کلونه مخکې یوه ماشوم د مڼې ونې شاوخوا لوبې کولې. هره ورځ په ونه کې خاته، مڼې یې ترې خوړلې او تر سیوري لاندې به یې لنډه دمه کوله. پر ده ونه ګرانه وه او پر ونه دی. وخت ورو، ورو تېر شو، ماشوم غټ هلک شو او نور هره ورځ ونې ته د لوبو لپاره نه راته.
یوه ورځ له ډېر وخت وروسته بیا ونې ته راغئ، خو دا وار د تل په څېر خوشاله نه و.
ونې ورته وویل: راځه لوبې وکړو.
هلک ځواب ورکړ: زه نور ماشوم نه یم او له ونو سره لوبې نه کوم. زه د لوبو د توکو له اخیستلو سره مینه لرم، خو پيسې نه لرم.
ونې ورته وویل: له بده مرغه زه خو پیسې نه لرم، خو ته زما ټولې مڼې خرڅولای او ځان ته د لوبو توکي پرې اخیستلای شې.
هلک ډېر خوشاله شو، ټولې مڼې یې وشکولې او په مینه او خوښۍ ولاړ. هلک د مڼو له وړلو وروسته بیا ډېر وخت ونې ته رانه غئ.
ډېر وخت ورسته چې راغئ، هلک نه و بلکې یو ځوان ترې جوړ و. ونه ډېره خوشاله او بې صبره شوه او ورته ویې ویل: راځه چې لوبې وکړو.
ځوان وویل: زه د لوبو لپاره وخت نه لرم. باید کار وکړم او کورنۍ ته مې یو کور واخلم. ته مرسته راسره کولای شې؟
ونې وویل: افسوس چې زه کور نه لرم، خو ته مې شاخونه پرې کولای او کور پرې جوړولای شې. ځوان همداسې وکړل او په خوښۍ له ونې ولاړ. ونه د پخواني ملګري په لیدو خوشاله شوه، خو هغه بیا ډېر وخت بې درکه وو. ونه بیا یوازې او ناارامه شوه.
د اوړي په یوه ګرمه ورځ کې سړی بیا راغئ او ونه د تېر په څېر بیا ډېره خوشاله شوه.
ونې بیا ورته وویل: راځه چې لوبې وکړو!
سړي وویل: زه نور سپینږیری یم او زړه مې غواړي چې په کیښتۍ کې په دریابي سفر ولاړ شم. ته ماته کیښتۍ راکولای شې؟
ونې ځواب ورکړ: زما تنه پرې کړه او ځان ته کیښتۍ ترې جوړه کړه. ته په کېښتۍ کې لرې سفر کولای او خوند ترې اخیستلای شې.
سړي هم د ونې تنه پرې کړه، کیښتۍ یې ترې جوړه کړه او په دریابي سفر ولاړ. ډېر وخت بیا ونې ته رانه غئ.
له ډېرو کلونو ورسته سړی یو وار بیا د ونې ځای ته را وګرځېد. ونې ورته وویل: افسوس زویه! چې تا ته د درکولو نور څه نه لرم. حتا مڼې هم نه لرم چې ستا میلمه پالنه پرې وکړم.
سړي ځواب ورکړ: مهمه نه ده، ځکه زه یې هم د خوړلو لپاره غاښونه نه لرم.
ــ تنه هم نه لرم چې پرې وخېژې.
ــ زه دومره سپینږیری یم چې په هېڅ ځای نه شم ختلای.
ونې اوښکې تویې کړې او ویې ویل: زه په ريښتیا هم له تا سره مرسته نه شم کولای. یوازینی شی زما وچې ريښې دي، چې را پاتې دي.
سړي ځواب ورکړ: زه اوس ډېرو شیانو ته اړتیا نه لرم، یوازې داسې ځای غواړم چې ارام پکې وکړم. زه ستړی او سپینږیری یم.
ــ ښه! د زړې ونې ریښې د تکیه کولو او استراحت لپاره غوره ځای دی. راځه کینه او ارام وکړه.
سړی د ونې د ریښو تر څنګ کېناست او ونې هم له خوشالۍ اوښکې تویې کړې.