لیکواله: ولانتینا اوسېوا
ژباړونکی: ګل جان صابر
لوی تور سپی یې ژوک نوماوه. دوو هلکانو، کولیا او وانیا ژوک په کوڅه کې پیدا کړی و. د هغه پښه ماته وه. کولیا او وانیا د هغه پرستاري وکړه او کله چې سپی روغ شو نو دوی هر یوه غوښتل چې د سپي یوازینی څېښتن شي. دوی نه شول کولی دا پرېکړه وکړي چې د ژوک څېښتن څوک دی نو ځکه د دوی خبرې تل په شخړه پای ته رسېدلې. هلکان یوه ورځ ځنګل ته ولاړل. ژوک د دوی تر مخ منډې وهلې او هلکانو تودې خبرې کولې.
کولیا وویل:
– سپی زما دی، ما اول ژوک ولید او له ځان سره مې را وست!
وانیا خواشینی شو او ویې ویل:
– نه، سپی زما دی! ما دهغه پښه ور وتړله او خواړه مې ورکول.
یو هم له خپلې خبرې نه تېرېدو. دواړو چيغې وهلې:
– زما دی! زما دی!
ناڅاپه د ځنګل د ساتونکي له کورڅخه دوه لوی ساتونکي سپي راووتل، په ژوک یې ور حمله کړه او په ځمکه یې را ګذار کړ. وانیا ژر په ونه وخوت او په خپل ملګري یې غږ وکړ:
– ځان بچ کړه!
کولیا لرګی واخیست او د ژوک مرستې ته یې ور منډه کړه. د سپیو او هلکانو په شور ماشور د ځنګل ساتونکی را ووت او خپل سپي یې کور ته وشړل.
د ځنګل ساتونکي په غوسه چیغه وکړه:
– دا سپی د چا دی؟
کولیا وویل:
– زما دی. وانیا چوپ ولاړ و.