د تروتني په دره کې د لوړې غونډۍ په سر د ټنبلانو هېواد و. د دې هېواد خلکو ډېر بې پروا ژوند لرلو. ښارونو یې دېوالونه نه لرل او دروازې يې د دښمنانو په مخ نه تړل کېدلې. د دې هېواد نارینه او ښځې د ټنبلانو په نوم یادېدل. دوی خپل ټول کارونه په نيمایي کې پرېښوول او د دوی دا کړنې په هر څه کې لیدل کېدلې. د دوی کورونه پټ نه وو، ډوډۍ یې بې مالګې وه او کالي یې بېخي د خندا وړ وو. ښځینه ټنبلانو به بنیانونه داسې اوبدل چې یو لستوڼی به یې و، لاس موغو به یې دری ګوتې لرلې، دا ځکه چې دوی د کار په کولو کې ټنبلي کوله. ټنبلان به د سهار څخه تر ماښام پورې په خپلو زانګو ګانو کې داسې تاوېدل لکه ور چې پخپلو چپراسو خلاص او پورې کېږي. هغوی دومره ټنبل وو چې په سختي یې کاچوغه خپلو خولو ته وړله.
د دې هېواد څنګ ته نېستي تېرېدله. هغه بدمرغه، وږې او لوڅې پښې روانه وه. کالي یې زاړه، پیوند او سوري، سوري وو. نېستې د ټنبلانو هېواد ته سر ور ښکاره کړ، هلته یې شپه تېره کړه او هملته د اوسېدو لپاره پاتې شوه. ټنبلانو نه شوه کولی چې نېستي وشړي نو ځکه وږي او اړ وو. ټنلان هېڅ په هوښ نه راتلل، خپل کارونه یې د پخوا په څېر په نیمایي کې پرېښوول . نیمایي ځمکه به یې کرله او رېبله، نیمایي حاصل به یې را ټولولو او نیمایي به یې بیا په وځونو کې تړلو. دوی ته ځانونه ډېر هوښیار ښکارېدل.
یوه ورځ د ټنبلانو د هېواد څنګ ته بېړاتوب( حماقت) تېرېدو. د هغه څېره دخندا وړ وه، سترګې یې ارغواني وې، وېښتان یې جړ وو او خبرو یې هېڅ مانا نه لرله. د هغه هم دا هېواد خوښ شو او هملته یې واړول. له دې وروسته د ټنبلانو ټول کارونه ډېر بې مانا شول.
د ورځو یو ه ورځ د ټنبلانو او بېړاګانو د هېواد څنګ ته هوښیارتوب تېرېدو. هغه چې د دې خلکو نېستي ولیدله زړه یې پرې وسوځېد. هوښیاري ښار ته ور ننوتله، د یوه لوی میدان په منځ کې ودرېدله او جادویي شپېلۍ یې پو کړه. ټول ټنبلان او ټنبلانې د هوښیاري په شا او خوا را ټول شول. دشپېلۍ غږ د ځنګل د ملک مېږیان هم راخبر کړل. ټنبلانو مېږیانو او د هغوی کارونو ته وکتل چې څومره مناسب کورونه جوړوي. هوښیاري په ګوتو هوا ته جادویي خرپ ورکړ چې له هغې سره سم د ټنبلانو غوږونه خلاص شول او د مېږیانو په ژبه وپوهېدل. کارګرو مېږیانو ټنبلانو ته ور وښوول چې ښه کار وکړي، کورونه سم جوړ کړي او پیل شوي کارونه تر پای پورې سر ته ورسوي. کله چې کارونه ښه پر مخ ولاړل نو ټولو ټنبلانو په ګډه نېستي او بېړاتوب له خپلې سیمې څخه وشړل. هوښیاری د هېواد اوسېدونکي وستایل او د دوی د هېواد یې د ټنبلانو په بدل کې د کاریګرو په نوم ونوماوه.
له همدې امله لازمه ده چې د خواریکښو مېږیانو څخه یې زده کړو. مېږیان ډېر په ځیرتیا کارونه کوي، د ځان لپاره د ژمي خواړه برابروي او هغه کارونه پای ته رسوي چې پیل کړي یې دي. په داسې کور کې د نېستي او بېړاتوب لپاره ځای نه شته.