لیکواله: اوسېوا و.ا.
ژباړونکی: ګل جان صابر
کاتیا دوه زرغون رنګه پنسلونه لرل خو لینا یو هم نه لرلو. لینا له کاتیا څخه وغوښتل:
– ما ته یو زرغون رنګه پنسل راکړه.
کاتیا وویل:
– د مور څخه به پوښتنه وکړم.
په بله ورځ دواړې نجونې ښوونځي ته راغلې. لینا پوښتنه وکړه:
– مور اجازه درکړه؟
کاتیا اسوېلی وکړ او ویې ویل:
– مور اجازه راکړه خو له ورور څخه مې پوښتنه و نکړه.
کاتیا وویل:
– پروا نه لري، له ورور څخه هم پوښتنه وکړه.
کاتیا بله ورځ ښوونځي ته راغله. لینا له هغې څخه پوښتنه وکړه:
– څرنګه، ورور اجازه درکړه؟
ورور اجازه راکړه خو زه وېرېږم چې ته به رنګه پنسل مات کړې.
لینا وویل:
– زه به احتیاط ورسره کوم.
کاتیا وویل:
– ګوره، سر کوه یې مه، ډېر زور مه پرې کوه، خولې ته یې مه وړه. هو، ډېر رسم هم مه پرې کوه.
لینا وویل:
– زه یوازې د ونو پاڼې او زرغون واښه پرې رسموم.
کاتیا تندی تریو کړ، ځان یې خواښینی وښود او ویې ویل:
– دا ډېر دي.
لینا هغې ته وکتل، روانه شوه او پنسل یې ځنې وا نخيست.
کاتیا حیرانه شوه، په لینا پسې یې ورمنډه کړه او ور ته ویې ویل:
ـ ته څه کوې؟ واخله!
لینا ځواب ورکړ:
– په کار مې نه دی.
د درس په وخت کې ښوونکي پوښتنه وکړه:
– لینا، ستا د ونو پاڼې ولې شنې دي؟
– زرغون پنسل مې نه لرلو.
– تا ولې له خپلې ملګرې څخه نه اخيستلو؟
لینا چوپ وه. کاتیا د خرچنګ په څېر سره شوه او ویې ویل:
– ما ورکاوه خو هغې نه اخيست.
ښوونکي دواړو ته وکتل او ویې ویل:
– باید داسې یې ورکړې چې هغه یې واخلي.