د افریقا د خلکو کیسه
ژباړونکی: ګل جان صابر
و نه و یو سړی و. نوموړي خپل هېواد پرېښود او په بل هېواد کې مېشت شو. هغه په دوهم هېواد کې واده وکړ او د اولادونو پلار شو. د هغه ګاونډیانو ډېر ژر له یاده وایستل چې دا سړی له بل ځای څخه راغلی دی، د هغه سره یې ډېره مینه کوله.
یوه ورځ د دې کډوال د کډوالی هېواد پریکړه وکړه چې د ده له خپل هېواد سره جګړه وکړي. د هېواد مشر تابه د کډوالو په ګډون د سپین ږیرو مشورتي جرګه راوبلله. وروسته بیا یوه مېلمستیا جوړه شوه او په هغې کې ټولو لوړه وکړه چې هغه څوک به وژل کېږي چې د جګړې د پلان راز چا ته ووایي.
هغه سړي چې د بل هېواد څخه راغلی و وغوښتل چې له خپل هېواد سره مرسته وکړي او مشران د راتلونکي خطر څخه خبر کړي. هغه د مېلمستیا د ټولو خوړو څخه لږ، لږ را واخیستل، چاقو یې هم راواخیست او په وینه یې ککړ کړ او بیا یې دا ټول د یوه باوري سړي په لاس د هغه هېواد مشر ته ور ولېږل چېرې چې دی زیږېدلی و.
د هېواد مشر او د هغه شا وخوا خلکو رالېږل شوی څیز ولید او پوه شول چې دوی جګړه ګواښي، نو ځکه یې ښه تیاري ونیوله او غلیم ته یې ماته ورکړه.
له همغې ورځې را په دېخوا کله چې خلک د جګړې له پاره سره جرګه کېږي نو اول یو د بل څخه پوښتنه کوي: «ته چېرې زیږېدلی یې؟». دا ځکه چې هر څوک تل غواړي چې د خپل هېواد سره مرسته وکړي او هېڅ وخت د هغه پر خلاف په جګړه ایزو دسیسو کې برخه نه اخلي.