ژباړه: نوراغا رحماني
یوه سپینږیري سړي کمزوری او رنځور زوی درلود. هر څوک به چې ورسره مخ کېدل تکلیف او ازار به یې ور رساوه. د ناتوانۍ له امله یې په هېچا زور نه رسېد. له څه وخت وروسته یې پلار مړ شو، څرنګه چې بل کوم څوک او وسیله یې نه درلودل، دښتې ته د خپلې رمې په بېولو مجبوره شو. څه وخت نه و تېر، چې نورو شپنو له وښو لرونکو ځمکو وایست او ناچاره شو، چې خپله کمه رمه په لرې ځایونو، غرونو او ځګلونو کې وڅروي. یوه ورځ یې په ځنګل کې رمه څروله، ناڅاپه یې یوه ښکلې ښځه ولیده، چې تر ونه لاندې ویده وه. د کلي په ښځو کې یې هېڅکله داسې بشر او داسې ښځه نه وه لیدلې. ګران او ښه کالي یې اغوستي، قیمتي بوټونه یې په پښو او تورې او اوږدې زلفې یې ځلېدلې. په دې وخت کې د ونې سیوری ګرځېدلی و او د نیمې ورځې بې رحمه لمر یې ښکلې څېره او مخ سوزول. هلک د ښځې ښکلا ته حیران و، زړه یې پرې وسوزېد، د ونې یو پاڼې لرونکی شاخ یې مات کړ او په ارامه یې د ښځې سرته د لمر د مخنیوي لپاره ودراوه. څه وخت نه وو تېر چې د فرښتې په څېر ښایسته ښځه له خوبه ویښه شوه او د لمر مخې ته ولاړ شاخ یې ولید. شاوخوا یې وکتل هلک ته یې پام شو او ویې ویل: څرنګه زما د هوسایي او ارامي فکر در پیدا شو؟
هلک وویل: په لیدو دې پوه شوم، چې د دې ځای نه یې، لاره دې ورکه کړې او ستړې شوې یې، نو زړه مې در باندې وسوزېد او ښکلې څېره مې دې په لمر سوزلو پېرزو نه شوه. د فرښتې ښځې دغه ځوان او د ده مهرباني خوښه شوه، ورته ویې ویل: ښکاري چې ښه انسان یې، اوس له ما سره د کړو ښو په بدل کې چې هر څه غواړې ويې غواړه!
هلک وویل: زه کوم شي ته اړتیا نه لرم، خو که بیا هم له ما سره مرسته کول غواړې، پیاوړی مې کړه؛ تر څو خپل پسونه مې چې چېرې زړه وغواړي ویې څروم او هېڅوک مې د ازارولو توان ونه لري.
فرښتې وویل: ډېر ښه، څه دې چې غوښتل هغسې وشول. اوس خپل زور وازمایه!
ځوان یو غټې او درنې ونې ته نږدې ورغئ، ویې نیوه او په یوه زور یې له بېخه وایسته.
وروسته فرښتې ورته وویل: اوس ورشه هغه تېږه چې د کلي په سر غونډۍ پرته ده وښوروه. ځوان ولاړ او پر هغه ډبره یې چې فرښتې ورښودلې وه زور وواهه؛ ډبره له ځایه وښورېده.
فرښتې چیغې کړې: څه کوې؟ پام کوه! که ډېر زور وکړې او تېږه بې ځایه شي، کلی ورانېږي او خلکو ته ازار رسېږي. پام کوه! چې له زور دې پر وخت او د خلکو په ګټه په نېکو کارونو کې کار واخلې. چاته ازار مه رسوه او له هغو چا سره چې په خلکو ظلم کوي وجنګېږه.
فرښته له دې خبرو ورسته ورکه شوه. ځوان له هغه ورځې وروسته یو پیاوړی او زورور پهلوان شو او د فرښتې نصېحت یې هېڅکله هېر نه کړ. تر څو چې ژوندی وو له خپل زور څخه یې د خلکو په کارونو او د کلي د اوسېدونکو د هوسايي لپاره ګټه اخیسته او چاته یې اجازه نه ورکوله چې کمزوري خلک ازار کړي.
ژباړن: نوراغا رحماني