لیکوال: سوتییف و.ګ.
د مني آخرې شپې او ورځې وې. د ونو پاڼې پخوا رېژېدلې وې او یوازې د یوې وحشي مڼې په لوړه څانګه کې یو مڼه لا تر اوسه پورې راځړېدله. د مني په دې موسم کې سوی په ځنګل کې منډې وهلې او دا مڼه یې ولیدله.
څرنګه دا مڼه لاسته راوړي؟ مڼه ډېره لوړه راځړېږي- ور ټوپ کولی هم نه شي.
– کاغ- کاغ!
سوی ولیدل چې کارغه د صبر ونې په لوړه څانګه ناست دی او خاندي. سوی په هغه غږ وکړ:
– ای، کارغه! ما ته خو دا مڼه را وشکوه.
کارغه د صبر له ونې څخه د مڼې ونې ته را والوت او مڼه یې را وشکوله. کارغه ونشوه کړی چې مڼه په مښوکه کې ونیسي، مڼه لاندې را ولوېدله.
– کارغه، له تا څخه مننه! سویې دا وویل او ویې غوښتل چې مڼه را پورته کړي خو هغه لکه ژوندی چې وي ناڅاپه وچرسېده…او په منډو شوه.
دا څه دي؟
سوی ووېرېد خو وروسته پوه شو چې مڼه په چیزګي چې د مڼې تر ونه لاندې غونج پروت و را لوېدلې ده. چیژګی له خوبه را ویښ شو او په منډو یې پیل وکړ، مڼه یې په اغزو کې بنده پاتې وه.
سوی په هغه پسې چیغې وکړې:
– ودرېږه، ودرېږه! زما مڼه چېرې وړې؟
چیژګی ودرېد او ویې ویل:
– دا مڼه زما ده. هغه له ونې څخه را ولوېدله او ما ونیوله.
سوی په چیژګي ور ټوپ کړ او ویې ویل:
– همدا اوس زما مڼه راکړه! هغه ما پیدا کړې!
دوی دواړو ته کارغه را والوت او ویې ویل:
– تاسو دواړه بېځایه شخړه کوی، دا مڼه زما ده، ما هغه را وشکوله.
دوی دری واړو یو له بله موافقه نه کوله هر یوه چیغې وهلې چې:
– مڼه زما ده!
د دوی دری واړو چیغې او شور ماشور په ټول ځنګل کې خپور شو. هغوی ان په جګړه پیل وکړ: کارغه د چیژګي پوزه په مښوکه ووهله، چیژګي سوی ته په خپلو اغزو نېش ورکړ او سوی کارغه په پنجو وواهه…
په دې وخت کې یږ چې په غوسه غړومبېدو راغی او ویې ویل:
– څه خبره ده؟ څه شور ماشور مو جوړ کړی؟
ټولو یږ ته مخ ور واړاوه او ویې ویل:
– ته، میخایل ایوانووېچ په ځنګل کې تر ټولو لوی او هوښیار یې. زموږ په منځ کې په انصاف پرېکړه وکړه. ته چې هر چا ته دا مڼه ورکوې د همغه به وي.
هغوی یږ ته ټوله کیسه لکه څرنګه چې وه همغسې وکړه.
یږ فکر وکړ، فکر یې وکړ، د غوږو څټ یې وګراوه او پوښتنه یې وکړه:
– مڼه چا پیدا کړه؟
سوی وویل:
– ما!
– مڼه چا راوشکوله؟
کارغه وکغېد:
– کاغ، کاغ، ما!
– ښه ده. مڼه چا را ونیوله؟
چیژګی وچرسېد:
– ما را ونیوله.
یږ داسې پرېکړه وکړه:
– تاسو ټول رښتیا وایاست نو ځکه ستاسو هر یو باید مڼه واخلي…
چیژګي، سوی او کارغه وویل:
– مڼه خو یوه ده او موږ دری یو.
– مڼه په مساوي برخو ووېشی، هر یو به خپله برخه واخلي.
ټولو په یوه غږ چيغي کړې:
– موږ ولې پخوا دا اټکل نه کاوه!
چیژګي مڼه واخیسته او په څلورو برخو یې ووېشله. یوه برخه یې سوی ته ورکړه او ویې ویل:
– سویه، دا یې ستا، تا لومړی مڼه ولیدله.
دوهمه برخه یې کارغه ته ورکړه او ویې ویل:
– کارغه، دا یې ستا، تا مڼه را وشکوله.
چیژګي دریمه برخه ځانته واخیستله او ویې ویل:
– دا یې زما، ځکه چې مڼه ما را ونیوله.
چیژګي څلورمه برخه مڼه یږ ته په پنجه کې ور کړه او ویې ویل:
– میخایل ایوانووېچ، دا یې ستا…
یږ حیران شو او ویې ویل:
– ما ته د څه لپاره؟
– تا ته د دې لپاره چې زموږ په منځ کې د سوله وکړه او ښه لار د را وښووله.
هر چا خپله برخه مڼه وخوړه، ټول خوشاله وو ځکه چې یږ په انصاف پرېکړه وکړه او هېڅوک یې خوابدي نکړل.