و نه و يو پاچا و چې د شپږو یا اوو كلونو يوه لور يې درلوده. دې نجلۍ يو نوكر درلود چې له دې نه لږ مشر و او حميد نومېده. كه به د ډوډۍ په وخت کی د نجلۍ د لاس پاكولو ټوټه په زمكه ولوېده، حميد به بېرته وركوله او كه به د لوبو په وخت كې د نجلۍ پنډوسكى (توپ) ليرې لاړ، حميد به بيرته ورته راوړو.
كله به هم د شهزادګۍ زړه د لوبو له ګڼ شمېر سامان څخه تور شو او د كاك ډنډې هوس به يې وكړ. د پاچا د لور كاك ډنډه له سرو او سپينو څخه جوړه وه.
هغه وخت چې شهزادګۍ د لومړي ځل له پاره د كاك ډنډې هوس وكړ، پاچا د ښار ټول زرګران غونډ او امر وكړ، چې د لور كاك ډنډه يې بايد په يوه ګړۍ كې جوړه شي. په دې كاك ډنډه لس لكه روپۍ ولګېدې او يو زرګر پې ووژل شو. دی زرګر ويلي و چې د ډېر ضروري كار له امله نه شي راتلاى. ده خپلې كوچنۍ لور ته لښتۍ جوړولې!
هر وخت به چې شهزادګۍ كاك ډنډه كوله، حميد به لږ ليرې ودريده. شهزادګۍ به د سپينو زرو كوچنۍ كاك په زمكه كيښود او د سرو زرو په اوږده ډنډه به يې وويشت. په داسې وخت كې حميد دنده درلوده چې وځغلي او كاك بيرته شهزادګۍ ته وغورځوي. شهزادګۍ به دا كاك په هوا كې بيا په ډنډه وواهه او لا به يې ليرې غوزار كړ. حميد به بيا وځغستل او كاك به يې د شهزادګۍ په لور وويشت. كله به چې شهزادګۍ ستومانه شوه؛ نو حميد به لاړ او د شهزادګۍ د لوبو د شیانو ځانګړى ساتونكى به يې خبر كړ چې راشي، كاك ډنډه وېسي او د لوبو د نورو زرګونو شيانو تر څنګ يې كيږدي. حميد به بيا د شهزادګۍ د جامو ځانګړې سمبالوونكې ته ورغى چې د خوړو ځانګړې جامې راوړي او د لوبو جامې ویسی.
وروسته به حميد د شهزادګۍ ځانګړي اشپز ته ورغى چې د شهزادګۍ خواړه تیار کړی. شهزادګۍ به له هرې لوبې وروسته ځانګړي شیان خوړل.
كله به چې نجلۍ ويده شوه، حميد به ټول خبر كړل چې چوپ شي او څه و نه پوښتي.
شهزادګۍ به چې هر امر درلود، حميد به په سړه سينه سرته رساوه. ده به چارې هومره ګړندۍ سرته رسولې چې شهزادګۍ هېڅكله د وهلو لاس نه و پرې پورته كړى. حميد په شهزادګۍ مين و، شهزادګۍ رښتيا پرې ګرانه وه. ده ته دا كار بد نه ايسېده او هېڅ ويره يې نه كوله. له همدې امله يې يوه روځ نجلۍ د خپل زړه په راز خبر ه كړه.
هغه ورځ شهزادګۍ په بڼ كې پتنګان نيول. حميد تر يوې ونې لاندې ولاړ و او شهزادګۍ ته يې كتل . كله به چې كوم پتنګ د ونې په كومه جګه څانګه كيناست، حميد به دنده درلوده چې وروخيژي او پتنګ والوزوي. ناڅاپه شهزادګۍ يو لوي پتنګ وليد. دې حميد ته غږ كړ او وې ويل : حميده راشه، دا پتنګ ونيسه. زه ويريږم.
حميد وځغستل، پتنګ يې ونيو او د ښكار په ټوكرۍ كښې يې واچاوه. كله چې حميد سر راپورته كړ او شهزادګۍ يې ځان ته مخامخ وليده ورته وې ويل: او ګلالۍ زه په تا مين يم، راشه او زما ماندينه شه!
د حميد خبره لا نه وه بشپړه شوې چې د شهزادګۍ څپېړه يې په مخ ولګيده. نجلۍ چيغې كړې! خواره مزدوره . ته څه حق لري چې په ما مين شې؟ دا خبره دې هيره كړې ده چې زه د پاچا لو ر يم او ته نوكر. ته زما د سپي د پښو خاورو ته هم نه شې رسېدلاى.. سپيه… ورك شه او له سترګو مې ځان الونيه كړه!… ورشه وينځې مې راوله چې ما وېسي. نور نو نه غواړم چې ستا څېرې سترګې ما ووينې.
حميد لاړ او د شهزادګۍ پيغام يې وينځو ته ورساوه. كله چې وينځې له ډولۍ سره راورسېدې شهزادګۍ بېسده پرته وه. وينځې او مرېيونه په حميد راوڅرخېدل چې په شهزادګۍ دې څه وكړل؟ حميد وويل چې ما هيڅ نه دي پرې كړي. شهزادګۍ په غوسه وه. زه يې ښه ووهلم او بيا بېسده پريوته. د پيغمبر په يارانو او اصحابو قسم!
خو چا دا خبره منله؟ ګلاب او شربت يې راوړل او نجلۍ په سد شوه، په ډولۍ كې يې كېنوله او ماڼۍ ته يې ورسوله. شهزادګۍ امر وكړ: پلار ته مې وواياست چې د دې نمك حرامه نوكر غوږونه پرې كړې او د سپې په شان يې له ماڼۍ څخه وشړي. نور نه غواړم چې د ده څېرې سترګې ما وويني.
د پاچا له امره سره سم حميد سمدلاسه له دربار څخه وشړل شو. شهزادګۍ څو روځې ناروغه شوه. هره روځ به څو طبيبان د دې سرته ولاړ وو. په پاى كې شهزادګۍ وويل چې اوس روغه يم او طبيبان يې رخصت كړل.
-2-
كلونه تير شول، شهزادګۍ هره ورځ او هر كال تر پخوا ډیره په ځان مينه كېده او چا ته يې د سپي په سترګه هم نه كتل. كله چې شهزادګۍ اتلس كلنه شوه امر يې وكړ چې هيڅوك دې ته د كتلو حق نه لري او نه ښايې چې په خپلو کتو، د دې پاك وجود ناولى كړي. كه به كوم نوكر يا مرېيه سهواً ورته وكتل، ښه به وډبول شو او كه به چا خوله وخوځوله چې څه ووايې، ژوندى به يې هغو ليوانو ته واچاوه چې شهزادګۍ د تفريح له پاره په خپل بڼ كې ساتلې وو. شهزادګۍ د همدې چارو په توسن په پاچا ډېره ګرانه وه او تل به يې ورته ويل:
بچۍ، ته په ما ډېره ګرانه يې؛ ځكه چې كټ مټ زما په شان يې!
دا وخت نو شهزادګۍ دې پوړۍ ته رسېدلې وه چې تل به په بڼ كې يوازې پاته كيده، له چاسره يې خبرې نه كولې او ويل به يې چې څوك له دې سره د خبرو وړتيا نه لري. شهزادګۍ په بڼ كې دوه لوى حوضونه جوړ كړي وو چې يو به په شودو او بل به د ياسمينو، سروګلانو او ګلابو په عطرونو ډك وو. د دې حوضونو په غاړه به دوه مرېيان داسې په څار ولاړ وو چې شهزادګۍ ته يې د كتلو حق نه درلود!
شهزادګۍ به لومړى په شودو كې ډوبه شوه، بيا به د ګلابو او ګلانو په عطرونو كې ولمبيده او په پاى كې به يې ځان په څادر كښې ونغښته. شهزادګۍ به ځان له نورو خلكو نه دومره ګوښه ساته چې يوازې به پاته وه او نه به پوهيده چې وخت څنګه تير كړي؟ زړه يې د لوبو د سامان، د پتنګ نيولو، د ګلانو له ټولولو، د شيدو او ګلابو له لامبو، خوړلو، څښلو او د وږو ليوانو له نندارې څخه تور شوى و. ډير وخت به ويده وه او حميد به يې په خوب ليده. حميد به راغى چې له شهزادګۍ سره لوبې وكړې، شهزادګۍ به لومړى خوشاله شوه؛ خو سملاسه به ور پـــه زړه شــــول چې د پاچا لور ده او له نورو سره ډير توپير لري!
شهزادګۍ به په غوسه شوه او حميد به يې له ځانه وشاړه؛ خږ هغه به نه پريښوده او غوښتل به يې چې شهزادګۍ د لاسه ونيسي.
شهزادګۍ به هڅه كوله چې ځان له حميد څخه وژغوري؛ خو و به نه شوه او حميد به تر لاس ونيوه او دواړه به په لوبو، ځغاستو او پتنګ نيولو بوخت شول. په لوبو لوبو كې به حميد شهزادګۍ ته وويل چې زه په تا مين يم. ستا دې قسم وې شهزادګۍ، كله چې زه هم ځوان شوم له ما سره واده وكړه..
دلته به نجلۍ ته بيا ور په زړه شول چې د پاچا لور ده . حميد به يې په څپېړه وواهه، چيغې به يې پيل كړې او شور زوږ به يې جوړ كړ. حميد به يې جلادانو ته په لاس وركړ او ناببره به يې په خپلو چيغو كې له خوبه راټوپ كړل…
شهزادګۍ به هر وخت حميد په خوب كې ليده.. كټ مټ د كوچنيوالې او وړكتوب په څېره…
شهزادګۍ ډېر رويباران درلودل.څو شهزادګان له ليرې ملكونو څخه د دې په تمه راغلي وو؛ خو دې نه كتلې او نه ليدلې بيرته رخصت كړي او ويلي و چې په ما باندې بې له خپله ځانه بل څوك نه دي ګران!
-3-
يوه روځ شهزادګۍ لمبل چې يوه ښكلې كوتره راغله او د انارو د هغه ونې په څانګه كيناسته چې د حوض په غاړه ولاړه وه او وې ويل: اې نجلۍ ته څومره ښكلې يې؟ زه په تا مين يم. هيله كوم چې له شودو څخه راووزه چې ښه دې ووينم.
شهزادګۍ وويل: اّه…! بدمرغه كوترې تا ته امر كوم چې له دې ځايه والوزه. زه د پاچا لور يم. هيڅوك حق نه لري چې ما ته وګوري او هيڅوك له ما سره د خبرو لياقت نه لري.
كوترې وخندل او وې ويل: اې ښكلې نجلۍ زه پوهيږم چې ډېر وخت كيږي چې يوازې يې او ملګرى دې نشته څو….
له نجلۍ څخه خپل شهزادګۍ توب هير شو. ناڅاپه يې زړه نرم شو او وې ويل: اې خوږ ژبې كوترې، هيله كوم مه راته ګوره. دا ښه كار نه دى؟ كوترې وويل: اې ښكلې! ته راباندې ګرانه يې. زه نه شم كولاى چې خپلې سترګې له تا څخه بلې خوا ته واړوم.
شهزادګۍ وويل: اې خوږ ژبې كوترې! زه خو نه شم كولاى چې د يوې كوترې مينه ومنم. كه زه درباندې ګرانه يم او ته هم په رښتيا په ما مينه يې؛ نو له دې بڼې څخه دې راووځه چې زه ستا اصلي بڼه ووينم.
كوترې وويل: اې ښكلې نجلۍ زه به څنګه ډاډه شم چې ته به زما مينه ومنې؟ يو شى ګرو راكړه چې زه ډاډه شم او خپله بڼه بدله كړم.
نجلۍ وويل: اې خوږ ژبې كوترې چې هرڅه غواړې، دركوم يې.
كوترې وويل: اې ښكلې نجلۍ خوب دې راكړه.
نجلۍ وويل: اې خوږې كوترې زما خوب به تا ته ګټه ورسوي؟
كوترې وويل: اې ګلالۍ نجلۍ وروسته به په دې پوه شې.
نجلۍ وويل: اې خوږې كوترې خوب مې ستا شو…
دا وخت د نجلۍ د نوكرانو د پښو غږ شو. نوكرانو په داسې حال كې چې خپل سرونه ځوړند نيولي وو، څادرونه راوړل. كوترې وويل: اې ګلالۍ نجلۍ خوب دې زما شو. نوكران دې راغلل، زه ځم بيا به راشم.
زه په تا باندې ( ګلڅانګه) نوم ږدم. دا به ښه نه وي چې ستا په شان ګلالۍ پيغله نوم و نه لري.
نجلۍ ته يو ناڅاپه ور په زړه شول چې د پاچا لور ده او چيغه يې كړه: اې ناولې كوترې تا څه حق درلود چې له ما سره دې خبرې وكړې؟ زما خوب بيرته راكړه او كه نه وژنم دې. ته هيڅ حق نه لري چې په هغه ناولې خوله په ما نوم كيږدي.
خو كوتره لا وختي د انار له ونې څخه الوتې وه. شهزادګۍ بې ځايه په غوسه وه او بې ځايه يې خپل جلادان مرستې ته رابلل.
څو اونۍ كيدې چې شهزادګۍ يوه ګړۍ هم نه وه ويده شوې. خوب يې ورك شوى و. په ټولو يې د ليونو ګومان كاوه. د ليوني سپي په شان به په كوټه كښې ګرځيده. په ديوالونو به يې خپړې لګولې او ټولو ته به يې ښكنځلې كولې. هيڅ څوك يې په خپله خونه كې نه منل. ان خپل پلار او طبيبان! په شپو او روځو به يوازې وه. اخر ستومانه شوه، ناروغه شوه او ځاى په ځاى پريوته.
خو بيا هم شهزادګۍ ته خوب نه ورته. دا ځلې يې نه خبرې كولې او نه خوځيده. طبيبانو ته يې اجازه وركړې وه چې كتلو ته ورشي. وې ګوري او بيرته لاړ شي؛ خو هيڅ طبيب يې په رنځ پوه نه شو او درملو څه ګټه ونه كړه. د پاچا له امره سره سم هيچا په شهزادګۍ باندې د لاس وهلو حق نه درلود. په همدې توسن طبيبان د دې په رنځ سم نه پوهيدل.
يوه ورځ يو سپين ږيرې او مساپر طبيب راغى او وې ويل: زه پرته له دې چې په ناروغ لاس ووهم، كولاى شم چې په رنځ يې پوه شم او دارو وركړم. كه روغه نه شوه سر مې غوڅ او مال مې تالا كړئ. پاچا وويل چې طبيب ناروغې ته ورولئ. بوډا طبيب ډير ځنډ د شهزادګۍ څنګ ته كيناست، هغې ته يې په ځير وكتل او وې ويل:
يوازنى درمل يې (د مينې افسانه) ده. يو څوك بايد شهزادګۍ ته د مينې افسانه واوري چې خوب ورشي او ښه شي. د پاچا له امره سره سم ډنډورچيانو د ښار په ګوټ- ګوټ كې ډنډوره وغږوله د چا چې د مينې افسانه زده وي، رادې شي او هغه دې شهزادګۍ ته واوروي، پاچا به ډېر مال او دولت وركړي.
ډير كسان د مال او دولت په تمه راغلل او وې ويل چې د مينې افسانه يې زده ده؛ خو كله به چې همدا كسان د شهزادګۍ د خونې د پردې شا ته ورسيدل؛ نو مجبور به شول چې يو څه رښتيا او دروغ سره ګډ كړي. ښكاره خبره ده چې دې افسانو به دپاچا په لور هيڅ اغيزه نه كوله او پاچا به هم ټول د جلادانو په تيرو تورو سپارل. نور نو چا زړه نه كاوه چې وړاندې شي. څو ورځې تيرې شوې. بيا هم هغه بوډا او مساپر طبيب راغى. طبيب پاچا ته وويل: داڅنګه ښار دى چې څوك د مينې په افسانه نه پوهيږي. په پلاني غره كې يو ځوان شپونكى دى چې د مينې افسانه يې زده ده. پاچا د شپونكي د راوستلو حكم وكړ؛ خو بوډا طبيب ورته وويل: پاچا په دې پوه شه كه ته خپله غره ته لاړ نه شي شپونكى به راښكته نه شي.
طبيب لاړ. پاچا او څو نور ملګرى يې په اسونو سپاره شول اوغره ته لاړل. كله چې د غره لمنې ته ورسيدل، پاچا په ځوان شپونكي غږ وكړ. شپانه د غره له سره وويل: تاسو څوك ياست او څه كار راسره لرئ؟ زه پاچا يم تا نه دي اوريدلي چې زما لور ناروغه ده؟ غواړم چې ته ورته …
له پاچا څخه د طبيب لارښوونې هيرې شوې. شپانه ورته وويل: د مينې افسانه غواړې؟
پاچا وويل: هو د مينې افسانه. يوه بوډا او مساپر طبيب ما ته ويلي چې ته د مينې په افسانه پوهيږي.
ځوان شپونكي وويل: هو زما زده ده.
پاچا وويل: كه مې لور جوړه شوه په سرو او سپينو به دې موړ كړم. شپونكي په داسې حال كې چې له غره څخه راښكته كيده وويل:
پاچا كه ته دسرو او سپينو خبرې كوي، نو زه نه درځم. د مينې افسانه يوازې د مينې له پاره ويل كيږي.
پاچا غلى شو. زړه يې غوښتل چې دا بې ادبه شپون د جلادانو په تيرو تورو ټوټې- ټوټې كړي؛ خو څه يې ونه ويل. شپونكى د پاچا شا ته سپور شو او ټول د شاهي ماڼۍ په لور روان شول. په ماڼۍ كې يې شپون د پردې شا ته كيناوه او وې ويل: د مينې افسانه پيل كړه. نامحرمې سترګې بايد په شهزادګۍ ونه لګيږي.
شپونكي وويل: ( د مينې افسانه) هم داسې شى نه ده چې هر څوك يې واوري. كه زما او شهزادګۍ پرته نور څوك په دې خونه كې وي، افسانه به ګټه و نه رسوي. او وی ویل چې ټول كسان دې ليرې ولاړ شي. پاچا امر وكړ چې هيڅوك دې د شهزادګۍ په ماڼۍ كې نه پاته كيږي.
ټول لاړل او يوازې شپونكى او شهزادګۍ پاتې شول. شپونكي پرده بېرته كړه او كوټې ته ورغى. شهزادګۍ اوږډه پرته وه، هيچا او هيڅ شي ته يې پام نه و، شپونكى كيناست او وې ويل: اې ګلڅانګې د مينې افسانه درته اوروم، اورې يې؟ … د شهزادګۍ غوږونه له دې غږ سره اشنا و. ورو يې سر پورته كړ او شپانه ته يې په ځير وكتل! وې ويل: هو غوږ ورته نيسم، وې وايه. شپونكي ( د مينې افسانه) پيل كړه:
وو نه وو. يو پاچا و چې د شپږو اوو كلونو يوه لور يې درلوده. دې نجلۍ ډيرې وينځې او مرېيونه درلودل. يو نوكر يې حميد نوميده چې له دې نه لږ مشر و. د ډوډۍ په وخت كې به كه دنجلۍ د لاس پاكولو ټوټه په زمكه ولويده، حميد به بيرته وركوله. كه به د لوبو په وخت كې پنډوسكى ليرې ولاړ، حميد به بيرته راووړ. كله به هم شهزادګۍ د كاك ډنډې هوس وكړ. دا كاك ډنډه له سرو او سپينو څخه جوړه وه. كله به چې نجلۍ ويده شوه، حميد دنده درلوده چې وينځې، مرېيونه او نوكران په دې پوه كړي چې نجلۍ ويده ده او ويښه يې نه كړي.
شهزادګۍ به چې هر امر درلود حميد به په خوښۍ او بيړه سر ته رساوه. حميد كارونه هومره چټك سرته رسول چې شهزادګۍ هيڅكله د وهلو لاس نه و پرې پورته كړى. حميد په شهزادګۍ مين و.
ګلڅانګه رښتيا- رښتيا په ده ګرانه وه. د ده په اند دې كار څه عيب نه درلود. ده ويل چې مينه ګناه نه ده؟ كله به چې حميد او نجلۍ په بڼ كې سره يو ځاى وو او شهزادګۍ به پتنګان نيول او يا به يې كاك ډنډه كوله، حميد به هومره خوشحاله و چې په خپلو جامو كې به نه ځائيده.
حميد هيڅوخت د شهزادګۍ په ليدو نه مړيده، زړه يې غوښتل چې هغه تر لاس ونيسي او دواړه په ګډه پتنګان ونيسي؛ خو شهزادګۍ څوك نه خوښول. وينځو او مرېيونو ته يې په سپكه سترګه كتل او هغوى يې ځان ته نژدې نه پريښودل. حميد داسې خوشاله ژوند كاوه؛ خو يوه ورځ په دې پوه شو چې نور نو د خپل زړه راز نه شي پټولاى. له همدې امله يې يوه روځ د پتنګانو د نيولو په وخت كې نجلۍ ته وويل: شهزادګۍ زه په تا مين يم… هيله كوم كله چې ځوانه شوې له ما سره واده وكړې.
شهزادګۍ په څپيړه وواهه او له كوره يې وشاړه؛ خو دا فكر يې و نه كړ چې په څه بلاوو به واوړي؟
ځوان شپونكى غلى شو. شهزادګۍ وويل: شپونكيه بيا څه وشول؟
شپونكي وويل: اې ګلالۍ نجلۍ ته څه فكر كوي؟ په څه بلا به اوښتى وي؟ شهزادګۍ وويل: ما هيڅ فكر نه دى كړى او نه پوهيږم چې په څه بلا به اوښتى وي؟ ته پوهيږي چې څه پرې وشول؟… راشه وړاندې او وې وايه.
شپونكى پاڅېد او د شهزادګۍ د پالنګ څنګ ته كيناست. د هغې لاس يې په لاس كې ونيو او د مينې افسانې ته يې داسې دوام وركړ:
د حميد پلار شپون و . حميد ډېرې دښتې په لوڅو پښو ووهلې او له ډېرو ډاګونو څخه تير شو تر څو يې چې خپل پلار په غره كې وموند. د حميد پلار ناروغه او د پسونو په پنډغالې كې ويده و. د حميد خور چې د ده همزولې وه، رمه بېولې وه. پلار د زوى په ليدو ډېر خوشحاله شو او وې ويل: حميده څومره ښه وخت راغلى. زه مرم. خور دې يوازې مه پريږده، ځكه چې يوازيتوب ډير وژونكى رنځ دى.
پلار يې مړ شو او زوى هملته دغره په لمن كې ښخ كړ. كله چې مازديګر مهال د حميد خور ستنه شوه، د پلار په ځاى يې خپل ورور وليد. دواړو د پلار په مړينه وژل او د هغه په قبر يې ګلونه وكرل.
روځې، اوونۍ، مياشتې او كلونه تير شول. حميد او خور يې اوولس -اتلس كلن شول. دواړه به په غرونو او دښتو كې ګرځيدل، خپله رمه به يې په شنو ورشوګانو كې پووله او شپې يې له خپلې رمې سره په پنډغالو كې تيرولې او چې كله به يي خپلې رمې په ژمنيو پنډغالو كې ځاى په ځاى كړې او دوى به وزګار شول؛ نو كله ناكله به ښار ته هم تلل.
د حميد خور د پسرلنيو وږمو په شان پسته، د دوبي د لمر په څير تازه، معطره، د مينې وړ او د ژمې د شپو د سپوږمۍ په شان رڼه، په زړه پورې او د بېديايې غاټول په شان سره ، سپينه او غرڅنۍ وه او حميد په همدې توسن غاټول بلله.
يوه روځ چې غاټول رمه ستنه كړه او حميد وشميرله، يوه وزه وركه وه. حميد د يوه تكړه سپي په ملتيا غرونو ته روان شو. له څو غرونو څخه هاخوايې خپله وزه وليده چې د يوې چينې څنګ ته ناسته ده، ژاړې او د پاڼې په شان ريږدي. سپي چې وزه وليده وغپيد او وې ويل: مه ژاړه… درغلو.
وزه خوشحاله شوه او وې ويل: ډاريدم چې رابه نه شئ او زه به د ليوانو خوراك شم، كور ودان.
هوا ورو_ ورو تياره كيده. د حميد سترګې په هغه اوو سپينو اسونو ولګيدې چې مخ پورته روان و. حميد وزه په سپي وسپارله او دواړه يې كور ته وليږل او خپله د يوې لويې ډبرې شا ته كيناست. اسونه د اوبو چينې ته راورسيدل، په هر اس يو ژى( مشک) بار و، اسونو دا ژي له اوبو څخه ډك كړل. كله چې اسونه له چينې څه بيرته ستنېدل، يوه اس په چيغو وويل: زه نور په هغه ماڼۍ كې يوازې ژوند نه شم كولاى. يا همدلته ځان وژنم اويا ځم خپل ښار ته. تاسو ورشئ د خپل اكا لورانو ته.
خو نورو اسونو دا اس پخلا كړ او ټول يو ځاى بيرته ستانه شول. حميد هم په دوى پسې روان شو. ولاړل او ولاړل او له ډيرو غرونو څخه واوښتل. دوى اخر داسې يوه ځنګل ته ورسيدل چې يو الوتونكى، خوځيدونكى او څريدونكى هم په كې نه و. په ځنګله كې اووه ښكلې ماڼۍ ليدل كېدې. هر اس يوې ماڼۍ ته ولاړ. حميد كرار په ننداره ولاړ و. ناڅاپه يې شپږ سپينې كوترې وليدې چې له اسمان څخه كوزې شوې او په شپږو ماڼيو ننوتى.
حميد بيا هم غلى ولاړ و. د ژړا غږ يې واوريد. هرې ماڼۍ ته ورغى. په هره ماڼۍ كې د لمر په شان زلمى او د سپوږمۍ په شان پيغله په خبرو او خنداوو بوخت وو؛ خو په اوومه ماڼۍ كې يې يو ډير ښكلى ځوان وليد چې يوازې ناست دى. د ګچ په ټوټو د (غاټول) ګل انځوروي او په سلګيو- سلګيو ژاړي.
دې ځوان هسې په غريو ژړل چې د كاڼې له سترګو څخه يې اوښكې بهولې. حميد ورغى، سلام يې وكړ او وې ويل: ځوانه مه ژاړه. زړه مې دې خوړين كړ.
ځوان سر پورته كړ او وې ويل: ته څوك يې او له كومه راغلى يې؟
حميد وويل:
زه د غره شپونكى يم، ستا د ژړا غږ مې واوريد او دلته راغلم.
ځوان وويل: سهار مې په غره كې وليدې، ښه شوې چې راغلې راځه كينه چې زړه مې چووې.
حميد كيناست او وې ويل: ولې دې ژړل؟
ځوان وويل: زما كيسه لږ څه اوږده ده. كه يې د اوريدو وس لري كينه چې ټوله درته تيره كړم.
-4-
ځوان خپله كيسه پيل كړه او وې ويل: موږ اووه وروڼه ياستو او دوى روځې كيږي چې دې ځنګل ته راغلي يو. په ښار كې مو د وسپنو كار كاوه. موږ داسې يو زوړ پلار درلود چې د ښار له ټول تورو جوړوونكو څخه پياوړى و. موږ به د روځې په خپله هټۍ كې د وسپنې كار كاوه؛ خو د شپې به مو په سمڅو كې په پټه تورې جوړولې. پاچا د تورو جوړول بند كړي و؛ خو د ښار خلكو تورو ته اړتيا درلوده. له همدې امله مو د شپې كار كاوه. په همدې هټۍ كې مو داسې يو لوي سندان درلود چې د معمولي سندانونو په پرتله لس، پنځلس ځلې غټ و. موږ اته كسه به له دې سندانه راوڅرخيدو او پلكونه (مارتول) به مو وهل. يوه روځ زموږ پلار وويل:
بچيانو زما پښې د ګور په غاړه دي. زه مرم؛ خو تاسو به ډير كلونه ژوندي ياستئ. له همدې امله هر يو د ژوند ملګري يا ښځې ته اړتيا لرئ. ستاسو د واده وخت هم رسيدلى دى. له تاسو سره داسې ښځې ښايې چې ستاسې په شان مټې ونغاړي او پلكونه وار كړى او تورې جوړې كړي. زما په اند ستاسو د اكا په لورانو كې دا متره ( قوت) شته او دا ښيگڼه لري.
د دې له پاره چې تاسو هم خپله وړتيا څرګنده كړي وي، ما او ستاسو خداى بښلي اكا ستاسو د ازميښت له پاره يو پلان جوړ كړى او ستاسو د اكا د لوڼو پته مو د همدې سندان په زړه كې پټه كړې ده. تاسو بايد يوه داسې تيره او مضبوطه توره جوړه كړئ چې سندان دوه ټوټې او پته تر لاسه كړئ.
پلار مو څو ورځې وروسته مړ شو. موږ په كار لاس پورې كړ. ډير وخت به په سمڅو كښې له وسپنو، پولادو او پلكونو سره اخته وو. ډيرې تورې جوړې شوې؛ خو ټولو په سندان هيڅ اغيزه و نه كړه او خپله ټوټې – ټوټې شوې. تر څو مو چې د ژمي په يوه تياره او سړه شپه كې داسې يوه توره جوړه كړه چې سندان يې دوه ټوټې كړ. هلته يو كوچنى دبلى ايښودل شوي و. د دبلې په مينځ كې يوه پاڼه وه چې پرې ليكل شوي وو.
( د اكا تورې جوړوونكو زامنو! ستاسو د تورې له ګوزارونو جار! ژر راشئ چې زړونه مو په تاسو پسې خپه دي او ډير مو ياديږي. شاړې زمكې موپه ونو پوښلې او شااوخوا سيمې مو ټولې پاكې كړيدي. زموږ سترګې ستاسو لارې څاري. زموږ پته د پسرلي له لومړني سره “غاټول” څخه وغواړئ. ستاسو د اكا لورانې)
دې پاڼې زمونږ تلوسه هومره ګړندۍگكړه چې مه پوښته. موږ غوښتل چې همغه شيبه پاڅيږو او په پيغلو نجونو پسې وخوځيږو؛ خو نه يې په پته پوهيدو او نه مو خپل كار پريښودلاى شواى. د ښار تورزنو همغه ورځ د زرو تيرو تورو غوښتنه كړې وه.
د دی كال ژمې اوږد شو او پسرلى په ځنډ راغى. زموږ تلوسه روځ په روځ ډیریده. واورې نوې ويلې شوې وې چې د غونډۍ په سر مې يو ښكلى سور “غاټول” وليد چې په ټټر يې يو ستر تور داغ له ورايه ښكاريده.
ما له غاټول څخه پوښتنه وكړه: زموږ د اكا لورانې چيرته دي؟ د دوى پته راكړه.
غاټول سر پورته كړ او وې ويل: د اكا زويه! ما ښكل كړه چې دا پته په لاس دركړم. زه ورښكته شوم او غاټول مې ښكل كړ. غاټول راته وويل: د سږ كال ژمې ډير سوړ و او پسرلى په ځنډ راغى. د اكا لورانې مو په تاسو پسې ډيرې خپه او ناكراره دي. زه به تا په دې پوه كړم چې تاسو څنګه كله د كوترو او كله د اسونو په بڼه او جامه كې ولاړ شئ چې ژر ورسئ .غاټول د نجونو پته په لاس راكړه. وروستى خبره يې بيا هم ماته وه:
د اكا زويه! زړه مې غواړي چې ما وشكوې او له ځانه سره مې وګرځوې؛ خو څه وكړم چې يخني د غاټولو ټول زړې وچ كړې دي. كه زه هم نه وم نو څوك به دې بربنډو غونډيو ته سرې جامې ورواغوندې؟ غواړم چې همدلته پاته شم، هر لور ته زړې وشيندم او غونډۍ وپوښم او سرې يې كړم.
له غاټول څخه بيل شوم، زر تورې مو د ښار تورزنو ته وسپارلې، ځانونه مو د كوترو په بڼه كړل او والوتو. كله چې ستومانه شوو، د اسو جامه مو واغوسته. ډېر غرونه، سيندونه او ډاګونه مو ووهل، تر څو چې پرون مازديګر دې ځنګل ته راورسيدو او دا ماڼۍ مو وليدې. په دې ماڼۍ كې يو ښايسته پالنګ و. موږ كرار كيناستو، ماښام مهال شپږ سپينې كوترې راښكاره شوې چې موږ يې وليدو خوشاله شوې او راښكته شوې.
كوترو خپلې جامې بدلې كړې، څو شيبي وروسته د سپوږميو په شان شپږ ښايسته نجونې ترې جوړې شوې او وې ويل: د اكا زامنو په خير راغلئ!
بيا يې ما ته وكتل او وې ويل: د اكا زويه ته هم په خير راغلي. زموږ كوچنۍ خور (غاټول) ويلي چې صبر كوه. سبزنى ژمى ډير سوړ او خورا اوږد تير شو او د غاټولو ټول زړې يې وچ كړل. كه (غاټول) دا كار نه واى كړى موږ او تاسې به د تل له پاره سره ورك شوي وو؛ ځكه نور نو زړې نه و پاته چې ګلونه وغوړوي او زموږ پته تاسو ته په لاس دركړي. كه زمونږ ګرانې خور خپلې وينې په زمكه نه واى بهولاى، زمكې به د تل له پاره غاټول هير كړى واى او خلكو به نورغاټول نه واى ليدلاى.
زه د دې خبرو په اوريدلو نژدې ليونى شوى وم او چيغې مې كړي: نو هغه د غونډۍ د پاسه سور غاټول زما خپل (غاټول) و؟
ټولو خويندو په يوه غږ وويل: هو هغه د غونډۍ د پاسه سور غاټول زموږ كوچنۍ خور (غاټول) وه. دې نه غوښتل چې خلك دا خبره ومني چې نور په بيديا كې غاټول نشته. دې غوښتل چې غونډۍ بيا په غاټولو وپوښې او سرې يې كړې. هو! له غاټولو سره د دې مينه تر موږ ټولو ډیره وه. دې ځان له موږ او له زمكې څخه جار كړ.
ناڅاپه مې په زړه كې تيره شوه: ورشه او غاټول وشكوه؛ خو د غاټول سرښندنه هومره د ستاينې وړ وه چې زه يې غلى كړم.
زمونږ د اكا لورانو وويل چې زه په غاټول ډير ګران وم.
تيره شپه ټول د غاټول په ماڼۍ كې وو. اوس د وروڼو او زموږ د اكا د لورانو د ودونو وخت رارسيدلى دى؛ خو دوى ټول خپل ودونه زما له پاره ځنډوي. دوى ما نه پريږدي چې ښار ته لاړ شم. نن يوازيتوب ډېر وځورولم. ډير مې وژړل چې د خپل زړه غم وباسم، ستا دې كور ودان وي چې راغلى او زما خبرې دې واوريدې.
كله چې ځوان خپله كيسه تمامه كړه ، حميد ورته وويل: تا ته ښايې چې وژاړې. زه هم يو وخت د پاچا په لور مين شوم؛ خو هغې له خپلې ماڼۍ څخه وشړلم او ما هيره كړه.
ځوان پوښتنه وكړه: بده دې ويېسېده؟
حميد وويل: هو كه يې اوس بيا هم ووينم پرې مين يم. هومره ښكلې ده چې سارى ې نشته؛ خو كړه وړه يې ناوړه دي او ډيره ځان خوښې ده. زه ستا د غاټول يو ويښته په زرو شهزادګيو نه وركوم.
ځوان بيا پوښتنه وكړه: حميده! ته يوازې ژوند كوي.
حميد وويل: يه زه د خپلې خور سره اوسيږم چې غاټول نوميږي .
ځوان وويل: غاټول؟… همغه ښكلې پيغله چې له تاسره رمه پيايې.
حميد وويل: هو همغه غرڅنۍ پيغله. هغه مې خور ده.
ځوان له خپله ځايه پاڅيد او وې ويل: حميده، يوڅه درته ويل غواړم؛ خو ويريږم چې په غوسه به شي.
حميد وويل: پوهيږم چې زما خور غواړي. ښه ده ځه چې ځو كه د هغې خوښه وه ستا شوه. زه رمه يوازې هم پوولى شم.
او ځوان حميد ته وښودل چې څنګه كله د كوترې ا و كله د اس په جامه ولاړشي.
په غرني پنډغالي كې غاټول د يوې وزې په ږيره ږمنځ وهله. هر وخت به چې غاټول يوازې وه او خوب به نه ورته، همدا كار يې كاوه. وزې په ليكه ناستې وې او ټولو د غاټول نكل ته غوږ نيولى وو.
پسونو هم غوږ نيولى وو؛ خو ځينې ويده وو او ورو- ورو يې شخوند واهه. سپى د پنډغالي په وره كې ناست و. د نيمې شپې د سپوږمۍ وړانګو پنډغالى رڼا كړى و. لږ ځنډ وروسته سپوږمۍ غاټول ته وويل: غاټول! پاڅه ډيوه بله كړه چې زه ځم. نوره نه شم تم كيدلاى.
غاټول پاڅيده او ډيوه يې بله كړه. سپوږمۍ ورو_ ورو لمن ټوله كړه او لاړه. د غاټول نكل نوى پاى ته رسيدلى و چې دوى كوترې راورسيدې. يوه سپينه وه. بله هم سپينه وه ؛ خو په ټټر يې يو سور داغ درلود.
غاټول وويل: بيوزلو؟ لاره مو وركه كړيده؟ راشئ ما ته راشئ.
سپينې كوترې هغې بلې ته وكتل او په سترګو كې يې ورته وويل:
_ ورشه، وړاندې ورشه، مه وريږه. هغه كوتره چې سور داغ يې درلود، ورغله او د غاټول په لاس كيناسته. غاټول ورته وكتل او ښكل يې كړه. سپينه كوتره هم راوړاندې شوه او د غاټول په لمن كيناسته.
غاټول كوترې په ځمكه خوشې كړې او وې ويل:
تاسې همدلته اوسئ چې زه دانه درته راوړم. غاټول په دانه پسې لاړه. كوترو ژر جامې بدلې كړې. سپي چې حميد وليد راغى او د هغه مخې ته كيناست.
كله چې غاټول راغبرګه شوه، په پنډغالي كې يې خپل ورو وليد چې له يوه بل ښايسته ځوان سره ناست دى. كوترې نه وې، غاټول اريانه شوه او پوښتنه يې وكړه.
_ ته چيرته تللى وې حميده، څونه ځنډ دې وكړ.
حميد وويل: راشه لومړى زما له دې ملګري سره وپيژنه. بيا به درته ووايم چې ولې مې دومره ځنډ وكړ. دا ځوان په تا پسې راغلى دى. غاټول لومړى غلې شوه؛ خو وروسته يې وويل: زما كوترې مو و نه ليدې چې چيرته ولاړې؟
حميد وويل: موږ چې راغلو هغه والوتې. زه به لاړ شم چې پيدا يې كړم. له دې ځايه ډيرې ليرې نه شي تلاې. تاسې دواړه كينئ او بنډار وكړئ.
حميد د باندې لاړ او په يوه لويه ډبره كيناست. لږ ځنډ وروسته غاټول او هغه ځوان هم لاس په لاس راووتل. كله چې حميد دوى وليدل وې ويل: مبارك دې وي.
ځوان وويل: حميده كه ستا خوښه وي زه به غاټول همدا اوس له ځانه سره بوزم. هلته به زما وروڼه او زما د اكا لورانې ټول ډير خپه وي.
حميد په خندا غاټول ته وويل: غاټول كوترې دې نه غواړې؟
غاټول په موسكا ځواب وركړ: بس كړه حميده په ما مو ښه لوبه وكړه.نن ډير شوخ شوى يي…
درې واړو وخندل، ځوان حميد ته وويل: سبا مازديګر به په ځنګل كې تاسو ته په تمه اوسو. راځه چې زموږ واده دى.
وروسته يو سپين اس ترې جوړ شو چې غاټول پرې سوره شوه او وخوځيد. حميد تر چرګ بانګه هملته بهر ويښ پاتې شو. سهار مهال پاڅيد او په پنډغالې كې ويده شو.
د واده په روځ په ځنګل كې ډير شور زوږ و.خوځيدونكي، الوتونكې او څريدونكې ټول واده ته بلل شوي وو. ځينو ميلمنو په زمكه او ځينو د ونو په څانګو كې ځانونو ته ځايونه برابر كړي وو.
اووه وروڼه او د دوى اووه ځوانې او ښكلې ميرمنې د يوه لوي ميز شااوخوا ناست وو او خپله ماښامنۍ يې خوړله. حميد هم هلته ناست و. دوى داسې پريكړه كړې وه چې اووه زومان او اووه ناوې به په شپه كې له ځنګل څخه ښار ته ځي. دوى له حميد څخه هم وغوښتل چې ښار ته لاړ شي؛ خو حميد دا غوښتنه ونه منله او وې ويل چې دى به خپله رمه كاله كړي.
نيمه شپه وه چې ټول زومان او ناوې د كوترو په بڼه ښار ته والوتل. حميد يوازې په ځنګل كې پاته شو؛ خو يوازيتوب وځوراوه. د يوې ونې څنګ ته كيناست او يوه ګړۍ يې وژړل. كله يې چې زړه ښه تش شو، بيرته د خپلې رمې پنډغالې ته ستون شو.
ځوان شپونكى غلى شو او د دې له پاره چې د شهزادګۍ په سترګو كې د خپلو خبرو اغيزه وويني، د هغې سترګو ته ځير شو. شهزادګۍ په ريږديدونكى غږ وويل: ښه حميد بيا څه شو؟
شپونكي وويل: سبايې بيا حميد ته شهزادګۍ ور په زړه شوه او پوه شو چې هغه لا اوس هم پرې ګرانه ده. ځكه يې له ځانه سره وويل: د غره شپونكى به نه يم چې په سد يې نه كړم…
پوهيږم چې څه پرې وكړم چې شهزادګۍ خپل غير انساني كړه وړه پريږدى. هو! دا بايد له هغه اشرافي او غير انساني ژوند څخه بيله كړم.
ځكه ېې د كوترې جامې واغوستې او د شهزادګۍ بڼ ته ورغى. هلته يې هومره صبر وكړ چې شهزادګۍ له ماڼۍ څخه راووته او د شيدو په حوض كې ولمبېده. حميد چې د حوض څنګ ته د انار د ونې په يوه څانګه كې ناست و، وويل: اى ښكلې نجلۍ ته ډېره ښايسته يې. زه په تا مين يم. هيله كوم چې د شېدو له حوض څخه راووزه چې ښه دې ووينم.
لنډه دا چې حميد شهزادګۍ په ټوله كيسه خبره كړه او زياته يې كړه چې شهزادګۍ ناروغه شوه. حميد د يوه طبيب په نامه راغى او پاچا ته يې وويل: چې كه دا نجلۍ ( د مينې افسانه) واوري، روغه به شي. په ښار كې څوك د مينې په افسانه نه پوهيدل. حميد بيا د همغه طبيب په نامه راغى او پاچا ته يې مشوره وركړه چې له پلانى غره څخه هغه ځوان شپونكى راولئ چې د مينې افسانه يې زده ده. طبيب پاچا ته وويل كه چيرته ته خپله ورشي شپونكى به درسره راشي.
ځوان شپونكى بيا غلى شو. د شهزادګۍ سترګو ته يې وكتل او وې ويل:
هو! اى ګلالۍ نجلۍ، اى ګلڅانګې كيسه داسي وه. پلار دې چې يوه روځ يې زه د سپي په شان له خپله كوره وشړلم، غره ته راغى او زه يې دلته راوبللم. اوس نو څه پكې وايې؟
ګلڅانګه په ژړا شوه. له سترګو څخه يې غټې – غټې اوښكې تويې شوې او وې ويل: وروسته له دې به زه دا خبره د تل له پاره هيره كړم چې زه د يوه پاچا لور يم.
زه نوره نو يوه شهزادګۍ نه يم، زه تا غواړم. زه اوس په دې ښه پوهيږم چې ستا مينې او محبت ته څومره اړتيا لرم. ما له ځانه سره بوزه. زه غواړم چې د نورو خلكو په شان ژوند وكړم. حميد وويل: ستا له پاره به دا ډيره ګرانه وي چې د نورو خلكو په شان ژوند وكړي؛ ځكه چې ته په ناز او نعمت كې لويه شوې يې؛ خو كه ته وغواړي خامخا به له خپل نوى ژوند سره هم روږدې شې.
ګلڅانګې وويل: كه زه له تا او نورو خلكو سره واوسم، هره چاره به اسانه شي… هيله كوم حميده! ما له ځانه سره بوزه. حميده ګلڅانګه يوازې مه پريږده.
حميد د ګلڅانګې اوښكې پاكي كړې، يوه مڼه يې ورته ونيوه او وې ويل: اوس ته ډيره ستومانه يې، راشه دا مڼه زما له لاسه واخله. زه به وروسته په تا پسې راشم. نور به زه د تل له پاره په تا ګران يم. زه په دې پوهيږم.
شهزادګۍ مڼه واخسته او وې خوړه. بيا ستونې ستغ پريوته، سترګې يې ورو_ ورو پټې كړې او په خواږه خوب ويده شوه.
حميد پاڅيد ګلڅانګه يې په مخ ښكل كړه او لاړ. بهر يې پاچا ته خبر وركړ چې شهزادګۍ ويده شوه. درې روځې دې څوك ماڼۍ ته نه ورځي. پريږدئ چې ښه ويده شي. د څلورمې روځې په سهار يې ويښه كړئ.
د پنځمې روځې په سهار چې لمر لا نه و راختلى، حميد د كوترې په شان د ګلڅانګې ماڼۍ ته راغى او هلته يې جامه بدله كړه. يو ښكلى سورګل يې د شهزادګۍ پزې ته نژدې كړ، ګلڅانګې سترګې وغړولې او موسكۍ شوه.
حميد وويل: ښه ويده شوې؟
ګلڅانګې وويل: هو ښه په خوند ويده شوم. اوس مې درسره بيايې؟
حميد وويل: هو! پاڅه په بڼ كې ولامبه چې ځو.
-5-
لمر نوى راختلى و چې د حوض پرغاړه د انار له ونې څخه، دوه سپينې كوترې پورته شوې او مخ په لمر والوتې.