لیکوال: ولادیمیر سوتیف
ژباړونکی: ګل جان صابر
سوی یو جوال له ځان سره اخیستی و او په ځنګل کې په خرمېړیو او ځمکنیو توتو پسې ګرزېد چې د خپلو اولادونو لپاره يې راوړي خو هېڅ، نه خرمېړي او نه ځمکني توت په مخه ور نغلل.
سوی ناڅاپه د شنه چمن په منځ کې د وحشي مڼو ونه ولیدله چې څانګې یې د سرو او خوندورو مڼو ډکې وې. سوی له لږ فکر وروسته په جوال کې د مڼو په اچولو پیل وکړ.
په همدې وخت کې کارغه راغی، په یوه سټه کېناست او وکغېد:
– کغ، کغ! دا څه بد حال دی! هر څوک به دلته راځي، یوه مڼه به هم پاتې نه شي.
سوی وویل:
ته بېځایه کغېږې، دا مڼې د ټول ځنګل لپاره بس دي. زما اولادونه په کور کې وږي ناست دي.
سوی خپل جوال له مڼو ډک کړ. جوال دروند و او سوی نه شو پورته کولی. سوی په ډېره خواري جوال د ځنګل په پلې لاره کشولو…
د سوی سر ناڅاپه په یو نرم څه ولګېد. هغه چې سر را پورته کړ هک پک شو-
مخ ته یې یږ ولاړ دی.
یږ له سوی څخه پوښتنه وکړه:
– ستا په جوال کې څه شی دي؟
سوی را په خود شو او ویې ویل:
– دا…مڼې دي…واخله، یږ کاکا!
یږ یوه مڼه وخوړه او ویې ویل:
– خوندورې او تازه مڼې دي!
یږ له ځان سره ښې ډېرې مڼې واخیستلې او پخپله لار روان شو.
سوی هم د خپل کور لوري ته روان شو.
سوی په ځنګل کې روان دی، له هر لوري ډانګ لکي منډي ور ته را وهي او ټول په یوه آواز چرسېږي:
سوی کاکا! موږ ته خو مڼې راکړه!
سوی هېڅ نه شوه کولی او دې ته اړ شو چې خپل جوال بیا خلاص کړي او ډانګ لکیو ته مڼې ورکړي.
سوی کور ته په لاره کې خپل پخوانی ملګری چیژګی ولید او له هغه څخه یې پوښتنه وکړه:
– اغزن سره، چېرې روان یې؟
– په خرمېړیو پسې راوتلی وم خو هېچېرې مې پیدا نکړل، دا دي اوس له تشې ټوکرۍ سره کور ته روان یم.
سوی وویل:
– ته دا مڼې درسره واخله، مه شرمېږه، زما سره مڼې ډېرې دي.
سوی دا وویل او چیژګي ته یې په ټوکرۍ کې ښې ډېرې مڼې ور واچولې.
سوی چې کله څړ ځای ته را ورسېد ويې لیدل چې هلته وزه له خپلو وزګوړیو سره څري. هغوی هم له سویې څخه مڼې واخیستلې.
سوی تلو، تلو او لږ شېبه وروسته ستړی شو. هغه د خاورو په یوه ټوپۍ کیناست چې نا ببره…
– مننه ملګریه! ړندې مږې دا وویل او له مڼې سره تر ځمکه لاندې ورکه شوه.
د سوی په کور کې سویه د اولادونو پلار ته سترګې په لاره ده. د دې لپاره چې وخت تېر شي مور خپلو وږو اولادونو ته کیسې وایي.
په همدې وخت کې کوم چا دروازه وټکوله…
دروازه خلاصه شوه او ډانګ لکیو یوه لویه ټوکرۍ مټک راوړل.
ډانګ لکي وچرسېدل:
– مور ویل چې دا مټک تاسو ته راوړو.
سویه له ځان سره وچونګېده:
-عجب…
چیژګۍ له یوې ټوکرۍ خرمېړیو سره راغی او له سویې څخه یې پوښتنه وکړه:
– خاوند دې په کور کې دی؟
– نه، هغه په کور کې نه شته، سهار وتلی او تر اوسه پورې نه دی راغلی.
چیژګي مخه ښه وکړه او د خرمېړیو ټوکرۍ یې سویې ته پرېښووله.
ګاونډی وزې کاهو او یوه کټو شیدې راوړل.
وزې سویې ته وویل:
– دا ستا د بچیانو لپاره دي.
معجزه پسې اوږدېږي…
غولی وټکېد، ولوېد او د ړندې مږې سر را ښکاره شو. هغې پوښتنه وکړه:
– دا د سوی کور دی؟
سویې ځواب ورکړ:
– هو، موږ دلته اوسېږو.
ړنده مږه خوشاله شوه او ویې ویل:
– مالومېږي چې ما لغم سم وهلی دی. په همدې وخت کې د ځمکې د لاندې څخه هر ډول سابه: ګازرې، پټاټې، چغندر، دڼیا را وار تول شول. ړنده مږه وچرسېده:
ـ سوی ته مې سلام وایه. هغې دا وویل او تر ځمکه لاندې ورکه شوه.
کارغه همغسې کغېده:
ـ کر، کر! ټولو ته د مڼې ورکړې او ما ته د یوه هم را نکړه!
سوی خواشینی شو، جوال یې و څانډه، وروستی مڼه يې ترې را و ایستله او کارغه ته یې وویل:
ـ دا ده…ډېره ښه مڼه ده! دارو د شه!
– زما ستا مڼه په کارنه ده، مڼې مې بدې اېشي. کر، کر! څه به کېږي! ګرانو وږو بچیانو ته به تش جوال وروړې!
– زه، زه…اوس بېرته ځنګل ته خم او بیا ډک جوال راوړم.
– ته چېرې خې، کم عقله! ته وګوره چې څرنګه ورېځ را روانه ده!
سوی بیا د ځنګل لوري ته منډه کړه.
کله چې خپلې ګرانې مڼې ته راورسېد ویې لیدل چې هلته لېوه دی.
لېوه چې سوی ولید په شونډو یې ژبه تېره کړه او ویې ویل:
– ته دلته څه کوې؟
– ما…غوښتل مې چې مڼې ټولې کړم…د اولادونو لپاره…
– نو ستا مڼې خوښېږي؟
– خوښ…خوښېږي مې…
– زما سویې ډېرې خوښېږي! لېوه وغرومبېد او په سوی یې ور ټوپ کړ.
دلته سوی ته تش جوال په ښه ورغی! جوال یې د لېوه سر ته ور واغوست او پخپله یې په منډو پیل وکړ.
سوی د شپې ناوخته خپل کور ته را ورسېد.
په کور کې په نس ماړه اولادونه پخوا لا ویده شوي وو یوازې سویه نه وه ویده شوې. هغه په کونج کې ناسته وه او پټ، پټ یې ژړل.
ناڅاپه ور وغنګېد.
د سوی بچیان را پورته شول او چيغې یې کړې:
– واه، واه، پلار راغی!
سویې دروازې ته ور منده کړه، په دروازه کې سوی لوند او خیشت ولاړ و. هغه تر شونډو لاندې وویل:
– ما تاسو ته هېڅ…هېڅ را نوړل.
سویې چیغه وکړه:
– زما بې وزله خاونده.
په دې وخت کې ناڅاپه زور اورو ټکولو ټول کور ولړزاوه.
سوی چیغه وکړه:
– دا همغه دی! لېوه! دروازه بنده کړی او ټول پټ شی.
ښیښې وکړنګېدې، کړکۍ خلاصه شوه او د یږې لوی سر را ښکاره شو.
یږه وغړومبېده:
– دا زما ډالۍ در واخلی. ګبین دي، بېخي تازه.
سهار د سوی کورنۍ مېز ته کېناستل. څه وو چې په مېز نه وو! خرمېړي او مټک، چغندر او کاهو، ګبین او ټېپر، ګازرې او پټاټې.
شریر کارغه حیران و:
– هېڅ فکر نه شم کولی، څرنګه کېدای شي چې له تش جوال څخه دومره خواړه را ووزي؟