر څو د حیواناتو وېره ختمه شي.
زمری سبا یوازې د دښتې په لور روان شو. روان و، راون و، تر دې چې له لرې یې یو فیل ولید. له ځانه سره یې وویل: دا چې ټول انسان وېروونکی ګڼي، همداسې یو شی به وي. دا غټ حیوان حتماً انسان دی.
مخکې ورغئ او فیل ته یې وویل: انسان ته یې؟
فیل وویل: نه بابا، زه فیل یم. ما خپله له انسانه ښه ورځ نه ده لیدلې. انسان موږ نیسي، په شا مو تخت اېږدي، بیا پرې سپرېږي او په سر سر مو وهي. وروسته مو بیا په ځنیځیرو پښې تړي، غاښونه مو باسي او نورې سل بلاوې راباندې راولي. زه او انسان ډېر لرې یو.
زمري وویل: ډېر ښه. زه پوهېدم چې ته انسان نه یې، خو ما ویل چې یو وخت پر ځان د انسان نوم اېښودلو خیال در پیدا نه شي.
فیل وویل: حق لرئ ښاغلیه! موږ غلطي کوو چې د انسان نوم په ځان اېږدو.
زمري وویل: ډېر ښه، زیاتې خبرې مه کوه، په خپل کار پسې دې ولاړ شه. زمري بیا هم خپل تګ ته دوام ورکړ، تر دې چې یو پیاوړی او غټ اوښ یې ولید، له ځان سره یې وویل ښایي انسان دا وي. غږ یې پرې وکړ: ودرېږه چې ووینم، ته انسان یې؟
اوښ وویل: خدای دې نه کړي، چې زه دې د انسان شم. زه اوښ یم. اغزي خورم، بارونه وړم او خپله د انسانانو له لاسه خوار او بندي یم. دوی مې سل منه باروي، وږی او تږی مې په بې وښو او اوبو دښتو کې ګرځوي، وروسته مې بیا پښې تړي چې ونه تښتم. انسان زموږ شیدې خوري، له وړیو مو چپنې او کالي جوړوي، په روح مو هم هیله نه کوي، حتا غوښې مو هم خوري.
زمري ورته وویل: ډېر ښه، زه پوهېدم. غوښتل مې پوه شم چې یو وخت پر ځان د انسان د نوم اېښودلو هوس ونه کړې، چې شغالان او بېزوګان ووېروې.
اوښ وویل: موږ به بد وکړو. زما هېچا ته ازار نه رسېږي، که یو شغال یا بېزو مې هم تر پړي ونیسي ورسره ځم. زه زیار ایستونکی حیوان یم او…
زمري زیاته کړه: ډېر ښه، ډېرې خبرې مه کوه، په خپل کار پسې دې ځه. زمری بیا روان شو، تر دې چې یو غوایه ته ورسېد. له ځان سره یې وویل، دا ښکرور حیوان حتماً انسان دی. مخکې ورغئ او ترې ویې پوښتل: ته د انسانانو له کورنۍ څخه یې؟
غوایه وویل: نه. انسانان ښکر نه لري. زه غويی یم چې د انسان له لاسه ښه ورځ نه لرم. نه پوهېږم چېرته شکایت ترې وکړم. انسانان موږ نیسي، د شپې مو تړي، د ورځې مو پټیو ته بیايي او موږ مجبوره یې چې ځمکه واړوو، غنم تر خاورو لاندې کړو، څرخ وګرځوو، شیدې ورکړو. اخر مو حلالوي او غوښې مو خوري.
زمري وویل: هو، زه پوهېدم. ما ویل داسې نه چې یو وخت پر ځان د انسان نوم اېښودلو هوس وکړې او کوچیني حیوانات ووېروې. شغالان او بیزوګان سواد نه لري او له انسانه وېرېږي.
غوایه وویل: نه ښاغلیه، زه په دې ښکرو…
زمري یې خبر پرې کړه: ډېره ښه، زیاتې خبرې مه کوه په خپل کار پسې دې ځه!
زمري له ځان سره وویل: نو معلومه شوه چې انسان ښکر نه لري او تر دې ځایه په یو څه پوه شوم. بیا روان شو، یو خر یې ولید چې په دښته کې په هینګاري منډې وهي. زمري له ځان سره وویل، دا حیوان په دې ناپېژانده غږ او منډه خامخا هماغه شی دی، چې زه پسې ګرځم. په خره یې غږ وکړ: ودرېږه، هغه ته یې چې د انسان کېدو اوازه دې تر ټولو رسېدلې؟
خره وویل: نه ولا، زه انسان نه شم کېدلای. زه خپله له انسانه په تکلیف او دا دي ترې تښتېدلی یم. هغوی ډېر وېروونکي دي، کله چې یو حیوان پیدا کړي بیا یې په کراره نه پرېږدي. موږ نیسي باروي مو، مسخرې هم را باندې کوي، غټ غوږي مو بولي او وایي چې خر وي پلي باید ولاړ نه شو. انسانان دومره بې رحمه او ازاري دي چې حتا خپل شاعر یې هم ترې ځورېدلی او ویلي یې دي:
بار وړونکي خره او غوایه
له ازاري انسانانو غوره دي
زمري وویل: ډېر ښه، زه پوهېدم چې ته خر یې. زه ځم چې د انسانانو اصلیت ووینم.
خره وویل: خو ښاغلیه په ځان پام کوه…
زمري یې خبره پرې کړه: ډېر ښه، زیاتې خبرې مه کوه په خپل کار پسې دې ځه. زه پوهېږم چې څه وکړم.
زمري فکر کاوه؛ انسان ډېر حیرانوونکی دی چې ټول ترې په تکلیف دي، یانې له فیل، اوښ، غوایه او خره بل غټ حیوان شته؟ یو څه مخته ولاړ، په ونه پورې تړلي اس ته چې وربشې یې خوړلې ورسېد او ترې ویې پوښتل: ته څوک یې؟ زه په انسان پسې ګرځم.
اس وویل: ایش، کرارې خبرې کوه چې انسان وانه وري. انسان ډېر خطرناک دی، ښایي یوازې ته له انسانانو زموږ بدل واخلې. انسانان موږ نیسي، مهاروي مو او بیا مو جنګ او ښکار ته بیایي، را باندې سورېږي او دومره مو ځغلوي چې له پښو ولوېږو. وګوره په دې ونه یې څرنګه تړلی یم.
زمري وویل: ګناه دې خپله ده. غاښونه لرې مهار دې پرې کړه او ولاړ شه. دښته او ځنګل دومره لوی او پراخه دي.
اس وویل: ښه وايې. څنګه ووایم چې په دښته او ځنګل کې هم زمريان، لېوان او پړانګان شته…
زمري د خبرو ختمولو اجازه ورنه کړه او ورته ویې ویل، زیاتې خبرې دې وکړې. افسوس چې کارونه مې ډېر دي، ګني پوهېدم چې له تا سره څه وکړم، خو نن غواړم چې له انسانه د ټولو حیواناتو بدله واخلم.
زمری لږ مخته ولاړ او یوه کښت ته ورسېد. په کښت کې یې یو انسان ولید چې د یوه ماشوم په مرسته د ونې شاخونه کودې کوي.
زمري له ځان سره وویل: ښکاري خو داسې چې دا هم انسانان نه دي، مګر پوښتنه کول یې ضرر نه لري. پوښتنه د علم او پوهې کلي ده. نږدې ورغئ او له کاریګر انسانه یې وپوښتل: انسان ته یې؟
کاریګر انسان ووېرېد او ویې ویل: هو، زه انسان یم ښاغلی زمریه! زه دې تل له ټولو د روغتیا پوښتنه کوم.
زمري وویل: ډېر ښه، خو زه راغلی یم پوه شم، چې ريښتیا هم ټول حیوانات ته ازاروې او در څخه وېرېږي؟
سړي وویل: حق لرئ ښاغلیه، زه او ازار؟ چا درته ویلي؟ که څوک له ما وېرېږي خپله ډارن دی، ګني زه خو د ټولو حیواناتو نوکر یم. زه هغوی ته خدمت کوم. زما کار په اصل کې خدمت کول دي، خو ټول بې انصافه دي او د انسان په قدر نه پوهېږي. تاسې ولې د نورو خلکو په خبرو باور وکړئ. له تاسې سره داسې نه ښایي. تاسې د ټولو مشر یاست او باید ډېر هوښیار واوسئ.
زمري وویل: ما ولیدل چې فیل، غویی، خر، اوښ او اس ټول له تا څخه په شکایت وو. شغالان او بېزوګان له تا وېرېږي او ټول وايي، چې انسان موږ تباه او برباد کړي یو.
سړي وویل: په خپله ګرانه روح دې باور وکړه، چې دروغ یې درته ویلي. همغه فیل چې یو بې خاصیته او ناوړه حیوان دی باید زما له مینې وشرمېږي. زه دغه وحشي حیوان ښار ته راولم او له خلکو سره یې اشنا کوم، واښه ورکوم او په باغ وحش کې یې پالنه کوم. همغه اوښ موږ ساتو، خوراک ورکوو او ځای ورته جوړوو. د وړیو غټېدل یې دوی ته څه ګټه لري، موږ یې پرې کوو او لوڅو خلکو ته کالي ترې جوړوو. اس ته زین جوړوو او د ناوې په څېر یې ښکلی کوو. موږ له هېچا په زور کار نه اخلو. غویی او خر په دښته کې پرېږدو، خو خپله راځي او په طویله کې درېږي. که کوم څوک خوښ نه وي، ولې خپله بېرته راځي؟ تاسې یوازې د هغوی خبرې اورېدلې او وایي څوک چې یوازې قاضي ته ولاړ شي خوشاله راځي. دوی اوس دلته نشته، خو که غواړې یو اس شته ازاد به یې کړم، که ځنګل ته تګ ته حاضر شو، هر څه چې وايې سم دي.
تاسې فکر وکړئ موږ هېڅ وخت زمری او پړانګ نه باروو، ځکه خپله دې کار ته نه حاضرېږي. موږ زورور نه یو چې څوک مجبوره کړو. تاسې باور کولای شئ چې زه دې په دې کمزوري بدن فیل ازار کړای شم؟ زه خو د هغه د یوې لغتې هم نه یم.
زمري وویل: هو، په ښو خبرو کولو کې هم بې مثاله یې.
سړي وویل: ښې خبرې دلیل نه شي کېدای، موږ ښه کارونه کوو. باور وکړئ هر کار مو چې په وس پوره وي نورو ته یې کوو. حتا نن هم په دې فکر کې وم چې ستاسې حضور ته درشم او د یوه کور د جوړولو وړانديز درته وکړم. اخر تاسې د حیواناتو سلطان یاست او پر موږ ډېر حق لرئ.
زمري وپوښتل: کور څرنګه شی وي؟
سړي وویل: که اجازه راکوئ همدا اوس یې جوړوم، تر څو ووینې چې موږ انسانان څومره ښه زړي یو. تاسې څو دقیقې د ونې سیوري ته دمه وکړئ. سړي په خپل شاګرد غږ وکړ: هغه تختې، چکش او میخونه راوړه.
شاګرد د نجارۍ وسایل راوړل او سړي ډېر ژر یو غټ قفس جوړ کړ او زمري ته یې وویل: مهرباني. دا یو کور دی. ګټه یې دا ده، که وغواړې هېڅوک مزاحمت نه شي درته کولای. د ننه ورځې، دروازه یې بندوې او ارامه ويده کېږې. یا دې اولادونه پکې ساتې. کله چې په دې کور کې وې، باران نه در باندې اوري، ګرمي دې نه کېږي، که کومه تیږه له غره نه را ورغړي تاسې ترې په امن کې کېږئ او که باد راشي کومه ونه ماته کړي هم تاسې ته په کور کې زیان نه شي رسولای. د حیواناتو پاچا ته د کور درلودل بېخي لازمي دي. البته هر ډول کور جوړېږي، غټ او کوچینی. اوس مهرباني وکړئ کور ته ننوزئ چې په اندازه مو جوړ دی، که نه؟
زمري چې هر څو فکر وکړ، ویې لیدل چې انسان یو وېروونکی شی نه دی، بلکې ډېر مهربانه هم دی. بې له وېرې او اندېښنې قفس ته ننوت او نجار سمدلاسه د قفس دروازه پسې وتړله او ویې ویل: ودرېږه چې د انسان هنر در وښیم. سړي په ارامه خپل شاګرد ته امر وکړ: د دېوال په څنګ کې یو څه اور بل کړه، اوبه پرې جوش کړه او په کوزه کې یې را وړه. وروسته قفس ته نږدې شو او زمري ته يې وویل: هو. دا چې وایي انسان پلان او بیستان دی، ښه وايي، ځکه د انسان بدن ډېر نرم او نازک دی، خو مغز یې له ټولو حیواناتو ښه کار کوي. تاسې انسان ډېر کم ګڼلی، چې له ځنګل څخه یې د ختمولو په موخه راځئ. انسان سل ډول شیان اختراع کړي، چې د ځان په ګټه او د نورو په زیان دي. البته زموږ لاسونه او ستا غاښونه ډېر خطرناک دي، چې له امله یې ټول حیوانات را څخه وېرېږي. اوس به زه په یوه کوچینۍ کوزه ستا په سر داسې بلا نازله کړم، چې په ټول عمر به یې نه هېره کړې او نه به د بدلې اخیستلو فکر وکړې. وروسته یې په زوره غږ وکړ: هلکه کوزه راوړه!
سړي له کوزې څخه د زمري په سر او تن د جوش کړو اوبو تویول پيل کړل.
زمري بغارې وهلې او د ځان ژغورلو هڅې یې کولې؛ خو هر څو زور یې چې وکړ قفس مات نه شو. کله یې چې پوستکی ښه وسوزېد او مرګ ته نږدې شو، انسان ورته وویل: زه تا په دې قفس کې ساتلای شم، وژلای دې شم، پوستکی دې هم ایستلای شم. خو دا هېڅ هم نه کوم، تر څو ځنګل ته حال یوسې، چې نور حیوانات له انسان سره د زور وهلو هوس ونه کړي. خپله د قفس دروازه درته خلاصوم، خو که ناوړه اراده ولرې، سلګونه نور وسایل هم لرم چې له کوزې بدتره دي. هغه وخت دې خون بیا پر خپله غاړه.
سړي د قفس دروازه خلاصه کړه. زمری له وېرې وتښتېد او بیا یې شاته هم را ونه کتل. ځنګل ته ولاړ او د بدن سوزېدو څخه یې فریاد کاوه. د ځنګل دوو درېیو زمریانو ولید او ترې ویې پوښتل: څه شوي، ولې داسې شوی یې؟ زمري کیسه ورته وکړه او ویې ویل: دا ټول د انسان له لاسه را باندې راغلي. نورو زمریانو وویل: تا بې ځایه له انسان سره خبرې وکړې او دوکه شوې. باید له هغو بدل واخلو. انسان ته یوازې نیولی یې. له دښمن سره باید یوازې مخ نه شو، که یو ځای وای داسې نه کېدل.
ټول په ګډه د بدل اخیستلو په موخه په انسان پسې روان شول.
درې تازه نفسه مخکې او سوی زمری ور پسې په منډه کښت ته ورسېدل. نجار کورته تللی و، شاګرد یې د کار توکي ټولول چې زمريان ور ورسېدل. هلک په موضوع پوه شو او ویې لیدل چې حالات خطرناک دي. سمدلاسه یوې ونې ته وخوت او د ونې په شاخ کېناست.
زمریان چې کله ونې ته نږدې ورسېدل ویې ویل، اوس به څه کوو؟ سوي زمري ورته وویل: زه چې له انسانه وېرېږم تر ونې لاندې درېږم، تاسې زما پر اوږو یو پر بل وخېژئ او هغه لاندې را کوز کړئ، تر څو په ټولو حساب ورسره وکړو.
درېیو نورو وویل: سمه ده. سوی زمری تر ونې لاندې ودرېد او نور زمریان یو پر بل وختل. ونه وړه وه. د نجار شاګرد ولیدل چې زمریان نږدې ور رسېدونکي دي او دی د تېښتې لار هم نه لري. ناڅاپه یو فکر ور پیدا شو، د استاد خبرې یې په یاد شوې او چیغې یې کړې: هلکه، کوزه راوړه.
سوي زمري منډه کړه او پخپلو اوږو ټول ختلي یې را وغورځول. نورو زمریانو هم پسې منډې کړې او ویې وویل: ولې وتښوې؟ نږدې و چې ویې نیسو.
سوي زمري وویل: په څه شي چې زه پوهېږم، تاسې نه پرې پوهېږئ. زه د انسان په ټولو رازونو پوهېږم او همدا چې ویې ویل (کوزه راوړه) نور کیسه ختمه ده. پر ما دا بدبختي له همدې امله راغلې چې موږ کوزه نه شو جوړولای. انسانان له موږ پوه او هوښیاران دي او څوک چې پوه وي، زور یې ډېر او تل په نورو زورور وي.