لیکوال: ولادیمیر سوتیف
ژباړونکی: ګل جان صابر
یوه ورځ مېږی سخت باران ونیو او نه پوهېدو چې چېرې پټ شي.
مېږي هلته نږدې خرمېړی ولید، هغه ته ورغی او تر خولۍ لاندې یې پټ شو.
مېږی تر خرمېړي لاندې د باران د درېدو په تمه کېناست.
باران همغسې پسې تېزېدو او تېزېدو…
خرمېړي ته شاپرک راغی او مېږي ته یې وویل:
– مېږیه، مېږیه، ما ته هم تر خرمېړي لاندې لږ ځای راکړه! زه ټول لوند شوی یم، نشم الوتلی!
مېږي وویل:
– زه تا ته چېرې ځای درکړم؟ زه دلته یوازې په سختي ځای شوی یم.
پروا نه لري! چې زړه تنګ نه وي خای نه تنګېږي.
مېږي شاپرک ته تر خرمېړي لاندې ځای ورکړ.
باران همغسې پسې ډېرېږي…
خرمېړي ته نږدې موږک په منډو راغی او ویې ویل:
– ما ته هم تر خرمېړي لاندې ځای راکړی! زما څخه د سیند په څېر اوبه بهېږي.
– موږ تا ته چېرې ځای درکړو؟ دلته هېڅ ځای نه شته.
– تاسو لږ سره نږدې شی!
مېږی او شاپرک لږ سره نږدې شول او موږک ته یې هم تر خرمېړي لاندې ځای ورکړ.
باران همغسې اورېږي او نه درېږي.
د خرمېړې څنګ ته مرغۍ تېرېږي او ژاړي.
– بڼکې مې لندې شوې او وزرونه مې ستړي شول! ما ته هم تر خرمېړي لاندې ځای راکړی، لږ به وچه شم او د باران تر درېدو پورې به لږ دمه وکړم!
– دلته ځای نشته.
– مهرباني وکړی لږ سره نږدې شی!
– ښه ده.
مېږی، شاپرک او موږک لږ سره نږدې شول او مرغۍ ته ځای پیدا شو.
په دې وخت کې سویه په چمن کې راښکاره شوه، خرمېړی یې ولید او غږ یې وکړ:
– ما پټه کړی، ما وژغوری! زه ګیدړې پسې را اخیستې یم!
مېږي وویل:
– بېوزله سویه، راځی چې لږ نور هم سره نږدې شو.
چې څرنګه یې سویه پټه کړه ګیدړه را ښکاره شوه او پوښتنه یې وکړه:
– تاسو سویه و نه لیدله؟
– نه، موږ نه ده لیدلې.
ګیدړه لږ نېږدې ورغله، بوی یې وڅکاوه او ویې ویل:
– دلته خو به نه وي پټه شوې؟
– هغه به دلته چېرې پټه شوې وي!
ګیدړې لکۍ وښوروله او ولاړه.
په دې وخت کې باران ودرېد او لمر را ښکاره شو. ټول د خرمېړي له لاندې څخه راووتل او خوشاله وو.
مېږي لږ فکر وکړ او ویې ویل:
– دا ولې داسې وشول؟ په لومړي سر کې یوازې زه تر خرمېړي لاندې نه ځایېدم او اوس ټول پنځه واړه دلته ځای شوي وو!
یو چا په لوړ غږ وخندل:
کوا، کوا!
ټولو پورته وکتل، د خرمېړي د خولۍ د پاسه څنګښه ناسته وه او خندل یې:
– ای، کم عقلو! خرمېړي خو…
هغې خپله خبره پای ته ونه رسوله او ټوپ یې کړ.
ټولو خرمېړي ته وکتل او پوه شول چې ولې په لومړي سر کې یو تر خرمېړي لاندې نه ځایېدو خو وروسته د ټولو لپاره ځای پیدا شو.
تاسو پوه شوی چې ولې؟