د قفقاز د آبازین د خلکو کیسه
د ګل جان صابر ژباړه
د یو سړي پلار د مرګ په شېبو کې و.پلار خپل زوی د ځانکدن په وخت را وغوښت او ورته ویې ویل:
– زوی جانه، زما وصیت ته ښه غوږ ونیسه. کله چې زه مړ شم نو ته به دا دری کارونه نه کوې: شاهزاده ته به پیسې په پور نه ورکوې،په خپله ښځه به باور نه کوې، خپل خوریږ به کور ته د اوسېدو له پاره نه راولې.
پلار مړ شو او له مړينې يې څو میاشتې تېرې شوې. زوی د پلار وصیت هېر کړ، شاهزاده ته یې پیسې په پور ور کړې او خوریږ یې خپل کور ته را وست.
شاهزاده سړي ته خپلې پیسې نه ورکولې. سړی به هره ورځ شاهزاده ته ورتلو خو هغه به په بېلو بېلو پلمو پیسې نه ورکولې. سړي د شاهزاده زوی وتښتاوه.شاهزاده هلک ډېر ولټولو خو پیدا یې نه کړ.
یوه ورځ هغه سړی چې د پلار وصیت ته یې غوږ نه و نیولی په خپله کوټه کې په کټ پروت و. ورونه پرانیستي وو. باد کوټې ته د صحرایي بوټو غونډوسکی را وغورځاوه. سړي ته هغه څه ور په ياد شول چې خلکو باور پرې لرلو: که چېرې کوم څوک ووژنې او یا یې وتښتوې له خلکو څخه ځان نه شې پټولی، که چېرې تا هېڅوک هم و نه ویني بیا به هم د صحرایي بوټو غونډوسکی شاهدي ورکړي. سړي ته دا باور ور په یاد شو او ویې خندل.
مېرمنې یې ور ته وویل:
– ته په ما پورې خاندې، هغې د سړي په رټلو پیل وکړ.
خاوند ورته وویل:
– زه په تا پورې نه خاندم! ما آرام پرېږده.
مېرمنې سړی نه پرېښود، همداسې ور پورې نښتې وه او ورته ویل یې چې د خپلې خندا علت ور ته ووایي. سړي چې د صبر کاسه یې ډکه شوه نو خپلې مېرمنې ته یې وویل:
– سمه ده، در ته وایم یې. د شاهزاده زوی ما تښتولی دی. هغه مې په یو بل ځای کې د زده کړې له پاره پرېیېښی دی.
سبا سهار د سړې مېرمنې خپلې ګاوندی ښځې ته وویل چې د شاهزاده زوی د دې مېړه تښتولی دی، ګاونډی دا خبره شاهزاده ته ور ورسوله.
شاهزاده خلک را ټول کړل او امر یې وکړ هغه سړی چې د ده زوی یې تښتولی دی راولي. سړی يې راوست او ویې تړلو. شاهزاده وویل:
– څوک چې دا سړی ووژني هغه ته زه ډېرې پیسې ورکوم.
ټول خلک چوپ وو، هېچا نه غوښتل چې دا سړی ووژني. په دې وخت کې د سړي هغه خوریږ چې ده خپل کور ته راوستلی و را مخته شو او ویې ویل:
– زه هغه وژنم!
سړي چې د پلار وصیت یې هېر کړی و وویل:
– ای خلکو، شاهزاده رښتیا وایي: د هغه زوی ما تښتولی دی. ما ته پلار وصیت کړی و چې شاهزاده ته پیسې په پور ور نکړم. ما د پلار وصیت هېر کړ او هغه ته مې پیسې په پور ورکړې. شاهزاده زما پور نه را کاوه نو ما هم د هغه زوی وتښتولو. خو ما د هلک سره هېڅ بد نه بلکه ښه کړي دي: هغه مې زده کړې ته پرېیېشی دی. هلک به هلته زده کړې وکړي او پوه سړی به ځنې جوړ شي. پلار ما ته بل وصیت هم کړی و چې خپل خوریږ له ځان سره و نه ساتم خو ما هغه خپل کور ته را وستلو. دا چې زما له خوریږ څخه څه جوړ شول تاسو یې په خپله وینی. پلار ما ته یو بل وصیت هم کړی و او هغه دا چې په خپله مېرمن باور و نکړم. ما دا وصیت هم هېر کړ او دا چې له هغو څخه څه را پېښ شول تاسو یې په خپله وینی.
شاهزاده امر وکړ:
– هغه خلاص کړی.
سړی یې خلاص کړ.
شاهزاده وویل:
– د نن ورځې څخه ته زما ملګری یې. دا یې هم ستا پور. شاهزاده سړي ته دومره پیسې ورکړې چې ده په خپل ټول ژوند کې نه شوې لګولی.
سړی کور ته راغی، ښځه او خوریږ یې دواړه له کور څخه وشړل.