لیکوال: سوتییف و.ګ.
ژباړونکی: ګل جان صابر
یو وخت په ځنګل کې د شپې لخوا سخته تالنده او برېښنا شوه. تېز باد او باران پیل شول. کوچني حیوانات هر یو هرچېرې پټ شول او ګوزه هم د بدې هوا له وېرې تر زړې نمنځې لاندې پټه شوه.
سیلۍ ونه چپه کړه، د هغې درندې تنې د ګوزې ښکر تر ځان لاندې کړل او پېوزله ګوزه تر ونه لاندې بنده پاتې شوه.
سهار څړ ځای ته چیژګی راغی او ویې لیدل چې ګوزه له ستونزې سره مخامخ شوېده. چیژګي لاسونه ومروړل او ویې ویل:
– اخ بې وزلې! زه اوس مرسته درسره کوم.
چيژګي کوښښ وکړ چې ونه پورته کړي خو چېرې یې کولی شول! ونه بېخي و نښورېده.
هلته نږدې د یوې ونې په لوړه څنګه کلغچکه(کشکره) ناسه وه او کغېدله:
– څوک کولی شي چې ژوندي پاتې شي او څوک دلته مري…
چیژګی په غوسه شو:
– له دې ځایه ورکه شه، مردارې!
کلغچکه وکغېده:
– زه به تا و نه بښم، نه دې بښم! هغې دا وویل او والوتله.
کلغچکه د ځنګل ګڼ ځای ته والوتله اوهلته یې وليدل چې خړ لېوه پروت دی او غاښونه چيچي. کلغچکه وچغېده:
– دلته وږی پروت یې او نه پوهېږې چې هلته څه غوړ ښکار ستا په برخه دی.
لېوه پورته شو او وغورېد:
– چېرې دی ښکار؟
– ګوزه تر ونه لاندې شوې ده. زه تا ته لاره درښیم.
په دې وخت کې سوی څړ ځای ته راغی او له چیژګي سره یې مرسته وکړه.
هغوی اوږد لرګی را واخیست، تر لوېدلې ونې یې لاندې، په ګرګه یې تکیه کړ او په خپل ټول توان یې په هغه زور وکړ.
– یو، دوه – یو ځای!
ونه بېخي و نښورېده.
هلته لېوه په بیړه د دوی لوري ته را روان دی.
د لېوه تر مخ کلغچکه الوزي او هغه ده ته لار ور ښیي.
دوی ته يو غوږی لېوه په مخه ورغی.
– سلام، خړه. چېرې روان یې؟
– هېچېرې نه ځم. زما په برخه يو ښه ښکار دی.
یو غوږی لېوه وغورېد:
– زه به هم ستا سره ولاړ شم.
چیژګی او سوی ستړي شول. هغوی چې د دمې جوړولو لپاره کېناستل په همدې وخت کې سویه راغله او د سوی په رټلو یې پیل وکړ:
– ته چېرې ورک یې، بې انصافه؟ په کور کې د غرمې ډوډۍ تیاره ده ، بچیان تا ته انتظار دي…
سوی ګوزې ته خپله پنجه ونیوه او ویې ویل:
– ته یې ویني چې څه بده پېښه شوې.
سویې وژړل:
– اخ، اوس له دې کم بخته سره څه ډول مرسته وکړو؟
اوس ژاړه مه، باید ګوزه را خلاصه کړو. سویې هم له چیژګي او سوی سره مرسته وکړه.
په همدې وخت کې په ځنګل کې دوه لېوان منډې وهي، تر مخ یې کلغچکه الوزي او دوی ته لار ور ښیي.
د دوی مخې ته لنډی لېوه راغی او ویې ویل:
– وروڼو، چېرې داسې په بيړه روان یی؟
– مه مو ځنډوه، ښه ښکار مو په برخه دی…
لنډی لېوه وغورېد:
– زه هم له تاسو سره ځم.
هغوی ټولو یو خای منډه کړه.
هلته د ګوزې څنګ ته کوچڼي حیوانات لګیا دي.
چیژګی، سوی او سویه چیغي وهي:
– یو، دوه – يو خای!
هغوی هېڅ نه شي کولی چې ونه وښوروي.
د ونو څخه ډانګ لکي و چرسېدل:
– موږ همدا اوس له تاسو سره مرسته کوو!
هغوی نه پوهېږي چې په ځنګل کې دري لېوان د دوی لوري ته منډې راوهي او کلغچکه لار ور ښیي.
خړ څیرونکي ستړي شول او له پښو ولوېدل.
کلغچکه هغوی هڅوي او ور ته وایي:
– خیر دی، اوس بېخي نږدې شوي یو.
نږدې خو نږدې یو خو کله به ور ورسېږي؟ ځناور هم ټنبل نه دي.
– یو، دوه – یو ځای! چیژګی، سوی، سویه او ډانګ لکي ټولو يو ځای په اړم زور وواهه، د ونې تنه لږ پورته شوه…
هلته نږدې موږک منده وکړه:
– تاسو هلته څه کوی؟
– ای، موږکه، ژر دلته راشه او له موږ سره مرسته وکړه!
ـ همدا اوس درځم، خو لومړی څنګښې ته غږ کوم.
څنګښه هم په ټوپو راغله او له موږک سره یو ځای د دوی مرستې ته را ورسېده. بیا هم ټولو په اړم زور وواهه، اړم کوږ شو او نږدې و چې مات شي.
– یو، دوه…
د ونې تنه لږ نوره هم پورته شوه.
په همدې وخت کې مېږی د دوی څنګ ته تېرېدو.
چیژګي چې کله مېږی ولید غږ یې پرې وکړ:
– ای، مېږیه، ژر راشه او زموږ سره مرسته وکړه!
مېږی د ونې لوړې څانګې ته وخوت او له همغه ځای څخه یې د اړم په وروستی برخه را ټوپ کړ…
– یو ځای!!!
د ونې تنه نوره هم پورته او بېوزله ګوزه ترې را خلاصه شوه.
حیواناتو چيغه وکړه:
– واه، واه!
ګوزې ټولو ته درناوی وکړ او ویې ویل:
– ملګرو، ستاسو څخه مننه. زه مو راخلاصه کړم. او ستا څخه چيژګیه، ځانګړې مننه.
چیژګي وویل:
– دا مېږی و چې مرسته یې وکړه. که هغه نه وای…
مېږی وشرمېد او ویې ویل:
– تاسو څه وایاست؟ زه بېخي وړوکی یم!
– وړوکی یې خو لوی کار د وکړ!
کله چې لېوان څړ ځای ته راغلل هلته هېڅ هم نه وو.
لېوان وغورېدل او ویې ویل:
– چېرې دی، چېرې دی ښکار؟
کلغچکه و کغېده:
– زه نه پوهېږم، چا ګوزه له دې ځای څخه ځلاصه کړه؟ هېڅ اټکل نه شم کولی…
په دې وخت کې د لوېدلې نمنځې له لاندې څخه کوچنی مېږی را ووت او په ویاړ یې وویل:
– دا زه وم. ما ګوزه خلاصه کړه!