لیکواله: اوسېوا و.ا.
ژباړونکی: ګل جان صابر
دوه هلکان په کوڅه کې تر ساعت لاندې ولاړ وو او خبرې یې سره کولې.
یورا وویل:
– ما سوالونه نه دي حل کړي ځکه چې لیندی( قوسونه) یې لرلې.
الېګ وویل:
– ما ځکه سوالونه حل نه کړل چې لوی، لوی عددونه یې لرل.
– موږ کولی شو چې په ګډه یې حل کړو، تر اوسه پورې وخت لرو!
په کوڅه کې ساعت یوه نيمه بجه ښووله.
یورا وویل:
– موږ نیم ساعت وخت لرو. پیلوټان په دومره وخت کې کولی شي چې مسافر له یوه ښار څخه بل ته ورسوي.
– زما کاکا کپتان( بېړۍ چلوونکی) دی. د بېړۍ د ډوبېدو په وخت کې هغه وکولی شول چې په شلو دقیقو کې د بېړۍ ټوله سپرلي د کوچنیو بېړیو په مرسته بچ کړي.
یورا وویل:
– څه- په شلو دقیقو کې! کله، کله پنځه او لس دقیقې ډېر ارزښت لري. باید هره دقیقه په پام کې ونیول شي.
– د نمونې په ډول، یو ځل د سیالی په وخت کې…
هلکانو ډېرې داسې په زړه پورې پېښې یادې کړې چې په هغو کې د وخت اهمیت ښوول شوی و.
– زه خبر یم چې …الېګ دا وویل او نا څاپه یې ساعت ته وکتل ـ پوره دوې بجې وې
يورا اخ وکړ او ویې ویل:
– منډې کړه! په موږ د ښوونځي ناوخته شو!
الېګ په واخطایي پوښتنه وکړه:
– خو سوالونه؟
یورا په منډه کې يوازې لاس وښوراوه.